طنــزونه

زړورخان ــ طنز ( ذره بین )

کومندان یوځل بیا په خپلو سټالیني   بریتو باندې ګوتې تېرې کړې ، غاړه یې تازه کړه او په غړمبیدلي غږ یې وویل 

سربازانو !  تاسو به ما سم نه پيژنئ زما نوم زړور خان دی ، دغزني دامنیې کومندان یم ، ماته هسې خوشې چټي زړور خان  نه وایي ، بلکې لکه څنګه مې چې نوم زړورخان  دی ، همداسې  زړور او بده بلا  هم یم ، دا په ټټر میډالونه مې  ګورئ ، همدومره نور مې په کور کې دي ، دا ټول مې دزړورتیا له امله ګټلي دي ، زه چې غزني ته راغلی یم ، په طالبانو مې په سپینه ورځ توره شپه ګرځولې  ، زما له ډاره اوس له زنه خانه  تر ناوې پورې  مارغه پر هم نه  شي وهلی ، یوازې همدا ستاسو ولسوالي پاته وه ، چې زه راغلی یم چې دلته هم دښمن ته شکست ورکړم .

سربازانو او صاحب منصبانو !

زه  اجرستان ولسوالي ته  ددې لپاره نه یم راغلی  چې ددې سپیرو غونډیو سیل وکړم ، زه غواړم دلته تصفیوي عملیات ترسره کړم ، ددې عملیاتو نوم  دی ( دښامار دخولې غوړې غوړې لمبې )

 په دې عملیاتو کې به تاسې ووینئ چې زه څرنګه طالبانو ته شکست ورکوم ، کله چې په اجرستان کې پولنډیان ، استرالیایان او نور ټول ناکام شول ، نو بیا کرزي صاحب ماته  خواست وکړ او راته یې وویل چې اوس مو په ټولو دنیا کې یوازې تاته تمه ده ، چې که وکولای  شې دغزني اجرستان ولسوالي دطالبانو له کلابندۍ خلاصه کړې .

دانن مې چې تاسو ټول سربازان په دې ماښام راغونډ کړي یئ ، موږ دعملیاتو نقشه جوړه کړې ده ، او همدا اوس  دطالبانو په سیمه باندې عملیات شروع کوو ، ددې عملیاتو مشري  زما په غاړه ده ، دا به زموږ مستقل عملیات وي او ترهغو به جاري وي چې دښمن ته سخت شکست ورکړو .

نورې خپلې خبرې رالنډوم یوه خبره کوم ، چې ګورئ هیڅ باک مه کوئ ، چې زه درسره یم له هیڅ شي مه ویریږئ ، مایوځل بیا وپیژنئ ، زما نوم زړور خان دی ، هغه زړور خان  چې دلته دعملیاتو لپاره  راغلی یم ، ماداسې ډیر میدانونه ګټلي او نن شپه به هم تاسو ګورئ ، چې جګړه او قومنده څه ته وایي . . .

کومندان زړور همدا خبرې وکړې ، نور نو خپل رینجر موټر ته وخوت ، او له خپلو عسکرو سره دعملیاتو دسیمې په خوا روان شو ،  زړورخان  دمخابرې په عمومي نمبر کې په پله پسې توګه  له خپلو سربازانو سره په تماس کې  وو، هره شیبه یې ورته دزړورتیا او مردانګي خبرې کولې  او مصروف یې ساتل ، دوی  دماښام په تیاره کې داجرستان له مرکز نه دجنوب په خوا  دیو نږدې کلي  په طرف  ووتل ، کلي ته لا رسیدلي نه وو چې زړورخان  خپلو سربازانو ته د ځنځیر خپور کومنده ورکړه ، په داسې حال کې چې توره تیاره خپره وه او یو بل نه پیژندل کیدل ، سربازان له موټرو ښکته شول ، اوپه  هواره دښتي سیمه کې کرار کرار  دکلي به خوا روان شول  ، زړور خان هم  چې تپې تیارې یې غوني ځيږه کړي وو له خپل رینجر څخه زړه نازړه راکوز شو ، په داسې حال کې  چې  ترټولو وروسته زړه نازړه  دعسکرو په شاپسې روان وو او سربازان یې خورا وړاندې تللي وو ، ده په مخابره کې ورباندې چیغې وهلې ، چې هیڅ مشکل نشته ، مورال لوړ وساتئ زه درسره یم او دادی  ترټولو مخکې روان یم  …

په همدې وخت کې چې زړورخان په دربیدلي زړه خورا په شدت سره په مخابره کې چیغې وهلې ، او خپلو سربازانو ته یې ډاډ ورکاوو ، ناڅاپه یې  ځز ځز اواز تر غوږ شو او بیا په سینه باندې ولګېد .

زړور خان سوې کوکه وکړه ، او ځای په ځای نسکور شو ، څه شیبه بې حاله زبون وهلی پروت وو ، او وروسته یې دمخابرې په عمومي نمبر کې خپلو عسکرو ته  یوازې دومره کومنده صادره کړه ، چې  عقب نشیني وکړئ ، عملیات لغوه شول ، ځکه چې دعملیاتو په لومړي پړاو کې کومندان ولګېد ، او نور دعملیاتو دبریالیتوب تمه نشته ، عسکر و چې دکومندان زړور  وارخطا کومنده دمخابرې په عمومي نمبر کې واورېده ، په سخته وراخطايي او بیړه ، دخپلو موټرو او له هغه ځایه دولسوالۍ دمرکز  په خوا ستانه شول ، دعسکرو داستنیدنه دومره بیړنۍ وه ، چې دهیچا هم خپل ټپي شوي کومندان ته فکر نه شو ، چې په دې تیاره کې چیرې پروت دی ، او څنګه زخمي شوی دی .

کله چې عسکر دولسوالۍ مرکز ته ورسیدل ، په دې وخت کې دمخابرې په عمومي نمبر کې دکومندان زړور  ستومانه غږ هم واوریدل شو ،  چې په ژړندوکي غږ یې ویل   هلئ  ، ، څه شوئ ، ، ،  زرځان راورسوئ ،  ، ، ډیر سخت لګیدلی یم ، ، ، ، تراوسه په توده وینه کې یم ،، چې لږ لږ مې په زړه کې سېک  شته ، ،  ، خو که ژر مرستې ته راونه رسیږئ  نو بیا مې دژوند تمه مه کوئ  .

دپولیسو ځايي کومندان چې داغږ واورېد  په بیړه یې دخپلې لاسي ( آی کوم )  مخابرې توکمه ونیوله  او غږ یې پرې وکړ ، ، ، کومندان صاحب  شکر چې غږ دې اورم  داراته ووایه چې په کوم ځای لګیدلی یې او دزخم نوعیت دې څه دی  ؟

کومندان زړور په داسې حال کې چې غږ یې لړزېده ځواب ورکړ ، په سینه باندې مخامخ لګیدلی یم ، زړورخان داسې څوک نه دی چې له شا دې مرمۍ وخوري ، ، ، مخامخ مې مرمۍ ته سینه ورکړې ، ، دمرمۍ ځزځزی مې په خپلو غوږ واورید چې مخامخ راغله او په سینه کې مې خښه شوه ، مرمۍ راته ډیره غټه وبرېښیده فکر کوم د زیړکۍ مرمۍ وه ، خو داسې ښکاري چې په سینه کې مې بنده ده او شاخوا ته نه ده وتلې ځکه چې ولګیدلم همداسې ځای په ځای ستوني ستغ وغورځیدلم  اوس مې سینه داسې نیولې غوندې ده ، تراوسه په توده وینه کې یم ، خو هره شیبه مې زړه کمزوري کوي .

د ولسوالۍ دپولیسو ځایي مشر چې داخبرې واورېدې  دکومندان زړور خبرې  یې پرې کړې  دمخابرې چینل یې بدل کړ او دولایت له مرکز سره په تماس کې شو، دغزني ولایت  په مخابره چي باندې یې غږ وکړ

ـــ   اوربل خبرې کوم اوربل ، له اجرستان ولسوالۍ نه ، کومندان صاحب زړورخان  دعملیاتو په  مهال سخت ټپي شوی دی ، او  دطالبانو په منطقه کې پاته دی ، تراوسه پورې ژوندی دی ، خو که ژر یې مرستې ته ورونه رسیږو ، نو یا به دوینو دضیاع له امله ومري اویا به هم په ټپي حالت کې دطالبانو لاسته ولویږي .

ـــ   په خبره دې پوه شوم ، موږ به سمدستي لاس په کار شو ترڅو کومندان صاحب زړورخان ته نجات ورکړو .

ـــ زما مطلب داوو چې موږ دکومندان صاحب دنجات لپاره هیڅ نه شو کولای ، ځکه که دطالبانو له سیمې یې راوباسو نو دلته بیا له اجرستان څخه غزني ته  دعلاج لپاره یې نه شو انتقالولی ، ځکه زموږ په مخ ځمکنۍ لارې تړلي دي ، نو  ښه داده چې کومندان صاحب ته دڅرخکو په واسطه نجات ورکړل شي ، ترڅو هرڅومره ژر چې ممکنه وي  له سیمې نقل او روغتون ته ورسول شي .

دغزني دمرکز مخابره چي ددې خبرې له اوریدو وروسته سمدستي مشکل له والي سره شریک کړ ، او والي په ګردیز کې تندر قول اردو ته  ټیلفون وکړ ، چې که دڅرخکو مرسته ورسره وکړي ، دتندر قول اردو قومندان وویل چې موږ دوه زړې روسۍ څرخکې په واک کې لرو ، چې یوې دا څو ورځې کیږي چې فلنجر وهلی او په ورکشاف کې ولاړه ده ، او دبلې پیلوټ  کورته په رخصتۍ تللی .

له دې وروسته والي دامریکایي ځواکونو اډې ته ټیلفون وکړ ، امریکایانو په پیل کې ټیلفون نه جګاوو خو وروسته یوه خوبولي امریکایي ګوشۍ پورته کړه

ـــ بیا څه ټکه راشکېدلې ، چې په نیم شپه زنګونه وهې

ـــ  والله  ، سر ،  یو څه ډیره عاجله  ستونزه وه چې زموږ تروس تېره وه

ـــ  څه ستونزه ؟

ـــ زموږ  دپولیسو عمومي قومندان په اجرستان ولسوالۍ کې په عملیاتو کې ټپي شوی دی ، او اوس په ټپي حالت کې دطالبانو په سیمه کې پاته دی ، که چیرې ترسهاره  ورته رسیدګي ونه شي او نجات ورنه کړل شي ، نو له یوه باتور او تجربه کار صاحب منصب نه به  بې برخې شو

ــ  ښه ماویل که څه مهمه ستونزه ده ، اجازه راکړئ  ووایم  ، چې  دنړیوالو سوله  ساتنې دقواوو مکلفیت دانه دی ، چې په داسې مواردو کې ځان او خپل سرتیري په مخاطره کې واچوي ، نو ځکه معذرت غواړو

امریکایي مؤظف همدا وویل اوپه  درز سره یې ګوشۍ کیښوده ، والي  سوړ اسویلی وکیښ ، خپل مخابره چي ته یې مخ واړاوه  : دې تورې خو هم  خوردن ونه کړ ، پریږدم یې نه چې دکومندان صاحب دنجات لپاره مې څه درک نه وي لګولی ، ځکه که کومندان زړور په دې ولایت کې نه وي نو بیا موږ هم مه بویه  ، والي زر زر   دخپلې کورتۍ په جیبونو راسم شو ، یو زړه کتابچه یې راوایسته ، څو پاڼې یې په بیړه بیړه واړولې او بیا یې یو نمبر ترې انتخاب کړ ، نمبر یې په خپل مبایل کې وواهه ، چې له هغې خوا غږ راغی .

ــ والي صاحب محترم  خدای مو راوله  ، خدای مو راوله

ــ خیر یوسې جلالت مآب  رئیس دولت  صاحب ښه خوبه یاست

ــ شکر دی ، مګر څنګه دې دومره ناوخته زنګ  را وواهه ، خیر خوبه وي

ــ هو خیرت دی ، یو عاجل ضرورت وو کله مې چې له هرې خوا تمه پرې شو ، نو مې تاسو ته زنګ وواهه ، کیسه داسې ده چې زموږ  دغزنی ولایت دامینې قومندان  زړورخان  دغزني کلابندې ولسوالۍ اجرستان ته دعملیاتو لپاره تللی ، هلته دعملیاتو په مهال ټپی شوی او دطالبانو په سیمه کې پاته دی ، ملګري یې وایي چې نوموړی دمخابرې په واسطه له موږ سره په جریان کې دی چې تراوسه ژوندی دی  خو که ترسهاره  دڅرخکو په واسطه له سیمې راونه ایستل شي ممکن ژوند له لاسه ورکړي .

ــ  ښاآ  دا خو په رښتیاګو چې مهم ضرورت دی ، زړورخان خو په رښتیا زړور خان دی ، مالیدلی دی او څو میډالونه مې په سینه ورټومبلي دي ، بس ته بیغمه اوسه ، زه همدا اوس له وزیر صاحب ددفاع سره خبره کوم ، ډیر زر به څرخکې ورورسیږي او کومندان صاحب  ته به نجات ورکړي .

کومندان زړور  دسپیره دښتې په منځ کې  په توره تیاره کې ستوني ستغ پروت وو ، داسمان ستورو ته یې رڼې رڼې اړولې ، هره شیبه یې داسې احساسوله ، چې نور به نو مړ کیږي ، داچې په اړخ نه وو اوښتی وجود یې  وچ او کرخت شوی وو ، په دې وخت کې دڅرخکو غږ شو ، په دښته کې څو څرخکې کیناستې ، عسکر ترینه پیاده شول او لور په لور یې روشندازونه  واچول ، په دې وخت کې ده یو ځل بیا څو ستړې چیغې وکړې ، زه دلته یم  زه دلته یم ،  دژغورنې کارکوونکو د روشندازونو په رڼا کې ولید ، ټول همدې ځای ته راټول شول ، څو عسکرو یو تسکره  راوړه ، دکومندان زړور له خوا سره یې ویړه کړه ، کومندان یې همداسې ستوني ستغ راواخیست په تسکره کې یې کیښود ، وروسته یې په بیړه څرخکې ته ورساوو او دکابل په خوایي والوزاوو .

دکابل په داود خان پوځي روغتون کې دعاجل وارډ  ډاکټران په خوبولو سترګو انتظار وو، دوی  په نیمه شپه دخوب له خونو راولاړ شوي وو ، ترڅودکومندان زړور په نامه  ددولت دیوه مهم پوځي چارواکي عاجله طبي مرسته وکړي ، په دې وخت کې څرخکې راورسیدې او دروغتون په  انګړ کې کیناستې ، د ژغورنې کارکوونکو زر زر دکومندان زړور تسکره ترې راکوزه کړه ، نوموړی یې  په پوره احتیاط دزخمیانو په  ګاډۍ کې کیښود ، او ایمرجنسي وارډ ته یې په مخه کړ ، د سپینوکورتیو ډاکټرانو او جراحانو هم  ترشاه ورپسې منډې وهلې ، ایمرجنسي وارډ ته په رسولو سره دستي  ډاکټرا ن ورته راوړاندې شول ، لومړی یې ترې وپوښتل .

ــ  کومندان صاحب که ژر راته ووایاست کوم ځای مو زخمي دی او په څه شي لګیدلی یاست ؟

ـــ په سینه کې لګیدلی یم ، په غزني کې مې دطالبانو په پوستو هجوم وروړ  زه چون دعملیاتو قومندان وو ، نو دملګرو په مخ کې روان وم ، چې ناڅاپه مې دپیکا مرمۍ په سینه کې ونښته ، دمرمۍ  ځزځزی مې په خپلو غوږو واورېد ، دغه راز مې  په سینه باندې ضربه هم حس کړه ، خو نور په ځان پوه نه شوم او نسکور شوم .

ـــ دپیکا مرمۍ ؟ په سینه کې ؟ هله زرکوئ چې دکومندان صاحب ټپ ډیر خطرناک دی ، ډاکټران زر زر دکومندان  زړور په سینه باندې بوخت شول ، دهغه له سینې یې چانټه خلاصه کړه، خو چې ګوري  د دریشۍ په استر یې یو تور غټ  ګونګټ نښتی دی ، کله چې دډاکټر لاس ورسره ولګېده ګونګټ وزرونه  ورپول ، او په ځز ځز سره په هوا شو او  دایمرجنسي وارډ په فضا کې یې الوتنه وکړه .

کومندان پورته غورځار شو ، داڅه شی دي چې کټ مټ یې دهغې مرمۍ په شان غږ دی ، چې زه ورباندې په اجرستان کې ولګېدم .

دا مهال چې ډاکټرانو دزړورخان سینه بربنډه کړې وواو دزخم اثار یې نه وو لیدلي کله یې چې دزړورخان خبره واوریدې بي اختیاره یې په کړس کړس وخندل ، او کومندان ته یې په تمسخر وویل یاره  کومندان صاحب  موږ خودې یوازې نوم اوریدلی وو ، مګر اوس په شو چې په رښتیا زړورخان یې  ، ، ، ههههه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x