fbpx

ولې نړیوال د ایتلافي حکومت (ملی وحدت حکومت) له کړنو خوښ دي؟!

شیراز المهاجر

کابل د جمعې په ورځ د ریکا او شنبه د سام د ناستو کوربه و، د دواړو ناستو په جزیاتو خبری نه کوو اما له پایلو یی دا اوازه له رسنیو ډیره رامنعکس شوه چی نړیوال د ایتلافی حکومت له تیرو لسو میاشتو کړنو خوښ دی او ددی په اساس به ورسره مرستی کوی!!خو ددی خاوری د یوه وګړی په حیث یی د نمونی په توګه تیری کړنی ستاسو درانه حضور ته ږدم:

۱.د تاریخ تر ټولو ځڼډنی انتخاباتی پایلی او په نتیجه کی یی د یو ایتلاف لامحصول نظام رامنځته کول او د افغانستان د اساسی قوانینو د مختلفو مادو ماتول.

۲.له اولس سره په ټولو کړیو ژمنو انکار او د هغوی په بی شرمانه ډول ماتول.

۳.د هیواد د معاصر تاریخ تر ټولو سفاکو مجرمینو ته معاونیتونه او وزارتونه ورکول پداسی حال کی چی ملت یی د محاکمی تږی دی.

۴.په هیواد کی د روان وضیعت له امله جګړی او د هغو په پایله کی هره ورځ د سلګونو انسانانو وژنه.

۵.بیکاری او د هغی نه راولاړ شوی خرابه اجتماعی وضعه لکه غلاوی،اخلاقی فساد،جنایی جرمونه،اختلاس،قاچاق، بی نظمی او په نشه یی توکو د روږدو کسانو زیاتیدل.

۶.د افغانستان ویروونکی وضیعت له امله له هیواده د فکری او با استعداده ځوانانو په لوړه کچه فرار او یا تیښته

۷. پدی کنفرانس کی د ښځو د حقوقو ډیری چغی ووهل شوی اما ددی حکومت په لومړیو کی د ارګ په څو متره واټن فاصله کی یوه تور سری مسلمانه داعیه د یوی دسیسی په ترڅ کی تر هجوم لاندی نیول کیږی په تیګو او لغتو باران کیږی او د چارواکو تر مخ پری موټر ځغلول کیږی او تر دی حده دا بربریت رسیږی چی بالاخره ددوی په اصطلاح په یو دیموکراتیک او ازاد افغانستان کی یوه بیوزله تورسری خور ته اور اچول کیږی.چی د افغانستان په ټول تاریخ کی بد بخت ترینه صحنه وه.

۸.تجارت او روزمره کار او بار په ټپه ولاړ دی، چی له امله یی ملی پانګه له هیواده په وتلو ده.د افغانیو وضعه ورځ تر بلی په خرابیدو په حال کی ده.

په سلګونو نور موارد…

زه وایم افغانستان اوسمهال د ویرې یو ستر انځور دی اما سړی حیران شي چې دا نړیوال تری په کومو مواردو کی خوښ بریښی!؟

ایا دا خوښمن نړیوال به زمونږ د هیواد دا اوسنۍ وضعه د یوی ورځی دپاره پخپلو هیوادونو کی وزغمی؟؟؟

سړی حیران شی چی دا د لوړ تخنیک دا ظریف او حساسه خلک زمونږ دا لکه همالیه غرونه غرونه غمونه ،دردونه او نا خوالی ولی نه وینی، دا خونخواره نړی ولی په زرګونه انسانان په وینو رغړوی… ولی پدی ستر اسلامی امت او زمونږ په ملیت نه رحمیږی….البته خوښه بریښی او د نیو ورلډ ارډر یا د نړیوال کیدو د پروژو یوه برخه به وی!! او که دا خبره وی نو ددی شومو دسیسو د پلی کیدو دپاره باید هیڅ نوعه ارزښتونه ته پاملرنه ونکړی.

که هغه دینی ارزښتونه وی او که ملی……تر دی چی دینونه هم باید ددی اهدافو او شومو دسیسو په وړاندی خنډ نشی او تر وسی باید له منځه ولاړ شی. که دا خبره زمونږ وهم وی نو خیر دی تاسی سم شئ، د سمون په چارو کی مو ملګری شی او بد ته مو بد ووایاست او ښو ته مو ښه؟!!او که نه د صلیبی جګړو په درشل کی یاست، نو سمه ده جګړه کی هر څه روا دی!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د