ټولنیزه برخه

د بهلول او هارون الرشيد کيسه

حامد افغان

د عباسي خلیفه هارون الرشید په زمانه کې یو لیونی و بهلول نومیدی، یوه ورځ هارون په یوه هدیره تیریدی، بهلول یې ولید چې په یوه قبر باندې خرامان ناست دی، هارون یې خوا ته ودریدی او په غوسه یې ورته وویل:

بهلوله لیونیه! ستا سر ته به کله عقل راځي؟!

بهلول له قبر نه ټوپ کړ او خواته ولاړه یوې وني ته وخوت، د وني له سره یې پر هارون کړیکه کړه:

هارونه لیونیه! ستا سر ته به کله عقل راځي؟!

هارون پر اس سپور و دوني بیخ ته ورنږدې شو او ورته ویې ویل: زه لیونی یم او که ته چې په هدیره کې په قبر د پاسه ناست یې؟

بهلول ورته وویل: زه لیونی نه یم عاقل یم.

هارون وویل: څنګه؟

بهلول وویل: زه پوهیږم چې هغه (د هارون ماڼۍ ته یې نغوته وکړه) ختمیدونکې ده او دا (قبر ته یې اشاره وکړه) پاته دی، نو دا پاته کیدونکی شی مې له ختمیدونکي شې مخکي ځان ته تیار کړی دی، او تا ختمیدونکی شی (ماڼۍ) مخکي تیاره کړې ده او دا (قبر) دې خراب پرې ایښی ده، په داسې حال کې چې ته ښه پوهیږې چې هغه وداني به یو وخت پرېږدې او دې قبر ته به راځې او زیاته یې کړه: راته ووایه زه لیونی یم که ته؟

د بهلول په خبرو د هارون بدن پړک واخیست، اوښکي یې رواني شوې آن چې ژیره یې په اوښکو لنده شوه. او بهلول ته یې وویل: په خدای سوګند ته رښتینی یې.

بیا یې بهلول ته وویل: یو څه نور نصیحت راته وکړه؟

هغه ورته وویل: د خدای کتاب (قرانکریم) ټینګ ونیسه هغه کافي ده،

هارون ورته وویل: څه اړتیا لرې چې زه یې درپوره کړم؟

بهلول: هوکي! دریو شیانو ته اړتیا لرم که دې راپوره کړل منندوی به دې یم،

هارون: وغواړه هغه څه شی دي؟

بهلول: زما عمر یو څه رازیات کړه،

هارون: دا زما په وس کې نشته،

بهلول: د مرګ له پرښتي مې وژغوره،

هارون: دا مې هم په وس کې نشته،

بهلول: له جهنم نه مې لرې او جنت ته مې نږدې کړه،

هارون: دا هم زما د وس خبره نه ده.

بهلول: نو خپله لار وهه تاته اړتیا نه لرم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x