افغانستان

هلمند: د بهرنیانو بمبارۍ ۱۷ افغان عسکر ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ناټو ځواکونو په بمباري کې ۱۷ افغان عسکر وژل شوي دي.

د هملند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وايي چې پېښه تېره شپه د هلمند په رېګ سیمه کې رامنځته شوه، چې ۱۷ عسکر يې ځای پر ځای ووژل او ګڼ نور ټپیان شول.

د هلمند د والي ویاند هم پېښه مني او وايي چې وژل شوي عسکر د نشه يي توکو پر ضد عملیاتو ته راوتي و، چې بهرنیانو پرې بمباري وکړه.

پژواک خبري اژانس د ګرمسېر د يوې امنیتي سرچينې له خولې بیا د وژل شویو عسکرو شمېر ۳۱ ښوودلی او ويلي يې دي چې څلورو نور بهرنيانو له ځان سره ژوندي وړي دي.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مطبوعاتي دفتر د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو له کورنیو چارو وزارت يې د معلوماتو د اخیستیو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو هم د بريد پخلی کړی دی او د وژل شویو عسکرو شمېر يې ۱۷ښوودلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معینیت ویاند سید مهدی وايي چې بريد تېره شپه په ګرمسېر ولسوالۍ کې شوی دی.

که څه هم د بهرنیانو پوځي ماموریت د ګډ حکومت له پیل سره یو ځای پای ته رسېدلی دی، خو لا يې هم شپني عملیات، بمباري او په جګړو کې مستقیم ګډون دوام لري.

تر دې وړاندې هم په لوګر ولایت کې د بهرنیانو په هوايي بريد کې د ملي اردو ګڼو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، چې ارګ يې پر «افسوس» بسنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبيدالله طوطاخیل

الحمدلله د پیغمبر ( ص )وینا رشتیا چی ویلی یی وو ( من اعان ضالما سلطه الله علیه )اوداوس به یی دوی ته پته ولگیگی چی?. نبی علیه سلام. ?رشتیا ویلی وواوکنه
دنورو انتظار یی هم اباسی

الحاج استاذ بیانزی

دا وژنه څو علتونه لری : لمړی : اشغلګر د خپل هغه امنیتی تړون خوند او مزه ګوری چه له امله یی اشغالګرو ته قضایی مصونیت ورکړو . اشغلګر په دی وژنو د خپلو قضایی مصونیت جا ج اخلی ، معلوموی څوک شته چه له دوی پوښتنه وکړی ؟ دوهم : نشه توکی خودرویه وده نه کوی او نه نشه توکی خودرویه جوړیږی ، د همدی اشغالګرو به واسطه ورته وده ورکړی شوه له صفر څخه ۹۵ په سلو کی زیات شو ، لکه د چیناییانو به شان زمونږ ځوانان پری روږد وساتی ، چه له ځینو د نورو افغانانو… نور لوستل »

usman khan

اوس یې خوند وکړی .

عبید

سلامونه : افسوس افسوس افسوس : ولی ؟ چا؟ او پرڅه ؟ ووژل سول . او دچا په مقابله کی یی کی جنګیدل او دچا دحمایت ساتنی لپاره . تر زړونو مو وینی څاڅی داهم افغانان هم دمسلمانانو زامن او هم یی مسلمانی مندې او هم یی مسلمانی کور والاوی . خو دصلیب دحفاظت دصلیبیانو په روپو او دصلیبیانو دموخو دلاس ته راوړلولپاره قربانی سول او نه به هم ددوی په مرګ یو صلیبی محاکمه سی . خو عبرت دی دغه اوس چی دصلیب په لیکو کی ولاړ دی دغه واخلی هیڅ کافر به دمسلمان دوست نسی او نه هم… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x