نظــر

امریکا دباګرام زندان په اړه دشوي تړون عملي کولو ته اماده نه ښکاري

bagram-air-base-prison

 

په تیر مارچ کې امریکایي چارواکو اعلان وکړ ، چې دبګرام دبحث برانګیز  زندان په  اړه له افغان چارواکو سره یوې نتیجې ته رسیدلي دي او په دې اړه یې ترخپل منځ یو تړون لاسلیک کړی دی .

د دې تړون په اړه دواړو اړخونو ویل چې دبګرام زندان نوم به نور په ( پروان زندان ) اوړي ، او د ۲۰۱۲ میلادي کال دسبتمبر  تر نهمې به ددې زندان  بشپړ واک  افغان حکومت ته سپارل کیږي .

هغه مهال دکابل چارواکو داخپله مهمه لاسته راوړنه بلله ، مګر په عمل کې ولیدل شول چې امریکایان دنورو یو شمیر تړونونو غوندې  دکرزي له حکومت سره دې تړون ته هم ژمن نه دی .

همدا نن دسبتمبر اوومه نیټه ده  او سبا نه بله ورځ  هغه ورځ ده چې باید ددې زندان  دچارو دانتقال پروسه ترهغه وخته بشپړه شي ، مګر تراوسه پورې ددې زندان دواک دانتقال هیڅ څرک نه ښکاري ، دغه راز له امریکایي مراجعو داسې خبرې راوتلي دي ، چې امریکایان اراده نه لري چې له تړون سره سم ددې زندان واک افغان چارواکو ته وسپاري  .

دبګرام زندان مسئله له دې امله خورا حیاتي او مهمه بلل کیږي ، چې په دې زندان کې ۳۷۰۰ تنه افغانان پرته له پوښتنې  دامریکایي سرتیرو په قبضه کې پراته دي ، چې له ټولو حقوقو څخه بې برخې دي .

هغه بندیان چې له دې زندان څخه راخوشي شوی دي دزندانیانو وضعیت خورا بوږنوونکی بولي ، ځکه بندیانو ته له خپلو خپلوانو سره دمخامخ ملاقات فرصت نه ورکول کیږي ، او یوازې دانټرنیټ له لارې  په څو میاشتو کې دیوځل ملاقات فرصت ورکوي .

دانټرنیټي ملاقات لپاره هم امریکایي سرتیرو داسې شرائط وضع کړي دي ، چې دزیاتره بندیانو کورنۍ نه غواړي له خپلو قریبانو سره ملاقات وکړي ، ځکه ملاقات کوونکي څو ځله له پلټنو ، تلاشیو ، پوښتنو ګرویږونو او تحقیقاتو تیریږي ، او وروسته دانټرنیټي ملاقات موقع ورکول کیږي .

له بلې خوا ددې زندان په اړه راپورونه وایي چې دامریکایانو لخوا دپخوا په پرتله  لس چنده زیات پراخ شوی دی او نوي کمپونه په کې جوړ شوي دي ، پخوا به په دې زندان کې یوازې د ۷۰۰  په شاوخوا کې بندیان ساتل کیدل او نور به یې  دکابل حکومت ته سپارل مګر اوس دا شمیر ه نږدې څلورو زرو ته رسیږي ، او حتی له پل چرخي محبس څخه هم ځیني بندیان وروړل شوي دي .

دکرزي حکومت له امریکا سره دستراتيژیک تړون یوه لاسته راوړنه دابلله ، چې نور به په افغانستان کې امریکایي زندانونه تړل کیږي ، حامد کرزی په دې خبره دومره باوري وو چې دزنګاوات  له متاثرو خلکو سره په کتنه کې یې وویل چې  (دبګرام کار مو وکړ ) مطلب داچې اختیار یې اوس زموږ دی ، مګر عملا داسې ښکاري چې داټول څه دامریکایانو لخوا یوه غولوونه  وه ، او عملا امریکایانو ته دکرزي  سره شوي تړونونه هسې دکاغذ دمخ کرښې بریښي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x