ادبي لیکني

متفکر؟؟؟؟

لیکوال: نصیب ځدراڼ

د ماخوستن له لمانځه وروسته یونس آغا کور ته راغی،سلام له اچولو وروسته یې له مور سره نژدې کښېناست د کوټې له یوه کونج څخه د سپین ږیري پلار د ټوخي غږ هم تر غوږو پوري رارسېدو ، یونس آغا له مور سره په خبرو بوخت وو چې پلار یې ورته راغږ کړ

نو یونسه بچیه !.:

– اورم پلار جانه
– لږ دې خوا راشه

یونس سمدستي ور روان شو او دخپل پلار چې په دناروغۍ له امله له ډېره به ډېر وخت پروت وو پښو ته کښېناست او دپلار دغږ په انتظار وو ، پلار یې چې ناروغۍ او دورور غمونو دکلي له مناسبتونو څخه راګرځولی وو زوی ته یې وویل دمحمد ګل دوی کره ورغلې ؟ ورور یې له بنده را خلاص شوی وو .

دمحمد ګل ورور درې نیم کاله په بند کې تېر کړي وو

یونس آغا : هو پلار جانه ورغلی وم.ټول ډېر خوښ شول.

دیونس آغا یو اکا هم دباګرام په زندان کې دبند شپې سبا کولې او دیونس په پلار چې ورور یې کیږي ډېري سختي شپې تيري کړې وې او لا یې هم له زړه نه ووتلي یونس آغا پلار ته داهم وویل چې دمحمد ګل ورور دکاکا امین آغا حال هم راکړ ویل یې چې کاکا په ټولو سلامونه ویل او له باګرام څخه یې څرخي پله ته انتقال کړی دی خو دخپلي دوسیې او دخلاصون په اړه یې څه نه وو ویلي .

پلار یې پوښتنه ترې وکړه چې دمحمد ګل ورور څنګه راخلاص شو ؟

کله چې را رخصتېدلم نو مشر ورور شاه ګل یې راته وویل چې یو پټی مو ورته خرڅ کړ او څلور لکه افغانۍ مو قاضیانو ته ورکړې هغه وو چې دوسیه یې سپکه کړه اونن یې راخلاص کړ .

پلار يې غږ ونکړ او دمریضي او ستوماني سره سره بیا فکرونو یووړ شپه وروورو زیاتېدله دباندي دسپيو غپا وه او په هوا بې پيلوټه غږ هم ترغوږ کېده .

یونس خبره اوږده کړه او زیاته یې کړه چې پلار جانه دنوي حکومت خبري رواني دي کیدای شي مفکر ولسمشر شي ، خلګ خو ډېر خوښ دي او کیدای شي یو ښه بدلون راشي ، په سیاست کې هم پوه دی او خلګ وایي چې اقتصاد کې هم بد نه دی ،څو ځایه یې کمپاین کې ماخبري واورېدې ویل یې جنګ نور خلاصوم نو خارجیان به بیرته خپلو وطنو ته ولیږي.
خدیا مهربان دی زموږ کاکا به هم راخلاص شي پيسې او ځمکه خو موږ نلرو چې ورته خرڅه یې کړو، زما دلاس خواري ده چې دکور ګذاره او ستا علاج پرې روان دی .

آمین آغا له واده درې میاشتي وروسته امریکایانو نیولی وو او پنځه کاله یې پوره شوي وو
پلار یې یونس ته وویل چې هو بچیه خدای دي یې را خلاص کړي زما ناروغي به هم ښه شي او په کور کې یې پېغله ښځه راته ناسته ده .

یونس : دا چې اوس څرخي پله ته رارسېدلی دی نو دنوي ولسمشر په راتګ سره به راخوشي شي که خدای کول په څرخي پله کې دومره وخت نه په تيروي.

(((((((شپږ میاشتې ورسته))))

دیونس آغا دوی په کور کې دیونس دماما او پلار ترمنځ بیا دغه بحث شروع وو داځل یې ماماهم راغلی وو او یوه هم له متفکر څخه چندان خوږه خاطره نه درلوده ، څومره چې دوی ورته هیله من وو هغومره دی بالعکس وخوت .

داځل یې ماما له واره په نوي ولسمشر کې وخوت او ویې ویل ، اشرف غني خو تړون هم لاسلیک کړ او امریکایانو ته یې دچاپو اجازه هم ورکړه اوس دادی له تذکیرو څخه داسلام او افغان کلیمي هم ایسته کوي.

دوی سره په خبرو و چې یونس کوټې ته راغی او سلام یې واچاوو

پلار یې دسلام ترځوب سمدستي وروسته پوښتنه ترې وکړه څنګه شوزویه څه معلومات دي وکړل ؟

یونس غلی شو سره راټول شو اوله ژړا په ډکه لهجه یې ځواب وکړ پلارجانه دکاکا په ګډون پنځه سوه بندیان یې بیرته له څرخي پله باګرام ته وړي دي ، او دبرخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نشته .

پلار یې : داڅه وایې زویه دا څنګه مفکر دی ولي دمظلومانو آزار اخلي ؟

پلار یې وړاندي هم غریبي ، مرض ، او غمونو ځپلی وو لا په تکلیف شو سهار یې دکور مخ ته ګڼه ګوڼه وه ورسره دکلي په جومات کې اعلان وشو چې دیونس آغا پلار وفات شوی دی لسو بجو ته یې جنازه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x