نادري ناولده

۱۲ کلنې ماشومې البرټ انیسټاین ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۴ل): یوې ۱۲ کلنې ماشومې د ذهانت په ازموینې کې البرټ انیسټاین او سټیفن هاکنګ په څیر پیاوړو ساینسپوهانو ته ماتې ورکړه.

دغه ماشومه چې لډیا سیباسټین (Lydia Sebastian) نومیږي د ذهانت ازموینې په ۱۵۰ پوښتنو کې ۱۶۲ نمرې ګټلو سره د ساینس د نړۍ ځلاندو سترو البرټ انیسټاین او سټیفن هاکنګ ته ماتې ورکړه.

هیره دې نه وي چې د ذهانت دغې ازموینې کې د نړۍ پیژندل شوی ستوری البرټ انیسټاین ۱۶۰ نمرې ګټلې وې.

لډیا سیباسټین په انګلستان کې د کولچیسټر کاونټي های سکول فار ګرلز نومې عالي لیسې اتمې ټولګۍ څخه خپلې زده کړې پیل کړې او له اندازې زیاته مطالعه کوي.

د لډیا د ښوونکو په وینا دغه ماشومه د ناولونو له مطالعې سره ځانګړې مینه لري. لډیا د هري پوټر (Harry Potter) نومې ناول هر کتاب درې ځلي لوستلي. د هري پوټر ناول د نړۍ له مشهورو ناولونو څخه دی او ۷ ټوکه لري.

لډیا سیباسټین په اصل کې له هندوستان څخه دی. د لډیا سیباسټین مور او پلار د هندوستان د کراله نومې سیمې څخه دي.

لډیا له ناولونو سربیره له ریاضي او فزیک سره هم ځانګړی مینه لري او یوازې د څو کلونو په عمر يي د کتابونو مطالعه پیل کړې وه.

لډیا سیباسټین رسنیو ته وویل:« دغه ازموینه د هغه څه په پرتله چې ما ګومان کړې وه ډیره زیاته اسانه وه.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x