افغانستان

د حقاني نیټورک په نوم ډله امریکا په تور لیست کي شامله کړه

jalaluddin haqqani 1نن ټکی آسیا: د امریکا وزیري خارجه هیلاري کلنټون ویلي چي امریکا د حقاني نیټورک په نامه ډله د امریکا د تروریستي ډلي په تور لست کي داخله کړه.

کلنټون وویل چي دې د امریکا کانګریس ته وویل چي امریکا به د حقاني نیټورک د یو بهرنی تروریست تنظیم په ډول وپيژني، چي له کبله به یې ددې تنظیم پر غړو باندي بندیزونه ولګیږي او هم به یې په بینکونو کې اکاونټونه او نور املاک ضبط سی.

کلنټون چي اوس په روسیا کې په یو کانفرانس کې د شرکت لپاره تللې، ویلي چي امریکا به خپلي ټولي دبلوماسي، عسکري او استخباراتي چاري په کار اچوي، تر څو ددغه ګروپ د تروریستي اعمالو مخه ونیسي.

د حقاني نیټورک چي پخواني مجاهد جلال الدین حقاني او دهغه زامنو ته منسوبیږي، په افغانستان کې ستر بریدونه تر سره کړي، چي په هغو کې د امریکا سفارت باندي برید او هم پر نورو عسکري او حکومتي اهدافو بریدونه شامل دی.

امریکا د پاکستان استخباراتي شبکه آی ایس آی د حقاني نیټورک په ملاتړ تورنوي، تر څو پاکستان په افغانستان کې د انډیا د پراخ نفوذ مخه ونیسي، خو پاکستان همیشه داسي تورونه رد کړي، او غلط یې بللي دي.

د پاکستان د امنیت یو ځواکمن کس رویټرز اژانس ته ویلي چي د امریکا دا پریکړه به پر اسلام اباد غیر ضروري فشار زیات کي، او زیاته کړې، چي که امریکا د پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتنه لري، نو دا قدم یې بی ځایه پورته کړی، په دې سره امریکا پاکستان یو کونج ته ټیل وهلی، چي کیدای شي عکسي او ښې پایلي ونه لري.

باید وویل شي چي د روان کال د جون په میاشت کې د امریکا وزیر دفاع ویلي وه چي پاکستان ته ددوی صبر په تمامیدو دی، ځکه چي پاکستان د حقاني نیټورک غوندي ډلي ته په پاکستان کي خوندي ځایونه ورکړي.

د امریکا له خوا د حقاني نیټورک د ډلي په داسي توګه نومول به په امریکا کې دننه هر هغه کس تر قانوني سوال لاندي راولي چي ددغي ډلي سره په امریکا کي هر رنګه تعاون کوي، او هم به یې په امریکا کې دننه ټول املاک د حکومت له خوا ضبطیږي.

کتونکي په دې باور دي چي دا به خپله د طالبانو پر دغه ګروپ چي د حقاني نیټورک په نامه یادیږي هیڅ اثر ونه لري، ځکه چي دا یو محلي ګروپ دی، چي د طالبانو تر ادارې لاندي په یو خاص سیمه کې کار کوي، نور هیڅ اهمیت او ارزښت نه لري، او همداسي ددې ډلي مشران مخکي لا د امریکا له خوا په تور لیست کي شامل شوي دي، چي هیڅ پایله یې نه ده لرلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x