شهید او شهادت ( پنځه دیرشمه برخه )

لیکوال: م محمد نعیم

او هغه یاد صفتونه چې ابن حجر رحمه الله یې ښيي دا دي: دا کس به په هغه سیمه کې چې د طاعون ناروغي پکې لګېدلې وي، په دې نیت پاتې کېږي چې الله جل جلاله اجر او ثواب ور کړي، او که په دې ناروغۍ اخته شو، بې صبري به نه کوي، که پرې اخته شو او که پرې اخته نشو په دواړو حالتونو کې به دا الهي تقدیر ګڼي.

سندي رحمه الله وايي چې امام ترمذي رحمه الله په قبر کې د مرابط نه پوښتل داسې توجیه کړي چې مرابط په اصل کې خپل ځان د الله جل جلاله په لاره کې تړلی وي، بندیوان کړی یې وي، د الله له دښمنانو سره یې د جګړې عسکر ګرځولی وي، نو کله چې په دې حالت کې مړ شي هغه د زړه اخلاص او صداقت یې را برسېره شي، ځکه خو بیا په قبر کې له پوښتونکو څخه په امن وي. [1]

دامام ترمذي رحمه الله مطلب دا دی چې لکه څه رنګه چې مرابط خپل ځان د الله جل جلاله لپاره په سنګر کې بنديوان کړی وي، دغسې د طاعون په ناروغۍ اخته کس هم ځان د الله تقدیر ته تړلی وي، له ناروغۍ څخه نه تښتي، چې ګواکي مړ به شم، یا به ناروغ شم، پاتې دې نه وي چې د الله جل جلاله ارادې او تقدیر ته په بشپړه توګه تسلمیدونکې خلک ډېر کم پیدا کېږي، او د الله جل جلاله تقدیر ته ځان تسلیمول، او اخذ بالاسباب نه کول، لازمي نه دي، ځکه دا کار هر څوک نشي کولی، هغوی چې کوي یې، او هغوی چې نه یې کوي، په یو هم باید نیوکه ونشي؛ ځکه دا د هر چا تر نیت، الله ور کړې وړتیا او ایماني پخوالي او ټینګوالي پورې اړه لري.

له موضوع سره د تړاو په هکله د صحیح بخاري هغه یو حدیث په دې ځای کې وړ ښکاري: ( عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِى سَبْعُونَ أَلْفًا بِغَيْرِ حِسَابٍ ، هُمُ الَّذِينَ لاَ يَسْتَرْقُونَ ، وَلاَ يَتَطَيَّرُونَ ، وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ )[2]

ژباړه: له عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( له امت نه به مې اویا زره تنه پرته له حساب نه جنت ته ځي،  او دا هغه کسان دي چې نه دمونه او تعویذونه کوي او نه بدپالۍ نیسي، یوازې په خپل رب توکل کوي. او په یو بل روایت کې راځي چې نه داغونه لګوي، د صحیح مسلم په یو روایت کې راځي چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره وکړه، حضرت عکاشة بن محصن رضی الله عنه ورته پورته شو ویل اې رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا راته وکړه چې الله مې له همدې خلکو نه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: ته له همدوی څخه یې، ورپسې بل کس پورته شو، ویل اې رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته هم دعاء وکړه چې زه هم له همدې خلکو نه شم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته کړل: عکاشه وار درنه ړومبی کړ. [3]

ددې حدیث شریف په اړه د احادیثو د شراحو کرام اختلاف نظر دی، ځینې وايي چې تداوي کول، د توکل منافي نه دي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خپله تداوي کړې او هم یې نورو ته امر کړی، هم یې خپله دم کړی او هم یې نورو ته د دم اجازه او امر کړی. او له پورتني حدیث شریف نه موخه دا ده چې هغه څوک چې داسې عقیده ولري چې شفاء د الله جل جلاله له لوري ده، نه ددوا له لوري. دا به نو دا کسان وي.

خو بل لوري ته بیا نور شراح کرام وايي چې له دې حدیث شریف نه موخه همدا د حدیث شریف ظاهري معنی ده، ځکه که دا نشي نو هسې خو هر مسلمان او مومن په دې مکلف دی چې باید دا ډول عقیده اوباور ولري، که څوک دا ډول باور او عقیده ونه لري، هغه مسلمان او مومن نشي کېدی. اوبل ددې ډول خلکو یادونه بیا د څه لپاره شوه؟ ځکه که خبره د الله جل جلاله له لوري په شفاء او روغتیا باور  وي، بیا خو نو هر مسلمان دا عقیده او باور لري.

ددې ډلې له مشهورو محدثینو کرامو څخه یو هم امام ابو سلیمان الخطابي رحمه الله دی، د صحیح مسلم شارح امام نووي رحمه الله په دې اړه داسې وايي: ( وَقَدْ تَكَلَّمَ الْعُلَمَاء وَأَصْحَاب الْمَعَانِي عَلَى هَذَا ؛ فَذَهَبَ أَبُو سُلَيْمَان الْخَطَّابِيُّ وَغَيْره إِلَى أَنَّ الْمُرَاد : مَنْ تَرَكَهَا تَوَكُّلًا عَلَى اللَّه تَعَالَى وَرِضَاء بِقَضَائِهِ وَبَلَائِهِ ، قَالَ الْخَطَّابِيُّ : وَهَذِهِ مِنْ أَرْفَع دَرَجَات الْمُحَقِّقِينَ بِالْإِيمَانِ قَالَ : وَإِلَى هَذَا ذَهَبَ جَمَاعَة …وَالظَّاهِر مِنْ مَعْنَى الْحَدِيث مَا اِخْتَارَهُ الْخَطَّابِيُّ وَمَنْ وَافَقَهُ كَمَا تَقَدَّمَ ، وَحَاصِله : أَنَّ هَؤُلَاءِ كَمُلَ تَفْوِيضهمْ إِلَى اللَّه عَزَّ وَجَلَّ فَلَمْ يَتَسَبَّبُوا فِي دَفْع مَا أَوْقَعَهُ بِهِمْ . وَلَا شَكّ فِي فَضِيلَة هَذِهِ الْحَالَة وَرُجْحَان صَاحِبهَا . وَأَمَّا تَطَبُّب النَّبِيّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَفَعَلَهُ لِيُبَيِّن لَنَا الْجَوَاز . وَاَللَّه أَعْلَم )[4]

ژباړه: په دې اړه علما وو او هغوی چې مفهوم او معنی ته ترجیح ورکوي خبرې کړې دي، ابو  سلیمان الخطابي او ځینې نور په دې نظر دي چې له دې څخه مراد دا دی چې: څوک دا ( څلور کارونه ) په الله جل جلاله د توکل، او د هغه په قضاء او ابتلاء د رضا له امله پرېږدي، خطابي ویلي: دا د رېښتیني ایمان د خاوندانو تر  ټولو له لوړو درجو څخه دي، او دا د د علماوو د یوې ډلې نظر دی، نووي رحمه الله وايي: د حدیث له معنی څخه هغه څه جوتېږي چې خطابي غوره کړي او چا چې ورسره منلي، لکه مخکې چې تېر شول، مطلب یې دا دی چې: الله جل جلاله ته د چارو په سپارلو  کې ددې خلکو باور کامل شوی، نو د هغه څه ددفع کولو لپاره په اسبابو لاس نه پورې کوي چې الله جل جلاله پرې راوستلي، او ددې ډول حالت په غوره والي او ددې حالت د خاوند په دروندوالي، ارزښت او عقلي پوخوالي کې هېڅ شک نشته، او کوم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوا استعمالولو خبره ده، نو هغه صلی الله علیه وسلم دا کار ددې لپاره کړی تر څو مونږ ته یې روا والی وښيي. والله اعلم.

د خبرې له دومره اوږدوالي نه موخه دا وه چې د ستونزو په وړاندې له زغم نه کار اخیستل، ډېر اجر او ثواب لري، که یو څوک ستونزو او کړاوونو ته ځان ټینګ کړي، بې صبري ونه کړي، الله جل جلاله به ډېر لوی اجر ور کړي، لکه څه رنګه یې چې د طاعون په ناروغۍ اخته ناروغ ته ور کوي، له همدې کبله امام ترمذي رحمه الله د طاعون ناروغ او سنګري مجاهد تر منځ ګډ ټکی دا په ګوته کړی چې دواړه ستونزو او کړاوونو ته اوږه ور کوي، دواړه د الله جل جلاله تقدیر ته ځانونه سپاري.

او دا ټکی د صحیح بخاري په هغه روایت کې ډېر جوت دی، چې اویا زره کسان به پرته له حسابه جنت ته ځي، او په نوموړي حدیث شریلف کې په هغوی د دومره لویې پېرزینې یوازینی لامل هم همدا ښودل شوی چې دوی ناروغۍ زغمي، په کړاوونو او ستونزو صبر کوي، د الله په تقدیر ټینګ او بشپړ باور لري، وسیلو او اسبابو ته نه مخه کوي.

دا مفهوم په قرآن کریم کې هغه آیتونه نور هم پیاوړی کوي چې وايي الله جل جلاله صابرانو ته بې حسابه اجرونه ور کوي، الله تعالی له صابرانو سره دی.
کېدای شي له ځینو سره پوښتنه پیدا شي چې که د جګړې له شهید پرته نور شهیدان ( د آخرت شهیدان ) هم په قبر کې نه پوښتل کېږي، نو بیا د جګړې د شهید ځانګړتیا په څه کې شوه؟

دوه ټکي کولی شي دا ډول پوښتنې او اندېښنې ځواب کړي،  لومړی دا چې په قبر کې نه پوښتل پرته له شکه چې یوه لویه ځانګړنه او لوړه الهي پېرزوینه ده، او دا د جګړې د شهید او د مرابط ( سنګري مجاهد ) لپاره په ځانګړي ډول په احادیثو کې ثابته ځانګړنه ده، په صریحو ټکو کې راغلي چې شهید او مرابط په قبر کې نه پوښتل کېږي.

په داسې حال کې چې نوموړې پېرزوینه د نورو شهیدانو ( آخرت د شهیدانو ) لپاره په ځانګړي ډول او په صریحو ټکو نه ده ثابته، البته علمای کرام د احادیثو الفاظو ته په کتو سره داسې انګیري چې نور شهیدان هم کېدای شي له دې الهي پېرزوینې څخه برخمن شي؛ ځکه یو خو داسې نه دي راغلي چې دا ځانګړنه یوازې د جګړې د شهید او مرابط مجاهد لپاره ده، او د نورو لپاره نشته. او بل دا چې د الله جل جلاله مهرباني او رحمت خورا پراخه دی، لیرې نه ده چې د جګړې له شهیدانو او له مرابطو مجاهدینو پرته نورو ته دې هم ورسي. خو بیا هم کېدای شي د نورو لپاره هم وي او کېدای شي نه وي، ځکه په دې اړه صریح نص نشته، په لنډ ډول د جګړې د شهید او مرابط په اړه خبره له شکه وتلې ده، کوم څه چې د نورو لپاره نشته.

دوهم ټکی دا چې له نورو شهیدانو سره د جګړې د شهیدانو او مرابطو مجاهدینو توپیر په درجو، کیفیت او کمیت کې کېدای شي، په دې معنی هغه ډول چلن چې د جګړې له شهیدانو او مرابطو مجاهدینو سره کېږي کېدای شي له نورو سره ونشي، او په دې کې شک نشته چې د جګړې د شهیدانو درجه له نورو څخه ډېره لوړه او ستره ده. لکه څه رنګه چې په دنیاوي احکامو کې د جګړې شهید له نورو سره توپیر لري، غسل نه ور کول کېږي، جامې نه ترې ایستل کېږي، د ځینو په نزد د جنازې لمونځ نه پرې کېږي، همدا رنګه به په آخروي او برزخي احکامو کې هم هرو مرو توپیر سره لري.  کوم څه چې په شرعي نصوصو ثابت دي.

م. محمد نعیم

نور بیا…

[1] شرح سنن النسائي. باب الشهید.
[2] – صحیح البخاري، باب ومن یتوکل علی الله فهو حسبه.
[3] – صحیح مسلم. باب الدلیل علی دخول طوائف المسلمین الجنة بغیر حساب و لا عذاب.
[4] –  شرح النووي على مسلم. باب الدليل على دخول طوائف من المسلمين الجنة بغير حساب.

——————–

ددې لیکنو ټولي برخي په لاندي لینک موندلای شئ:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د