نادري ناولده

په دنیا کې اووه خطرناک سرحدونه

لیکوال: سیدخان سلیمانخیل

۷-۹-۲۰۱۵

په دنیا کې داسی هیوادونه چه پخپل منځ کې اختلافات لری او خپل منځ کې جګړی هم کړی همدا وجه دی چه خپل منځې نږدوالی له منځه تللی نو راځې دهغو اووه سرحدونو باندی څرګندونې وکړو چه سرحدی اختلافات لری.

پاکستان او هندوستان هغه دوه ګونډی هیوادونه دی چه له اوږدې مودی راهیسې سرحدی کرښې په سراختلافات لری،دکرښه ۲۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لری چه ۱۹۴۷ عیسوی کال کې له انګلستان څخه دپاکستان او هندوستان هیوادونو خپلواکې واخیسته او تر منځ یې دسرحد رامنځته سو، چه ترمنځ یې دسرحد په اوږدو کې وخت ناوخته نښته رامنځته کیږی چه دری واری لوی جګړې هم رامنځته سوی دی.

په دی ورستیو کې دکرښې په اوږدو کې یو پربل ډزی کړی دی چه ډزو له امله زیات ملکیان وژل سوی دی.

د افغانستان اوباکستان ډیورنډ هم له اووه هغو خطرناكو سرحدو څخه شمیرل کیږی چه خطرناک یاد سوی دی،ددی سرحدی کرښې اوږدوالی ۲۲۰۰ کیلومترو څخه زیات اټکل سوی دی چه افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی، او هغه وخت ددنیا په سطحه خطرناک وشمیرل سو چه د روسیې فوځونو په افغانستان یرغل وکړ او ورسته کورنې جګړی زور واخیسته چه شاوخوا ۴۰ کاله پوره کیږی خو جګړه پاته ندی رسیدلی.

ډیورنډ کرښه هغه وخت په دنیا کې له ډیرو خطرناکو کرښو څخه وشمیرل سوه چه په ۱۱ دستمبر حملو پلانوونکې او دالقاعدی ډلی مشر ددی کرښې په اوږدو کې پټ پاتی سو، په دی وخت کې دټولې دنیا سترګې دکرښې خوا ته واوښتلې اوله خطره ډکه کرښه وشمیرل سوه.

دشمالی اوجنوبی کوریا سرحدی کرښه هم ددنیا له خطرناکو سرحدی کرښو څخه شمیرل کیږی چه اوږدوالی یې ۲۵۰ کیلومتره دی او له ۱۹۴۸ کال راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات پیداسوی دی او کیداسې چه د یادو هیوادونو یوه ستره نېښته رامنځته سی.

دسعودی او یمن ترمنځ سرحدی کرښه هم له خطرناکو کرښو څخه شمیرل کیږی چه دالقاعدی دغړو شتون او دشعیه حوثی یاغیانو له وجې ډیر حساس سرحد ښودل سوی دی چه ټولټال اوږدوالی یې ۱۴۰۰ کیلومتره دی.

دچین اوشمالی کوریا دا سرحدی کرښه هم له خطر څخه ډکه ښودل سوی دی، ځکه د شمالی کوریا خلک په غیرقانونی توګه چین هیواد ته داخلیږی چه کوریا هیواد یې اندښمن کړی دی، او اوږدوالی یې ۱۳۰۰ کیلومتره ښودل سوی دی.

داسرائیل او د شام هیوادونو ترمنځ ټاکل سوی سرحدی کرښه له خطرناک سرحدی کرښو شمیرل کیږی چه ۱۹۴۸ کال کې منځته راغله، داسرائیل او عربی هیوادونو داختلافاتو له وجی خطرناک بلل سوی دی، اوپه دی سرحدی کرښه دوه واری جګړه هم سوی او په دی ورستیو کې دشام دكورنۍ جګړی له امله زیات خطرناک سوی دی.

او دامریکا او میکسیکو ترمنځ پروته کرښه هم له خطره ډک سرحد ښودل سوی او په زرګونه خلک په غیرقانونی توګه اوړی او زیات شمیر خلک مخدره مواد قاچاق کوی او دامنیتی ځواکونو له زیات شمیرل خلک په ډزو ویشتل سوی دی

ټاګونه
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close