نظــر

د بي بي سي چیزیات

bbc-pashto

دبي بي سي خبریالان چې کله په کابل کې  دژورنالیستانو دروزنې په کوم  پروګرام کې دخبریالۍ داستادانو په دریځ کې  دشاګردانو تر مخ ودریږي  نو ترهرڅه ړومبی دا خبره کوي  چې ( دژورنالیزم داصولو له مخې خبر شپږ بنسټیز عناصر لري ، که چیرې له دغو شپږو عناصرو یو هم په خبر کې کمبود وي ، نوبیا ورته خبر یا راپور نه شي ویل کیدای  هغه داچې هر لوی یا کوچنی خبر او راپور باید داشپږ سوالیې ځواب کړي چې   څه ، چا ، چیرې ، څه وخت ، څنګه  او ولې )

 مګر نن مې دبي بي سي پښتو په ویب پاڼه باندې یو داسې اوږد راپور ولوست ، چې  له دې شپږو عناصرو څخه یوازې  لومړی هغه ( څه ) په کې پروت وو دنورو پنځو هغو مې چې هرڅومره تلاش په کې وکړ ، څرک یې رامعلوم نه شو .

دراپور عنوان وو ( طالب ضد پاڅونونو دکوټې شورا لړزولې ده ) نور نو نه  دراپور خبریال معلوم  وو او نه هم راوي ، دایې هم نه وو معلوم چې متن دی که ژباړه ، د راپور خلاصه دا وه  چې  ( خدایزده چا ، خدایزده څه وخت ، خدایزده په کوم

ځای کې ، خدایزده دچا په کور کې ، یو سړی چې خدایزده څوک وو ولید ، هغه سړي خدایزده په کوم بنیاد ویل چې طالب ضد پاڅونونو دکوټې شورا ( !) لړزولې ده  )

دبي بي سي پښتو په ویب پاڼې خپور شوی دا راپور که ولولئ او بیا یې لږ دهمدې ویب پاڼې دژورنالیزم  دبرخې په اصولو وتلئ ، نو درمعلوم به شي چې بي بي سي ترکومه حده خپل اصول ترګونډه لاندې کړي دي .

راپور داسې دی ، لکه کوم چا چې کوم پریشانه خوب لیدلی وي او بیا یې لږ یاد لږ هیر خلکو ته بیانوي ، دیو ناپیژانده سړي  څخه مختلف موضوعات روایت شوي دي ، سړی طالبانو ته منسوب بلل شوی خو داسې ګډ دی لکه کوم اربکی مربکی چې وي ، دراپورناقل او منقول عنه  دواړو مختلف موضوعات سره لړلي دي او دخپلې زړه غوټې یې په کې پرانستې دي ، خو په ټوله کې بیا هم راپور ګونګ  او مبهم دی ، چې شایدخپله دبي بي سي والو هم سر ورباندې نه وي خلاص شوی .

داسې ګډوډې او پرله  مروړلو خبرو ته  کابل ښاریان  ( چیزیات ) وایي ، مطلب کومه خبره نه وي چې دافادې یا استفادې وړ وي ، هسې یې شیان ( توري ) سره کتار کړي وي ، دبي بي سي په لوړ راپور باندې خو له دې امله  هم د چیزیاتو نوم ایښودل کیدای شي ،چې لکه وړاندې چې وویل شول د شپږو ژورنالیستیکو سوالیو له منځه تنها  د ( څه ) سوالیه ځوابوي ، او یوازې دا افاده کوي ، چې کوم څيز لیکل شوی ، معلومه نه ده چې مطلب به یې څه وي .

دبي بي سي داراپور چې ښایي ددوی کوم خبریال له خیټې جوړ کړی وي ، له ټول ګونګوالي سره سره ددبي بي سي والو او په لوی سرکې دبرتانوي چارواکو خیال پلوونه ، شرین چورتونه، اندیښنې او عقدې   هم خورا ښې رابرسیره کوي ، په راپور کې دوی پله پسې تاکید کوي ، چې طالبانو پخوانی اعتبار بایللی ، ددوی ترمابین اختلاف دی ، جګړه دملامحمد عمر له واکه وتلې  ، طالبانو دخلکو په منځ کې ځای له لاسه ورکړی او داس نور ډیر څه  . . .

برتانوي چارواکي چې پخوا به یې  له طالبانو سره په هلمند کې درښتیا په ډګر کې معلوموله ، دبي بي سی له دې وروستیو تبلیغاتو او دروغ پرانۍ څه یې ښکاري ، چې نور یې دتودې او رښتیني جګړې سېک دامریکا غوندې بایللی او اوس  یوازې په طالب ضد دروغجنواو خندوونکو تبلیغاتو باندې پرهرژلی زړه ټکوروي  ، پښتانه وایي

لیلا زړه شوه وار یې تېر شو

له منګو ولوېده کوزې راډکوینه

داسې ښکاري چې بي بي سي درلودونکې بریتانیا هم نوره په افغانستان کې دپخوا په نسبت له منګو لویدلې ده ، دا ډیر وخت دهلمند په ډګرونو ددوی غږ بیخي ورک ده ، اوس یې نه دپخوا غوندې دپړانګ پنجې شته او نه هم دچمچه مار غوسه ، دوی چې په تیرو څو کلونو کې هلته درانه تلفات ګاللي اوس یوازې ګانټې پوره کوي ، او پرهرژلي زړه ته دبي بي سي په طالب ضد تبلیغاتو ټکور ورکوي .

د بي بي سي وروستی له خپلو اصولو خلاف او احساساتي تبلیغاتي چلند ښيي چې برتانوي حکومت ترکومه حده  دطالبانو له مقاومت څخه رنځیدلی ده او په زړه اخیستی ټپ یې څومره ژور  او دردوونکی دی .

که راشو دبي بي سي والو خیال پلوونو او طالب ضد چلند ته ، دوی ته به ووایو چې ښاغلیو  طالبان څه دتامیل پړانګان نه دي ، چې دکوم هیواد یاهیوادونو پوځي یا تبلیغاتي هجوم دې یې محوه کړي او د تل لپاره دې  ورته دپای ټکی کیږدي .

دطالب مبارزه دباطل په وړاندې دحق یو کمسارې مقدسه  مبارزه ده ، دامبارزه پرون هم وه ، نن هم شته او سبا به هم وي ، دامبارزه پرون هغه مهال هم روانه وو چې ستاسو قرون وسطایي اسلافو

له خرو سره انسان په ژغ تړل ، نن هم روانه ده  چې ستاسو داشرافي کورنۍ یو شریف ( شهزاده هري ) پرتوګ کښلی مطبوعاتو ته راوتلی او سبا به هم روانه وي چې ستاسو په لوی ډالرو تولیدونکي ( دجال ) باندې مرګونی وارکیږي .

دا مبارزه  دخدای تعالی دلارې مبارزه ده او الله تعالی یې ننګه او ملاتړ کوي ، الله تعالی یې ترقیامته  ددوام او سرلوړی ضمانت کړی ، نوځکه  ستاسو په دروغو شاید له خنډ او ځنډ سره مخامخ نه شي .

ستاسو  له عقده منو او کینه ګرو زړو څخه راوتلي او راوتونکي ( چیزیات ) به یوازې دا وکړي ، چې ستاسو له   پرنګي څیرو څخه شیطاني ماسکونه لري کړي ، او خپلو سپین زړو اوریدونکو ته مو  ماهیت روښانه کړي  ، له دې پرته له خپلو چیزیاتو دبل څه تمه مه لرئ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x