افغانستان

پکتیکا: امنیتي چارواکي وایې چې وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷مه ۱۳۹۴ل): راپور: خانزاده تراب – پکتیکا: د پکتیکا امنیتي چارواکي وایې چې د وازيخوا په ګواشته سیمه کې یې ۵۰ وسله وال وژلي، خو بل خوا وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ګواشتې سیمه په بشپړ ډول ددوی لاس ته ورغلې.

د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پکتیکا ولایت په ګواشته سیمه کې د پکتیکا د امنیه قومندان په قومانده او مشري له ملي اردو سرتیرو سره په ګډه عملیات ترسره شول.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د وازي خوا د ګواشتې له پوستو څخه د حمایې په موخه یاد عملیات د امنیه قوماندان او د ملي اردو د ځواکونو د دوهمي پلي لوا رئیس ارکان په مشري ترسره شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو عملیاتو په نتیجه کې ۵۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۸۰ نور ټپيان شوي دي.

د پکتیکا ولایت ویاند نبي الله پیرخیل له خِرد انلاین سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې عملیات د وږي د میاشتي په ۱۱ مه نیټه پیل او دری ورځي یې دوا وکړ.

پیرخیل زیاته کړه: (( د وسله والو طالبانو ۳۰ جسدونه د افغان امنیتي سرتیرو لاس ته ورغلي، ۵۱ کړۍ خش شوي ماینونه کشف او خنثی شوي دي.))

نوموړی وایې چې د وسله والو څخه دوه میله کلاشینکوف هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي، همدارنګه څلور تنه ملي پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

پیرخیل زیاتوي چې له وسله والو سره په نښته کې د ملي اردو ۲ تنه سرتیري ه وژل شوي دي.

هغه د یوې پوښتني په ځواب کې وویل چې په ګواشته سیمه کې د سیمه ایزو پولیسو او ملي پولیسو په تکتیکي ډول په شا تګ کړې او خپلي پوستې یې پرییښې دي.

د نوموړي په وینا، د یادو پوستو پولیس په نورو پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.

بلخوا بیا وسله وال طالبان وایې چې د وازي خوا د ګواشتې سیمه په بشپړ ډول ددوی لاس ته ورغلې او تر ۳۰ زیات امنیتي سرتیري یې وژلي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایې چې د ګواشتې په ټولو امنیتي پوستو ددوی له لوري بریدونه ترسره شوي دي چې په نتیجه کې یې اوو۷ پوستې نیولې دي.

خبرپاڼه کاږي چې ۳۲ تنه د ملي اردو، ملي پولیس او سیمه ایز پولیس وژلي او ۵۸ نور ټپيان شوي دي.

د مجاهد د معلوماتو له مخي چې ددوی په بریدونو کې ۶ ټانکونه، ۳ رینجرموټر یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

همداراز په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دوه عراده رینجر موټر، یو د تیلو ټانکر او ګڼ شمیر وسلې او مهمات د دوی لاسته ورغلي دي.

ذبیح الله مجاهد وایې چې په یاده نښته کې ددوی ۳ کسان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت ویاند د وسله والو طالبانو یادي ادعاګاني تش تبلیغات بولي او د هر راز وسایطو او وسلو د نیولو خبر ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x