نړۍ

ترکیه: د کردي یاغیانو په برید کې ۱۶ پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د ترکیې پوځ پرون دوشنبه ومنله چې د کردي یاغیانو په یوه برید کې یې ۱۶ پوځيان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید یوه ورځ وړاندې د ترکیې په جنوب ختیځ ولایت هک کاري په ترکي پوځ شوی دی.

په جولايي کې د کردي یاغیانو او ترکیې امنیتي ځواکونو تر منځ پیل شویو نښتو کې په ترکي پوځ دا تر ټولو ستر برید دی.

د کردستان کارګرو ګوند پورې اړوند یاغیانو په ډګلیسا نومې کلي د ترکيې د پوځ یو قطار هغه مهال په نښه کړ چې د ماینونو په شنډولو بوخت وه.

د ترکیې لومړي وزیر احمد اوغلو پرون دوشنبه ویلي چې یاغیانو لومړی په پوځيانو ډزې کړي او بیا پرې بمي چاودنې کړي دي.
هغه زیاته کړې چې «زموږ ۱۶ پوځیانو د بمونو په شنډولو بوخت وه څو ددغې سیمې خلک په ارام سفر وکړي».

اوغلو وویل دا ډول خاینانه بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی پر  کلکې مبارزې منفي اغیزې نشي کولی. «دغه سیمې او غرونه به حتما او خامخا له ترهګرو پاکیږي».

دغه برید د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په کلکو ټکو غندلی او ویلي يې دي چې «پوره باور لرم چې د ورته بريدونو په مقابل كې چې د هېواد د حضور، يووالي او استقرار د لمنځه وړلو په موخه ترسره كيږي، تركي ملت به تل بېداره اوسي».

ددغه برید وروسته په سيمه كې د ځمكې او هوا له لارې ترکي پوځ پراخه تصفيوي عمليات پيل کړي دي.

د تركيې جټ الوتكو په سيمه كې په ۱۳ بېلابېلو نقطو باندې بمباري كړې او د یو شمېر یاغیانو د وژلو ادعا یې هم کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x