نړۍ

قطر هم يمن ته زر عسکر ولېږل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): قطر د لومړي ځل لپاره يمن ته د حوثي ملېشو پر ضد خپل زر عسکر ولېږل.

د الجزيرې تلويزوني شبکې له قوله، دغه زر قطري عسکر د يمن ماريب سيمه کې ځای پر ځای شوي، چېرته، چې تېره اونۍ د سعودي، اماراتو او بحرين شپيته عسکر د حوثي ملېشو له لوري وژل شوي وو.

د عربي رسنيو له قوله د حوثيانو په دغه بريد کې د متحده عربي اماراتو، ۴۵، د سعودي عربستان لس او پنځه بحريني عسکر وژل شوي وو.

حوثي ملېشو د يوې اعلاميه په خپرولو سره وويل، چې دا کار يې د سعودي عربستان په مشرۍ له ايتلافي عسکرو د غچ اخيستو په موخه کړی دی.

د شپېتو اتحادي عسکرو له وژل کېدو وروسته متحده عربي اماراتو يمن کې د حوثي شيعه ملېشو پر مرکزونو درنې بمبارۍ پيل کړي دي.

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د روان کال مارچ مياشتې راهيسې د سعودي مشرۍ د ايتلافي هېوادونو په بمباريو کې له څلور زرو زيات خلک وژل شوي، چې پنځوس سلنه يې ولسي وګړي دي.

حوثي ملېشو يمن کې د ولسمشر هادي منصور عبد ربه د حکومت پر ضد وسله وال پاڅون پيل کړی و، په لنډه موده کې يې ځان تر پلازمېنې صنعا ورساو او ولسمشر هادي يې له څو ورځو يرغمل کېدو وروسته خوشې کړ.

له خوشې کېدو وروسته هادي منصور عدن ښار ته وتښتېد او له هغه ځايه يې د حوثي کودتاچيانو پر ضد د وسله وال پاڅون اعلان وکړ.

حوثيانو په ډېره لنډه موده کې عدن ښار هم ونيولو او ولسمشر هادي سعودي عربستان ته په تېښته بريالی شو.

سعودي عربستان د څو عربي هېوادونو په مشرۍ د مارچ مياشت راهيسې يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي او د ايتلافي هېوادونو زرګونو عسکر يمن ته تللي، چې حوثي ملېشې له واکه لرې او ولسمشر منصور حکومت بېرته پر ځای کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x