نظــر

د حزب اربکي افغانستان لیکنې په ځواب کې

takhar talibanنه غواړم د مجاهدینو په منځ کې نفاق ته لمن ووهم او له خدایه هم غواړم چې د نړۍ پر مخ د ټولو طاغت ضد مجاهدینو په منځ کې د صلاح او اصلاح په ټينګولو سره د هغوی تر منځ یوالئ وروري او اسلامي اخوت را منځته کړي .
خدای ج دې موږ ته په دې آیت شریف چې فرمايي وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ د حشر سوره نهم آیت شریف
د عمل توفیق راکړي او د خدای ج رضاء مو دې نصیب وګرځوي .

د ۱۳۸۵ او ۸۶ کلونو خبره کوم  .
د وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د یرغلګرو پر ضد د حزب اسلامي او طالبانو د مجاهدینو بریالي عملیات روان ؤ .
حزب اسلامي به ډير تمرکز په بمي چاودنو او د شپې کمینونو کاوه او ډير بریدونه به ېې هم پر امریکایانو ؤ خو طالبانو هغه مهال په سید آباد کې د بیلابیلو لاملونو له امله د ماینونو پر ځای مخامخ بریدونو ته ترجیع ورکوله او ډيرې لاس ته راوړنې ېې هم په اکمالاتي کاروانونو د بریدونو له امله وې .
د مجاهدینو تر منځ ښه تفاهم ؤ چې د څو مغرضو کړیو او د طالبانو په قول د کمیسیون په لاس وهنه دا هر څه په اختلاف واوښتل .
نه غواړم ډير تفصیل ورکړم خو طالبانو په لومړي ځل له دې امله په حزبیانو نیوکې او د هغوی پر ضد لفظي شخړې پيل کړې چې حزبیانو د حکمتیار صاحب یوه اعلامیه چې په کې سنګر په سنګر د ټولو مجاهدینو د یوالي خبره شوې وه خپره کړه .
طالبانو د اعلامېې په ټکو نیوکه نه درلوده خو د حزب اسلامي په نوم د خلکو د زړه د غږ اوچتیدلو خوند نه ورکاوه او ویل ېې اعلامېې باید یواځې د امارت خپرې شي .
خبره دلته ختمه نه شوه بلکې د حزب اسلامي په عملیاتو ېې هم اغیزه وکړه په داسې ډول چې طالبانو په دې دلیل چې د حزب په نامه نور فرصت طلبه کسان فعالیت ونه کړي حزبیانو ته ویل چې د خپلو عملیاتو له پلان مو له وړاندې خبر کړي .
که څه هم له امنیتي پلوه دا ستونځمنه وه خو بیا هم حزب د اطلاعاتو د امنیت په اړه د څو شرطونو په وړاندې کولو سره ورته غاړه کیښوده خو طالبان راضي نه شول او په یوه غونډه کې ېې حزبیانو ته وویل چې (که څه هم له پاسه موږ ته ویل شوي چې له طالبانو پرته د هر وسله وال سر غوڅ کړئ خو موږ له تاسو سره خواخوږي لرو خو نور باید حزب اسلامي په وردګو کې د عملیاتو پړه په غاړه وانه خلي بلکې پړه به ېې طالبان په غاړه اخلي ) په همدې لفظ
حزبیانو چې تر ديره محصلین ؤ په ناچاره ډول دې ته هم غاړه کیښوده اونور به ېې د خپلو عملیاتو پړه هم طالبانو اخیسته خو طالبان بیا هم راضي نه شول او په دې دلیل چې د مجاهدینو په منځ کې سؤ تفاهم را منځته نه شي حزبیانو ته ېې د عمومي سرک غاړې کابو دوه کیلو متره ساحه د عملیاتو لپاره ځانګړې کړه .
حزب چې ګڼ شمیر مجاهدین ېې درلودل دا ساحه ورته ديره کمه وه خو په هر صورت بیا هم عملیاتو دوام وموند خو امریکایانو د حزب ساحه د شپې او ورځې تر تعقیب لاندې ونیوه چې حتې هره شپه به پلي امریکایان د باغونو له شاپلوه راتلل او په سیمه کې به تر سهاره ځای پر ځای کیدل چې څو ځله حزبیان ورسره مخامخ شول چې د خدای په مرسته او د ديرو سختیو له ګاللو وروسته  ژوندي ووتل .
په حزب چې ساحه تنګه شوه له طالبانو ېې د ساحې د پراخولو غوښتنه وکړه خو هغوی ویل چې د دې ساحې درکول هم زموږ احسان دئ چې باید وېې منئ .
یوه شپه حزبیان یوې بلې ساحې ته د عملیاتو لپاره تللي ؤ چې طالبان پرې خبر او نږدې ؤ نښته را منځته شي خو د څو سوله غواړو په منځګړي توب حزبیان له خپلو عملیاتو تیر شول خو دې شپې د حزب مجاهدین هم په ډلو وویشل یوې ډلې چې ډيرئ ېې احساساتي ځوانان ؤ ویل چې موږته امریکایان او هغه څوک چې موږ د امریکایانو پر ضد له عملیاتو را ګرځوي توپير نه لري ، موږ د امریکایانو پر ضد جهاد کوو خو که څوک غواړي زموږ مخه ونیسي له هغو سره هم مقابله کوو . هغوی استدلال کاوه چې څرنګه هغه کسان چې ښه مخینه هم نه لري یا د کابل د جګړو پر وخت د سیاف او نورو ګوندونو کسان پاتې شوي یا ډمان او تر ټولو ښه ېې د اکمالاتي کاروانونو د ډریورۍ سابقه لري موږ د امریکایانو پر ضد له جهاده را ګرځولئ شي چې همدې ډلې ته ېې اوس طالبان اربکیان وايي  او دولت او امریکا هم غواړي د همدې ډلې له نومه  خپلو پیو ته د تومنې په توګه کار واخلي په دې معنې چې هغوی غواړي خپل واقعي اربکیان هم د همدې ډلې مجاهدینو په رنګ کې ولمبوي .او د طالبانو له ظلمونو د ناراضیانو نوم ورکړي دې ته په پام سره چې حزب او طالبانو د مکتبونو ، کلینیکونو او نورو عام المنفعه ځایونواو همداراز د دولت د ملکي مامورینو  په سر هم د نظر ژور اختلاف درلود.
د حزبیانو بلې ډلې چې نه ېې غوښتل له طالبانو سره ونښلي نورو سیمو ته چې حزب په کې اکثریت ؤ لاړل او خپل جهاد ته ېې ادامه ورکړه
دریمې ډلې هم چې استدلال ېې کاوه موږ جهاد کوو او سپين او شین بیرغ راته تفاوت نه لري د طالبانو صفونو ته ورغلل او هلته ېې جهاد غوره کړ .
له دې ډلې یوه ېې چې اوس ېې ورته د شهادت د قبلیدو هیله لرم وویل طالبان له موږ سره دلته هم د مور او میرې چلند کوي .خو په هر صورت په دې ډله کې ډير شمیر مجاهدین شهیدان هم شول چې خدای ج ېې دې شهادتونه ورته قبول وګرځوي
البته باید ووایو چې په دې منځ کې د ډير شمیر حزبیانو زړونه د طالبانو د یکه تازۍ په پایله کې مات او په کور کیناستل .
له دې یوه ېې ماته ویل په آخرت کې به د جهاد د ترکولو حساب له طالبانو غواړم ځکه طالبانو د جهاد د سنګر پریښودلو ته مجبور کړم .
خو طالبان په دې هم راضي نه شول بلکې په جغتو چک او تنګي کې ېې هم په حزبیانو پسې را واخیسته او هلته ېې هم د حزب ګڼ مجاهدین خلع سلاح کړل .
د جغتو یوه حزبي مجاهد راته کیسه کوله چې موږ کابو ۲۳ تنه ؤ د عملیاتو لپاره روان ؤ چې طالبانو محاصره کړو او ویل ېې وسله بیا دوی ته ورکړو او ورته تسلیم شو .
زموږ ډيرو ملګرو چې غیرت ېې له کوم جرم او ګناه پرته طالبانو ته د وسلې ورکولو اجازه نه ورکوله له طالبانو سره د جګړې پریکړه وکړه خو زموږ قوماندان خپل ولایتي قوماندان ته زنګ  وکړ او له هغه ېې قومانده وغوښته . د حزب ولایتي مشر ورته وویل کوښښ وکړئ چې طالبان قانع کړئ او که نه کیده د ورور له وژنې هغوی ته د وسلو ورکول غوره دي چې همداسې وشول او موږ خلع سلاح حتې بندیان هم شوو .طالبانو له موږ هغه وسلې او مهمات واخیستل چې یا راته د خپلو مجاهدو پلرو د سرښندنو یادګار ؤ او یا مو هم د جهاد لپاره د خپلو بچیانو له ډوډۍ را ګرځولې پيسې پرې ورکړې وې .
طالبانو نورې هم پښې اوږدې کړې او په نرخ کې ېې د حزبیانو د کورونو محاصرې او خلع سلاح ته مخه کړه .
په همدې ترڅ کې هغوی د حزب د یوه سرګروب کور محاصره کړئ ؤ او غوښتل ېې په زور هغه له کوره را وباسي او وسله ترې واخلي چې د کور د څښتن او طالبانو تر منځ جګړه وشوه او په دې جګړه کې که څه هم دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته خو د مرستندویه حزبیانو د رارسیدو له امله طالبانو دروند ځاني زیان وګاله . چې د وژل شویو طالبانو برخلیک به خدای ته پریږدو .زه خو ورته د طالبانو په څير د شهید لفظ نه شم کارولئ او هرڅوک به په دنیا کې د خپلو اعمالو حساب خدای ته ورکوي .
د سید آباد د ټولو پيښو لیکل کتابونه غواړي خو د لوستونکو د مالوماتو په خاطر مې په لنډ ډول ولیکل .
زه د غزني ، لغمان ، بغلان او نورو ځایونو د ولسي پاڅونونو په اړه ډير مالومات نه لرم خو د وردګو پيښو ته په کتو فکر کوم هلته به هم همدا لوبه روانه وي .
طالبانو ته که حزبیان تسلیم شي خو ښه او که تسلیم نه شي نو دستي ورباندي د اربکي ټاپه وهي دا ټاپه د امریکایانو د ترهګرۍ ټاپې ته بلکل ورته ده .
طالبان نه پوهیږم ولې دومره ړانده شوي چې د واقعي اربکیانو او د حزب اسلامي د مجاهدینو په منځ کې جګړې چې هر ځل په کې درنه مرګ ژوبله هم اوړي نه ویني .
دلته یوه یادونه اړینه ده او هغه دا چې موږ حزب اسلامي یواځې هغه مجاهدینو ته وایو چې له حزب اسلامي سره په خپل بیعت ولاړ پاتې شوي د حزب مرام او هدف ته ېې په سپکه نه دي کتلي او د څو ډالرو په مقابل کې ېې ایمان نه دئ پلورلئ او که چا پلورلئ هغه د کرزي د دولت کسان حسابیږي نه حزب اسلامي .
خپلې څو پخوانۍ خبرې بیا تکراروم امریکا او افغان دولت  د طالبانو د اربکي له ټاپې د ځان لپاره کار اخلي او غواړي خپلو اربکیانو ته هم ولسي او جهادي رنګ ورکړي او د اوبو په خړولو سره په خپله ګټه ماهیان ونیسي .
زه وایم نصارا چې د خپل پیغمبر عیسی قاتلین یهودان ګڼي خو نن د اسلام پر ضد سره یو شوي او جرمني ،فرانسې، انګلستان، امریکا او نورو کفري دولتونو چې همدا څو کاله وړاندې ېې په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کې یو د بل په ملیونونو عسکر او خلک ووژل نن د اسلام پر ضد یو شوي دا مسلمانان د خدای ج په کوم قهر او غضب  اخته دي چې د کفري یرغلګرو په ځای ېې د خپل ټوپک ، قلم او وسایلو څوکې خپلو مسلمانانو په تیره مجاهدینو وروڼه ته مخامخ کړي او د هغوی د وژلو ،لوټلو او بدنامولو هڅې کوي .

حیران افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x