ټولنیزه برخه

نهيلو زړونو ته هيلې ورکړئ

لیکوال: حامد افغان

له خپلې خور نه یې پوښتنه وکړه: په دې ونه کې څومره پاڼې دي؟ مشرې خور یې په مینه ورته وویل: ګرانې ولې مو داپو ښتنه وکړه؟ ناروغې ماشومې ورته وویل: ځکه زه داسې فکر کوم چې کله د دې ونې وروستۍ پاڼه لویږي زما د ژوند شپې به هم پای ته رسیدلې وي. مشره خور یې مسکۍ شوه او ویې ویل: چې داسې ده نو بیا به ماوتا ډېره موده له ژوند نه خوند واخلو او که خدای کول د ژوند ټول ارمانونه به مو ترسره شي.

شپې ورځې تیریدلې ناروغې ماشومې له خپلې خور سره یو ځای خوندور ژوند تیراوه، خوندورې لوبې یې کولې او د ماشومتوب له پاچاهي یې مزې پورته کولې، د ونې پاڼې هره ورځ کمیدلې او ناروغې ماشومې به هروخت څارلې، اخر په ونه کې یوه پاڼه پاته شوه او دې به همیشه هغه پاڼه څارله، دې ګومان کاوه چې که دا پاڼه ورژیدله نو دا به خپله ناروغي وژني او مري به!

خزان او ژمی دواړه تیر شول خو دا پاڼه لا په ځای تم وه ونه رژیدله، ناروغه نجلۍ هم له ناروغي نه په رغیدا وه تر څو رکه روغه شوه، او له خپلې خور سره یې خوشاله ژوند کاوه، حالات او ژوند طبیعي شو او ناروغه ماشومه رکه روغه شوه، عجیبه دا وه چې هغه یوه پاڼه لاپه ونه کې پاته وه او نه وه رژیدلې! یوه ورځ ماشومه ونې ته ورنږدې شوه څو هغه معجزه پاڼه وویني، چې ویې لیدله هغه یوه پلاستیکي شنه پاڼه وه او په ډېره ښه توګه په ونه کې بنده کړل شوې وه، ماشومه په خندا بیرته راستنه شوه او پوه شوه چې مشرې خور یې د دې د نا امیدي د مخنیوي په موخه دا چل برابر کړی و.

که د چا په وس کې وي چې خپل مسلمان ورور خوشاله ولري نو نه دي سپموي، هغه زړونو ته چې نا امیدیو ځپلي وي امیدونه او ډاډ ورکړئ، دردمنو او غمځپليو وروڼو او خوندو ته د خوشالي رڼا ورکړئ، او د ژوند شکلا ورته وځلوئ اونهیلو زړونو ته هیلي ورکړﺉ، دا ستر کار په موجوده غملړلې زمانه کې ترټولو لوی خیر او د ثواب کار ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

مننه حامد افغان صیب شکلی کیسه وه، الله دی موفق لره.

رشتوني لار

ډيره مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x