دیني، سیرت او تاریخ

امام أبو حنیفه رحمه الله دجرح او تعدیل دعلماؤ په نظر کې

لیکوال: استاد عبد الوکیل محمد شعیب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على إمام الأئمة والأنبياء والعلماء والصالحين، نبينا محمد وعلى آله وصحبه ومن سار على نهجه واقتفى أثره إلى يوم الدين. وبعد!

په زمانې لحاظ د امام صاحب او زمونږ تر مینخ ډیره لویه فاصله ده، ځکه چه دیارلس سوه کاله وړاندې تیر شوی، خو په فکري لحاظ نن هم په ملیاردونو مسلمانان دامام صاحب سره تړلي او دهغه دفکر پیروان دي،( ذلک فضل الله یؤتیه من یشاء). خو دا هم باید ووایم چه زمونږ نه ډیر داسې شته چه ددغه ستر شخصیت باره کې غیر د نوم نه نور هیڅ نه پیژني، او له بده مرغه بعضې لا بیا په دغه شخصیت ډول ډول تورنه لګوې، او ډیر سپک نظر ورته کوي.

دغه یو څو وجې وې چې زه یې دیته مجبور کړم چه په امام صاحب باندې یوه مختصره لیکنه او په عین وخت کې جامع لیکنه وکړم. ما دخپل وسع مطابق کوشش کړی خو کیدای شي دغه کوشش نیمګړی وي، ځکه چه انساني کوشش وي نیمګړی، او کمال خو صرف الله تعالی ته ثابت دی او دعصمت خاوندان انبیاء علیهم السلام دي. او داچه دغه لیکنه دعوامو لپاره نده نو په همدې خاطر ما عربي نصوص او اصطلاحات په کې ندي ترجمه کړي ځکه چه علماؤ ته يې د ترجمې ضرورت نشته.

د موضوع مهم ټکي:

  • د امام ابوحنیفه رحمه الله لنډه پیژندنه
  • د امام ابوحنیفه رحمه الله فضیلت
  • د امام ابوحنیفه رحمه الله باره کې تعدیل او توثیق
  • د امام ابوحنیفه رحمه الله باره کی جرحه
  • د جرح اوتعدیل د تعارض دضوابطو په رڼا کې د تعارض ختمول
  • د امام صاحب باره کې دجرحې اساسي عوامل
  • د پورتني تحقیق نه وروسته، د حدیثو په میدان کې دامام صاحب حکم.
  • په امام صاحب باندې د اوسنۍ زمانې جارحینو ته زما توصیه.

اوله نقطه ده : د امام ابوحنیفه رحمه الله لنډه پیژندنه

نوم او نسب: نوم يې نعمان ؤ د ثابت ځوی ؤ او د نعمان لمسی ؤ او د زوطا کړوسی ؤ ، او زوطا په مرزبان مشهور ؤ، او مرزبان د اهل فرس په اصطلاح کې قومي مشر ته وايې. امام صاحب په ابو حنیفه مشهور ؤ دا په دې خاطر نه چه دهغه لور حنیفه نومیده دهغه خو صرف یو بچی ؤ چه حماد نومیده، خو په دې خاطر چه دده یو د رنګ بوتل ؤ چه دعراق په لهجه کې ورته حنیفه وایې، هغه به يې د ډیرو لیکلو په وجه ډیر استعمالولو نو په ابو حنیفه مشهور شو . او دی د بني تیم الله بن ثعلبه قبیلي په ولاء کې ؤ ، امام ابو جعفر الطحاوي په مشکل الاثار کې په خپل سند دامام صاحب نه روایت کړی [i]چه دا ولاء دموالاتو ولاء وه د عتق او یا داسلام ولا نه وه.

ولادت وفات او نسبت: په ارجح قول امام صاحب په کال ۸۰وم هجري کې د عبدالملک بن مروان په خلافت کې په کوفه کې پیدا شو، او په کال ۱۵۰ هجري دابوجعفر منصور په خلافت کې چه منصور دقضاء دنه منلو په وجه بندي کړ او هم یې تعذیب کړ نو مریض شو اوبیاپه بغداد کې وفات شو. دمحدثینو دطبقاتو په حساب امام صاحب د شپږمې طبقې دحدیثو راوي ؤ ځکه چه د کشرانو تابعینو دجملې څخه ؤ، امام صاحب اصلاً عجمي ؤ اکثره د تراجمو علماء لیکې چه پلار او نیکه يې د کابل نه کوفې ته تللي ؤ .

زدکړه استا‍‍‍‍‍‌ذان او شاګردان: امام صاحب لکه دنورو علماؤ په څیر په ډیر ماشوم توب کې قرآن کریم او بعضې ضروري علوم یاد کړه ، او بیا یې هغه وخت خپل پوره عمر علم ته وقف کړ چه امام الشعبي عامر بن شرحبیل ورته دعلم توصیه وکړه ځکه چه د ذکاوت نښې يې په کې لیدلې وې. او د تفقه لار يې هغه وخت اختیارکړه چه د وینځې دطلاقولو باره کې ترې یوې ښځې پوښتنه وکړه او دی دهغې نه عاجز شو او ښځې بیا دحماد فقیه نه جواب راوړو،[ii] نو له همدې کبله امام صاحب له همغې ورځې څخه فقه شروع کړه چه عمر یې لا ۲۵ کلنۍ ته نه ‌ؤ رسیدلی، او دحماد شاګرد شو، او کله چه حماد دڅه وخت لپاره بصرې ته لاړو نو امام صاحب ته ېې وویل چه ته زما پر ځای مفتي شوې ترهغې چه زه واپس شم، او کله چه بیا حماد په ۱۲۰هجري کې وفات شو نو امام صاحب د کوفې دعلماؤ په اتفاق دحماد دمجلس استاد شو. امام صاحب په سلګونو استاذان درلودل چه څه يې امام سیوطي په تبیض الصحیفه کې ذکر کړي، چه په استاذانو کې يې شعبي، حماد بن أبی سلیمان ، حسن البصري، عطاء بن آبی رباح، ابراهیم النخعي، نافع مولی ابن عمر ، ابن شهاب الزهری، او داسې نور ډیر زیات چه یوه جمله صحابه ېې هم لیدلي ؤ او روایت یې ورنه کړی ‌‌ؤ ، چه د هغوی څخه انس رضي الله عنه ؤ چه په کوفه کې یې ولیده، او عبدالله بن الحارث بن جز‌ء الزبیدي يې په حرم کې لیدلی ؤ او د عبدالله بن ابي اوفی رضي الله عنه نه ېې مشهور حدیث اوریدلی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: من بنی لله مسجدا ولو کمفحص قطاة بنی الله له بیتا فی الجنة. امام صاحب همدارنګه ډیر زیات شاګردان لرل چه د هغوی دجملې څخه : امام محمد بن الحسن الشیباني امام ابو یوسف یعقوب بن ابراهیم، امام عبدالله بن المبارک، امام زفر بن الهذیل، امام حمزه الزیات، امام مکي ابن ابراهیم، او په زرګونو نور.[iii]

  • دوهمه نقطه : د امام ابوحنیفه رحمه الله فضیلت:

د امام صاحب دفضیلت باره کې څو ټکي ډیر مهم دي چه هغه په لاندې توګه دي:

۱-امام صاحب په خیر القرون کې ؤ ۲- امام صاحب تابعي ؤ ۳- امام صاحب یو لوی مجتهد ؤ ۴- امام صاحب یو ښه محدث ؤ اوهم دجرحې او تعديل دړومبنیو علماؤ څخه ؤ.

د پورتنیو ټکو د تفصیل نه مخکې یو حدیث ذکر کوم چه امام بخاري او مسلم د أبوهریره نه روایت کړی او امام طبرانی دقیس بن سعد او همدارنګه د عبدالله بن مسعود نه روایت کړی ټول فرمايې چه رسول الله فرمایلي: (لوکان العلم عند الثریا لتناوله رجال من ابناء فارس). او په بل روایت کې( لو کان الایمان عند الثریا لتناوله رجال من ابناء فارس) امام سیوطي رحمه الله ددي حدیث لاندې فرمايلي: چه دا یو صحیح اصل دی چه اعتماد پرې کیږي په ابو حنیفه باندې د رسول الله دزیري، او همدارنګه دابو حنیفه فضیلت ثابتوي.

دمخکنیو ټکو تفصیل:

اول: دا چه ابو حنیفه په خیر القرون کې ؤ نو دبخاري صحیح حدیث دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (خیر الناس قرني ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم)

دوهم : دا چه امام صاحب تابعي ؤ او د بعضې اصحابانو د لیدو او روایت شرف ورته حاصل ؤ، نو دتابعینو باره کې الله پاک په سورة التوبه کې فرمایلي:( وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ) او عبد بن حمید په خپل مسند کې د ابو سعید الخدري نه روایت کړی چه رسو الله فرمايې: ( طوبی لمن رآني او لمن رآی من رآنی او لمن رآی من رآی من رآني )

دریم: دا چه امام صاحب مجتهد ؤ ، نو په دې ټکي کې اختلاف دعلماؤ نشته ، او مخکې مو وضاحت کړي چه دحماد فقیه د وفات نه ورسته په کوفه کې دابو حنیفه جوګه بل څوک نه ؤ، همدا وجه وه چه افتا ته کیناست او دحماد شاګردان او دکوفې علماء پرې راټول شول. او ددې هرڅه دپاسه لا نور هم ګورو چه په امام صاحب څومره زیاتو ثقاتو علماؤ اعتماد وکړ او دهغه دم‍ذهب تابعداران شول.

څلورم: دا چه ابوحنیفه محدث ؤ نو ددې باره کې څو وضاحتونه کوم:

  • طبیعې خبره ده چه أبو حنیفه محدث ؤ او هغه ځکه چه زمونږ دزمانې یو فقیه ته په سلهاو أحادیث یاد وي او پرې پوهیږې، نو دا طبیعي خبره ده چه دتابعینو دزمانې مجتهد ته به زمونږ دزمانې فقیه نه ډیر أحادیث یاد ؤ، او بله دا چه مجتهد ته په کار ده چه کم نه کم د احکامو أحادیث چه تقریباً د ۴۰۰۰ خوا او شا په مقدار کې دي یاد وي، او دا ممکنه ده چه دهغې زمانې یو ستر محدث او مجتهد به وي خو روایت به ورنه کم شوی وي، نو کم روایت ددې دلیل نه دی چه هغه فقیه نه دی، مونږ ګورو چه أبوبکر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د بعثت د اولې ورځې نه تر وفات درسول الله پورې موجود ؤ خو مګرم أحادیث یې ټول سل خوا او شاه جوړیږي چه روایت شوي ورنه. امام مالک چه دامام صاحب د وفات نه ۲۹ کاله وروسته هم وفات شو او دهارون الرشید په خلافت کې هم ۹ کاله پاتې شو، چه په دغه وخت کې دعلم ازدهار وشو او وسايل يې زیات شو، او ۴۰ کاله يې د خپل کتاب موطأ په لیکلو تیر کړل خو بیا هم تقریباً ۶۰۰ أحادیث يې په کې روایت کړل.
  • دکتور مصطفی سباعي په خپل کتاب ( السنة ومکانتها في التشریع الاِسلامي ) کي لیکلي: چه امام أبوبکر ابن أبي شیبه په خپل مصنف کي دامام أبو حنیفه هغه مسایل چه د أحادیثو سره مخالف راغلي ذکر کړي چه ټولې ۱۲۵ مسلې دي، سباعي صاحب وايې چه ددې معنی داده چه ددې نه علاوه نور مسایل یې دأحادیثو سره موافق دي، او په أرجح قول دغه مسلې ۸۳زرو ته رسیږي. نو ۱۲۵ د ۸۳ زرو په مقابل کې هیڅ هم نه دي، بله خبره داده که څوک د امام زیلعي کتاب ( نصب الرایه ) او یا د امام مرتضی زبیدي کتاب (عقود الجواهر المنیفه في أدلة مذهب الامام أبي حنیفه ) او د أبو جعفر الطحاوي کتاب( شرح معاني الآثار) وګوري نو هغه ته په ډاګه پته لګیږی چه دامام صاحب مذهب څومره په صحیحو أحادیثو ولاړ دی او څومره مسايل د امام صاحب د أحادیثو سره موافق دي. د امام صاحب زمانه د رسول الله صلی الله علیه وسلم زمانې ته نزدې وه هغه وخت کې د امام صاحب لاس رسی سنتو ته اسان ؤ البته امام صاحب د ډیر احتیاط نه کار اخیسته ځکه چه په هغه وخت کې ګمراه فرقو دروغ مروج کړي ؤ او په رسول الله پسې يې تړل.

او دا خبره هم غلطه ده چه بعضې خلک ېې کوي چه أبوحنیفه دقیاس او عقل نه دمسلو په جواب کې کار اخستلو، دا څنګه قیاس دی چه د اتیازره نه پورته مسلو کې دحدیثو سره موافق خیژي؟ ددې خو لا په هغه وخت کې امام صاحب وضاحت کړی دی، امام مرغیناني په خپل سند د عبدالله بن مبارک نه روایت کړی فرمايې : کله چه أبو حنیفه حج ته لاړو نو په مدینه کې د أبوجعفر محمد الباقر بن علي الأصغر زین العابدین بن الحسین بن علي بن أبی طالب، سره میلاو شو ، أبوجعفر چا شکي کړی ؤ چه أبو حنیفه په قیاس فیصلې کوي او أحادیث یې پریښي، نو أبو جعفر پوښتنه وکړه: تاولې زما دنیکه رسول الله صلی الله علیه وسلم أحادیث پریښي او فیصلې په قیاس کوې؟ امام صاحب ورته وویل: الله دِ ما ددغه شان کار نه وساتې داسې کار زه نه کوم، خو کله چه أبو جعفر نه قانع کیدو نو أبو حنیفه ورڅخه درې پوښتنې وکړې ورته ېې وويل: ۱- سړی کمزوری دی که ښځه؟ ابو جعفر وویل : ښځه. نو ابوحنیفه ورته وویل: دسړې څومره حق دی په میراث کې ستا دنیکه د دین مطابق او د ښځې څومره دی؟ نو ابوجعفر وویل: د ښځې برخه د سړي دبرخې په نیمه ده، نو أبو حنیفه ورته وویل چه په همدې ما هم فیصله کړې، که خبره دعقل او قیاس وی نو ما به ښځې ته پوره برخه ورکړې وی ځکه چه کمزورې ده، خو نه دا د دین فیصله ده. بله پوښتنه کې ورته وويل: ستا دنیکه په دین کې لمونځ ډیر بهتر دی که روژه؟ ابو جعفر وویل : لمونځ، بیا يې ورته وویل، چه ښځه د حیض په دوران کې لمونځ او روژه دواړه قضا کړي د کوم یو قضایې به راګرځوي؟ ابو جعفر وويل : د روژې، نو ابو حنیفه ورته وویل چه همدا زمونږ فیصله ده ستا دنیکه ددین نه مو راخیستې که مو په عقل فیصله کوله نو دلمونځ قضايې به مو لازمې کړې وی ځکه چه دروژې څخه بهتر دی. دریمه پوښتنه کې ورته وویل: چه بولې( میتیازې) ډیرې ګنده دي او که مني؟ ابو جعفر ورته وویل چه: میتیازې، بیا یې ورته وویل چه ستا دنیکه په دین کې د میتیازو په وتو اودس لازمي کیږي او دمني په وتو غسل، که مونږ په عقل او قیاس فیصله کوله نو په مني به مو اودس کړی ؤ او په میتیازو غسل، خو نه داسې هیڅکله هم نه کوو، ددې پوښتنو وروسته أبوجعفر قانع شو او خوشحاله شو او د أبوحنیفه اکرام يې وکړ.

خو ددې معنی دا نه ده چه أبو حنیفه صاحب بالکل قیاس نه دی کړی، بلکه هغه مسایل چه ده ته په کې صحیح حدیث ندې رسیدلی هغې کې یې قیاس کړی او دا په هغه صورت کې چه دصحابې فتوا يې هم نه وې موندلې، او قیاس دهغې زمانې ټولو مجتهدینو څلور مشهورو امامانو او ټولو غټو علماؤ کړی. دانه چه صرف امام أبو حنیفه کړی.

  • شیخ أحمد مختار رمزی چه دشام یو عالم دی په خپل کتاب سیرأعلام المحدثین کې د امام أبوحنیفه د حدیثی مرویاتو تعداد دسنتو په مصادرو کې هریو نه ځانته ځانته ذکر کړی، چه ټول راجمع کړو نو ۸۴۹ أحادیثو ته رسیږي.[iv] چه دغه عدد د امام مالک دموطأ داحادیثو څخه زیات دی ځکه چه په موطأ کې مرفوع أحادیث خوا اوشا ۶۰۰ ته رسیږي.
  • د امام صاحب نه ۱۷ مسانید روایت شوي او هر یو مسند کې کافې حد ته أحادیث روایت شوي، خو چه کوم مسند تر نن ورځې پورې زمونږ سره په ډیر ښه ترتیب کې موجود دی، هغه په مسند الحارثي مشهور دی چه قاضي حصکفي مختصر کړی او تقریباً ۵۲۴ أحادیث پکې موجود دي، او ددې مسند فقهي ترتیب او شرح ډیرو علماؤ کړې ده چه په هغې کې امام علي قاري امام سندي امام سنبهلي او داسې نورو.

او د امام صاحب نه روایت شوي مسانید په کې ټول راجمع شوي هغه دخوارزمي مسند دی چه په حیدر آباد دکن کې سل کاله مخکې ۱۳۳۲ه کې چاپ شوی چه دوه غټ غټ جلدونه لري.

نو فلهذا امام صاحب یو ښه محدث ؤ او د اوسه پورې علما‌‌ء دامام صاحب په أقوالو دعلوم الحدیث او جرحې اوتعدیل په مختلفو مسلو کې استدلال کوي.

  • او داچه دجرحې او تعدیل د ړومبنیو علماؤ څخه دی ، نو ددې فن په کتابونو کې ګورو چه امام صاحب د عطاء بن ابي رباح باره کې فرماېې: ما رآیت اوثق منه، خو د جابر الجعفي باره کې بیا واېې: ما رآیت اکذب منه.[v]
  • دریمه نقطه : د امام ابوحنیفه رحمه الله باره کې تعدیل او توثیق

د امام صاحب باره کې توثیق او تعدیل ډیرو علماؤ کړی او دمختلفو طبقو علماؤ کړی، او دغه تعدیل او توثیق په پوره وضاحت سره په لاندې ترتیب ذکر کوم:

۱- د جرح او تعدیل د فن د متقدمینو محقیقینو أقوال                               ۲- دمتأخرینو محقیقینو أقوال                                                    ۳- د معاصرینو شیوخو أقوال

أول: د متقدمینو أقوال:

(امام ابن معین فرمایلی: کان أبو حنیفه ثقة لایحدث ِالا بمایحفظه …[vi]) ( ِامام أبو یوسف فرمایلي: ما رأیت أحدا أعلم بتفسیر الحدیث من أبي حنیفة.[vii]) (امام ابن المبارک فرمایلي: کان أبو حنیفة أفقه الناس۹) ( امام شافعي فرمايلي: الناس فی الفقه عیال علی أبی حنیفة۱۰) (امام علي بن عاصم فرمايلي: لو وزن علم أبي حنیفة بعلم أهل زمانه لرجح علیهم[viii]) ( امام سفیان الثوري فرمايلي: کان أبوحنیفة أفقه أهل الأرض في زمانه[ix]) ( امام یحیی بن سعید القطان فرمایلي: والله ماسمعنا بأحسن من رأي أبي حنیفة وقد أخذنا بأکثر أقواله[x])

( امام أبو داود فرمایلي: کان اماما[xi]) ( امام عبد الرحمن بن مهدي فرمایلي: کان أبو حنیفة قاضي قضاة العلماء[xii]) ( أبو عمرو بن العلاء فرمایلي: العلم علم أبي حنیفة ومانحن فیه أیسر۱۴)

دوهم : د متأخرینو أقوال

( امام ابن کثیر فرمايلي: الِامام أبوحنیفة فقیه العراق وأحد أئمة الإسلام، والسادة الأعلام، وأحد أركان العلماء [xiii] ) ( امام ابن العماد فرمايلي: کان من أذکیاء بني آدم[xiv]) ( امام ذهبي په تذکرة حفاظ الحدیث کې ذکر کړی او فرمایلي دي: كان فقيه الملة وعالم العراق إماما ورعا عالما عاملا متعبدا كبير الشأن[xv]) ( امام ابن حجر فرمايلي : امام وفقیه مشهور[xvi])(امام سیوطي په طبقات الحفاظ کې ذکر کړی[xvii])

دریم : د معاصرینو أقوال

معاصرین دحدیثو د باب ماهرین علی اختلاف مذاهبهم دامام صاحب د توثیق په حق کې دي، او دا ځکه چه هر عالم د امام صاحب باره کې هر اړخیزه مطالعه وکړي اخر همدې نتیجې ته رسیږي.

چه امام صاحب اوثق الثقات دی.     د امام صاحب د توثیق او تثبت په حق کې د معاصرو شیوخو نه دا لاندې یو څو علماء ذکر کوم:

الشیخ مصطفی سباعي/ الشیخ أبو زهرة / الشیخ عبد الفتاح أبو غده / الشیخ شعیب الأرنووط/ الشیخ أحمد مختار رمزي/ الشیخ ابن عثیمین/ الشیخ ابن باز/ الدکتور وهبه الزحیلي.

د پورتنیو أقوالو وضاحت

لکه څرنګه چه معاصر شیوخ دامام صاحب باره کې دې نتیجې ته رسیدلي چه امام صاحب ثقه دی او همدا د پورتنیو اقوالو نچوړ دی، اګرچه عمومي نظر دغې اقوالو ته وشي او همدارنګه دامام صاحب روایات په نظر کې ونیول شي او دامام صاحب فضیلت ته نظر وشي نو دا ثابتیږي چه امام صاحب ډیر ثقه او بلکه دثقاتو په سر کې دی.

خو ثقه څه ته وايې؟           

د محدثینو په نزد (ثقه) دتوثیق دألفاظو یوه مرتبه ده هغه چا ته یې استعمال کیږي چه د هغه عدالت او ضبظ پوره وي. دعدالت باره کې علماء وايې چه دا یو داسې ملکه ده چه انسان ته تقوی او مروءت ورکوي. تقوی ځان ساتل دي دهر مذموم شرعي نه، او مروءت ځان ساتل دي دهر مذموم عرفي نه. او ضبط د راوي حفظ ته واېې چه یا يې خپل أحادیث په کتاب کې ساتلي وي او یا په سینه کې. نو کله چه امام صاحب ثقه راوي شو مطلب داچه هم يې عدالت پوره دی او هم ضبط.

  • څلورمه نقطه : د امام ابوحنیفه رحمه الله باره کی جرحه

بعضې علماؤ په امام صاحب جرحه کړې چه دهغوی دجملې نه : امام بخاري په خپل کتاب التاریخ الکبیر کې فرمايې : کان أبو حنیفة مرجئاً سكتوا عنه[xviii]، امام نسائي په خپل کتاب الضفاء

والمتروکین کې فرمايې: لیس بالقوي في الحدیث.[xix] همدغه نظر دامام عقیلي او امام ابن عدي دی، امام ابن حبان په خپل کتاب المجروحین کې او په بعضې نورو کتابونو کې لیکلي: لم یکن الحدیث

صناعته وکان یقول بالِارجاء…[xx] امام خطیب بغدادي هم دیته ورته جرحه کړې او هم یې متهم کړی په قلة الروایة باندې.[xxi] امام ابن خلدون هم په خپله مقدمه کې لیکلې چه یقال: بلغت روایته سبعة عشر حدیثا.

  • پینځمه نقطه : د جرح اوتعدیل د تعارض دضوابطو په رڼا کې د تعارض ختمول

کله چه مونږ دامام صاحب باره کې توثیق ولیده او بیا دهغې نه وروسته مو نظر دجارحینو په جرحه ولګیده نو اوس پکار ده چه دغه تعارض ته دجرح او تعدیل د قواعدو په رڼا کې وګورو. نو دا به په لاندې شکل وي:

اول: د جرح او تعدیل علماء فرمايې: کله چه د یوه راوي باره کې جرحه او تعدیل دواړه ثابت شي نو دتعارض دختمولو په خاطر تعدیل په هرصورت کې په مجمله جرحې مقدم وي.

نو که مونږ ددې قاعدې په رڼا کې وګورو دامام صاحب باره کې جرحه ټوله مجمله ده مفسره نه ده، نو فله‍ذا تعدیل پرې مقدم دی، نو ثابت شوه چه امام صاحب ثقه دی.

دوهم: د جرح او تعدیل علماؤ په نزد توثیق او تعدیل په درې څیزونو ثابتیږي او هغه:

۱- په علم کې شهرت ۲- د جرح او تعدیل دعلماؤ توثیق ۳- د ثقاتو روایت .

اوس كه امام صاحب ته وګورو هم په علم کې شهرت لري او هم په سلهاؤ علماؤ دهغه توثیق کړی چه دهغې جملې نه ما یو څو أقوال صرف ذکر کړي، او هم ورنه ثقاتو لکه محمد بن الحسن او ابن المبارک او أبو یوسف او داسې نورو روایت کړی. نو فلهذا دامام صاحب توثیق په دې قاعده ثابت دی.

دریم : د جرح او تعدیل دعلماؤ په نزد جرحه نه قبلیږي په باره دهغه چا کې چه دهغه په علم کې شهرت او امامت ثابت وي. نو کله چه امام صاحب په علم کې غټ شهرت حاصل کړی او امامت يې ثابت دی، نو دده باره کې دجارحینو جرحې ته اعتبار نشته. او که دې جرحې ته اعتبار شي نو بیا به دابن حزم حکم په امام ترمذي باندې منو چه وايې مجهول دی، او او دابن أبې ذئب به په امام مالک باندې منو چه واېې ضعیف دی. او داسې د نورو سترو عالمانو باره کې بعضې نورو کومه جرحه کړې خوددې قاعدې په رڼا کې اعتبار ورته نشته.

څلورم : د جرح او تعدیل علماؤ په نزد جرح په درې جوانبو کیږي: یا په عدالت دراوي یا په ضبط دراوي او یا داچه راوي نه به روایت دومره لږ شوی وي چه هغه لږ روایت په وجه مجهول وي.

نو که مونږ وګورو دامام صاحب عدالت په اتفاق ثابت دی. او د ضبط باره کې ورته ابن العماد اذکی بني آدم وايې، او ابن معین وايې چه: لا یحدث ِالا بمایحفظ. او روایت خو دامام صاحب نه دومره شوی چه د هغه وخت دمحدثینو نه په کې کم ندي او مخکې یې ما پوره وضاحت کړی. نو ددې قاعدې په رڼا کې دامام صاحب باره کې جرحه غیر معتمده ده او تعدیل أصل دی.[xxii]

  • شپږمه نقطه : د امام صاحب باره کې دجرحې اساسي عوامل :

اول: دامام بخاري جرحه:

امام بخارې په امام صاحب جرح په خپل کتاب التاریخ الکبیر کې کړې، چه دغه کتاب امام بخاري په ۱۸ کلنۍ کې په مدینه منوره کې ولیکه، چه په دغه وخت کې عامه وضعه په مدینه کې داهل الرأي او اهل الحدیث ترمینځه اختلاف ؤ. له بله طرفه په دغه وخت کې امام بخاري مجتهد نه ؤ او دامام شافعې دمذهب تابع ؤ او همدارنګه دامام حمیدي سره يې ناسته پاسته وه چه هغه داحنافو سره سخت مخالف ؤ، او دامام بخاري په قول امام صاحب مرجئي ؤ، او دا یوه غټه جرحه ده ځکه چه دغه فرقه خو ګمراه فرقه وه.

خو حقیقت دا دی چه امام صاحب هیڅکله هم ددغې فرقې په عقیده نه ؤ، دې فرقې خو به ویلی : چه لاتضر مع الِایمان معصیة ولاتنفع مع الکفر طاعة.

أیا چه څوک دامام صاحب نه ډیر لږ هم خبر وي دا ويلي شي چه دهغه په نزد لا تضر مع الایمان معصیة؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

خو البته مشکل چه په کوم ځای کې ؤ نو هغه دا ؤ چه دامام صاحب په وخت کې معتزله خواره ؤ او هغوی عمل دومره په ایمان کې داخل کړی ؤ چه مرتکب دګناه کبیرې به ېې جهنمې ګڼلو او ويلې به ېې چه خالد مخلد به وي په جهنم کې او هغوی ددې ایات مخالفت کولو چه الله فرمایې: (ان الله لایغفر أن یشرک به ویغفر مادون ذلک لمن یشاء) نو امام صاحب په هغوی باندی رد وکړ او د ایمان تعریف یې داسې وکړ چه : اقرار باللسان وتصدیق بالقلب. عمل یې په کې داخل نه کړ . نو کله چه بیا دامام شافعي زمانه وه هلته مرجئه پیدا شو او هغوی عمل ته هیڅ اهمیت نه ورکولو ویل به يې چه : لا تضر مع الایمان معصیة ولاتنفع مع الکفر طاعة. نو امام شافعې دهغوی جواب دایمان په تعریف کې وکړو ويې فرمایل چه : الِایمان اقرار باللسان وتصدیق بالقلب وعمل بالجوارح.

نو په دغه وخت کې له یوه طرفه امام بخاري دامام شافعي په مذهب ؤ او له بله طرفه امام بخاري د مرجئه فرقې په زمانه کې ؤ ، نو د امام صاحب تعریف ورته ددغې فرقې دفکر سره برابر ښکاریده حال داچه دامام صاحب په زمانه کې دا فرقه نه وه، او ددې نه علاوه امام بخاري دحمیدي سره ناست ولاړ ؤ چه هغه هم داحنافو سخت مخالف ؤ د مکتب فکر او منهج په وجه، نو دا څه وجوهات ؤ چه ددې په بنا امام بخاري دیته اړ شو چه په امام صاحب دغه حکم ولګوي، خو دا خبره پټه پاتې نشوه او تاریخ ثابته کړه چه امام صاحب مرجئي نه ؤ.

او داچه بخاري او مسلم دامام أبوحنیفه احادیث په خپلو کتابونو کې نه دي روایت کړې ، دا صرف دامام أبو حنیفه سره داکار ندې شوي، هغوی خو دامام شافعي هم یوحدیث ندی روایت کړی، او بخاري چه دامام أحمد سره شاګرد هم پاتې شوی خو په خپل صحیح کې یي دهغه دوه حدیثونه صرف روایت کړې. امام مسلم دبخاري نو یوحدیث هم ندی روایت کړی سره ددی چه مسلم یې ډیره موده شاګرد ؤ. نوکله چه داسې ده ددې معنی دا نده چه دغه امامان چه شیخینو ترې روایت ندې کړی خدای مکه ضعفاء دي، او یا دا چه که شیخین چرته دضعفاؤ نه روایت وکړي نو دوی به هم ضعفاء شي، امام ابن حجر په هدي الساري کې او سیوطي په تدریب الراوي کې فرمایلي: چه یوازې امام بخاري په خپل صحیح کې د ۸۱ مبتدعینو څخه روایت کړی.

دوهم : د امام نساېی او ابن عدي او عقیلي او ابن حبان جرحه:

تقریباً دغه پورتني علماء د امام صاحب په جرحه کې دامام بخاري مقلدین دي، او بله دا چه امام نسائي که جرحه هم کړي خو دامام صاحب نه يې په خپلو سننو کې روایت هم کړی او جرحه يې هم مجمله ده. همدارنګه د عقیلې او ابن عدي جرحه مجمله ده او ابن حبان د جرح او تعدیل دعلماؤ په نزد په جرح کې متشدد دی او په تعدیل کې متساهل دی لکه دعقیلی او ابن عدي په څیر نو له دی کبله دهغه جرحه او تعدیل د دې فن د ماهرینو په نزد اعتبار نه لري.

دریم : دخطیب بغدادي جرحه :

دده جرحه کې امام صاحب ته د لږ روایت نسبت شوی ، خو بیا هم علماء فرمايې چه بغدادي رحمه الله شافعي مذهبه ؤ او خپل مذهب نه يې سخته دفاع کوله او له بله پلوه يې په احنافو او حنابله علماؤ سختې نیوکې کولې. ا و که نه حقیقت خو دادي چه دامام صاحب احادیث ډیر زیات ؤ.

امام ابو زهره رحمه الله دامام صاحب په توثیق کې ډیر اوږد تفصیل کړی چه یوه خبره يې داهم کړې: كان أبو حنيفة له من قوة الشخصية ما وجه به الفقه توجيهًا جاوز حلقة درسه؛ بل تجاوز إقليمه إلى غيره من الأقاليم الإسلامية، فتحدث الناس بآرائه في أكثر نواحي الدولة الإسلامية وتلقاها المخالف والموافق، فاستنكرها المخالف، وناصرها الموافق.

څلورم: دامام ابن خلدون نقل په قلة الروایة کې چه امام صاحب ټول ۱۷ حدیثونه روایت کړي.

اوله خو دا چه ابن خلدون دغه نقل په (یقال) دتمریض په صیغه کړی، نو ډیر مضبوط نه دی ، بله داچه ابن خلدون دد غې روایت نه وروسته تعلیق داسې کړی: وقد تقوَّل بعض المبغضین ِالی ان منهم من کان قلیل البضاعة فی الحدیث فلهذا قلت روایته، ولا سبیل الی هذا المعتقتد فی کبار الأئمة. نو ابن خلدون رحمه الله په خپله ددغې نقل سره موافق نه دی.

او بله داچه د ابن خلدون د نقل منشأ کیدای شي داوي چه دامام صاحب نه خو ټول ۱۷ مسانید روایت شوي دي نو ناقل په دې غلط فهمۍ کې واقع شوی چه که دا چیرته ۱۷ احادیث دي.

او کیدای شي منشأ يې داوي چه امام محمد بن الحسن په موطأ کې دامام صاحب نه ۱۷ حدیثونه روایت کړي او هغه يې دامام مالک أحادیثو ته ور اضافه کړي، نو داهم ممکنه ده چه ناقل په دې غلط فهمۍ کې واقع وي، چه دامام صاحب همدغه ۱۷ أحادیث دي او نور نشته.

خو پټه دې پاتې نه وي چه امام صاحب په روایت دحدیثو کې ډیر زیات احتیاط کولو ، ځکه چه په هغه وخت کې په کوفه کې ګمراه فرقې ډیرې وې او احادیث به يې وضع کول، نوله دې کبله امام صاحب دهر چانه حدیث نه أخستو او دا یوه وجه هم وه چه هغه ګمراه فرقو والا چه په سر کې یې شیعه دي هغوی په امام صاحب تور ولګاوه چه دا حدیث پریږدي او روایت یې لږ دی او دمسلو په حل کې قیاس استعمالوي ، خو مخکې مونږ دابو جعفر سره دامام صاحب قصه ذکر کړې، چه شیعه فرقې دغه خبر حتی مدینې ته ورسولو او ترهغې چه تحقیق ته خبر رسیده نو په امام صاحب ډیرو علماؤ عجیبه عجیبه حکمونه ولګول.

خو الحمد لله په اخره کې حقیقت ثابت شو، او محقیقینو علماؤ لکه دذهبي او ابن حجر دا ثابت کړه چه امام صاحب اوثق الناس دی.

  • اومه نقطه :     د پورتني تحقیق نه وروسته ، د حدیثو په میدان کې دامام صاحب حکم.

كله چه دامام صاحب باره کې توثیق د کبار العلماء نه ثابت شو او دا هم ثابت شوه چه امام صاحب کې دعدالت ټول شروط په غټه کچه برابر دي، او کله چه دا برابر شي نو بیا ددغسې عالم باره کې جرحه غیر معتبره وي، او داهم ثابت شوه چه دامام صاحب باره کې جرحه مجمله ده او د مفسر تعدیل په وړاندې دعلماؤ په نزد غیر مقبوله ده، نو بیا په آخره کې دا ویلی شو چه امام صاحب یو ښه ثقه محدث ؤ ډیر احادیث یې روایت کړي ؤ چه دهغه وخت دمحدثینو نه یې روایت کم نه دی، او دعلماؤ په اتفاق مجتهد ؤ ، همدارنګه د ټولو په نزد دزهد او تقوی یوه نمونه وه ، او حافظه خو يې دومره مضبوطه وه چه امام ابن العماد ورته د اذکیاء بني آدم لقب ورګړی.

  • اتمه نقطه :   په امام صاحب باندې د اوسنۍ زمانې جارحینو ته زما توصیه.

د علماؤ احترام وکړئ ځکه چه هغوی زمونږ او درسول الله صلی الله ترمنځ واسطه ده، اوبیا چه یو عالم د سترو علماؤ او مجتهدینو څخه وي تابعي وي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرو سره یي ناسته پاسته کړې وي، په اتفاق دعلما‌ؤ تقي او متورع او دالله ولي انسان وي په کروړونو اتباع لري، نو ددسې عالم سره ډیره ګذاره پکار ده، ددوی تکلیفولو باندې هم الله خپه کیږي، او هم دغه په کروړونو مسلمانان، په حدیث قدسي کې راغلي چه الله فرمایې: من آذی لي ولیاً فقد آذنته بالحرب. او بله دا چه په علماؤ او اهل الخیر باندې غلط ظن هم ندی پکار ځکه چه ( ِان بعض الظن ِاثم) که امام صاحب د حدیثو ستر عالم نه وی نو دومره غټ تعداد کې سترو محدثینو لکه محمد بن الحسن الشیباني امام أبو یوسف امام أبو جعفر الطحاوي امام بدر الدین عیني امام علي القاري او په زرګونو نور علماؤ به ځانته بل امام اختیار کړی وی او د امام صاحب دمنهج نه به تیر شوي وی.

وصلی الله علی محمد وعلی آله وصحبه أجمعین

استاد عبد الوکیل محمد شعیب

[i] مشکل الاثار(۵۴/۴)

[ii] او هغه داسې ؤ چه یو طلاق به ورته په طهر کې ورکړي اوبیا يې چه دوه حیضه نور تیرکړه بل میړه ته حلالیږی.

[iii] سیر اعلام المحدثین للشیخ رمزي(ص/۶۰۱…)

[iv] سیر أعلام المحدثین (ص/۶۰۳)

[v] معجم الفاظ الجرح والتعدیل لسید عبد الماجد الغوري(ص/۱۲)

[vi] سیر أعلام النبلاء للذهبي (۳۹۵/۶).

[vii] تاریخ بغداد(۳۴۰/۱۳) ۹ (۳۴۲/۱۳) ۱۰(۳۴۵/۱۳)

[viii] سیر أعلام النبلاء(۴۰۳/۶)

[ix] الفقیه والمتفقه(۷۳/۲)

[x] سیر أعلام المحدثین(ص/۶۲۵)

[xi] تذکرة الحفاظ(۱۲۷/۱)

[xii] سیر أعلام المحدثین(ص/۶۲۵) ۱۴(ص/۶۲۳)

[xiii] البدایة والنهایة (۱۱۰/۱۰)

[xiv] شذرات الذهب (۲۲۸/۱)

[xv] تذکرة الحفاظ(۱۲۷/۱)

[xvi] تقریب التهذیب(۵۶۳/۲)

[xvii] طبقات الحفاظ(ص/۲۷)

[xviii] التاریخ الکبیر(۸۱/۸)

[xix] الضفاء والمتروکین(ص/۲۳۳)

[xx] المجروحین(۳۲۱/۲)

[xxi] تاریخ الخطیب (۴۴۴/۱۳)

[xxii] ضوابط الجرح والتعدیل للکتور عبد العزیزمحمد بن ابراهیم العبد اللطیف.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

محترم لیکوال صاحب الله دی تا ته اجر درکړی اما دامام ابوحنیفه په اړه ددی سوالو او شکوکو ځواب د علماو له طرفه ډیر مخکی داوسنی عصر خوارجو ته کوم چی په اوسنی زمانه کی یی په اهل حدیث او سلفیانو شهرت موندلی ورکړل شوی ده خو دا ددوی د عناد او حسد مریضی ده چی د حق د خبری منلو ته غاړه نه ږدی او دا ورته له خپلو پلرونو په میراث پاتی ده چی له امام ابوحنیفه سره به دښمنی پالی ځکه امام ابوحنیفه اولین کس و چی د اهل بدعه ،ضلاله او اهل هوا فرقو(شیعه،روافض،مرجیه،جهمیه،خوارج او معتزله)… نور لوستل »

بلاغ

جزاکما الله تعالی خیر الجزاء

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x