افغانستان

کندهار: د تېلو پمپونه احتجاجا تړل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار په ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې دننه او پر لویه لاره غځېدلي د تیلو ټول پمپونه د موټرو پر مخ احتجاجا خپل دروازې تړلي.
په کندهار ښار کې ټول ۱۱۰ او سپین بولدک ولسوالۍ کې ۲۷ تیل پمپونه د تیري شپې راهیسي تړل شوي دي، چې له کبله یې د بولدک او کندهار ښار تر منځ موټر چلونکي او مسافر له پریشانۍ سره مخ دي.
دبولدک ولسوالۍ د بازار ویش څخه یوه موټر چلونکي نن ټکی آسیا ته وویل چې پمپونه تړل شوي، هغه موټر چلونکي چې له مخکي څخه یې خپل په موټرو کې تیل اچولي، یو ځل کندهار ته تلای او را تلای سي.kandahar_petrol_malikan

د تېلو د پمپونو مالکان وايي چې د ماليې وزارت له خوا ورکړل شوی د عوایدو هدف د کندهار مستوفیت نه شي پوره کولای، چې د پوره کولو په خاطر یې د تیلو په پمپ باندي لوړې مالیې لګولي دي.

تیره ورځ ددغې موضوع د څیړلو په خاطر د تیل پمپونو مالکانو د کندهار ولایت د مرستیال عبد العلي شمسي سره لیدلي، او د موضوع د حل غوښتنه یې ځیني کړې.
د تېل پمپونو مالکانو ویلي چې له یوې خوا کاروبار په ټپه ولاړ دی، او له بله اړخه د کندهار مستوفیت په دوی باندي مالیې لوړي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x