د برتانیا پرنس هاري بیا افغانستان ته د جګړې لپاره راغلی
نن ټکی آسیا: نن د غربي رسنیو په قول د برتانیا پرنس هاري ددوهم ځلي لپاره افغانستان ته د جګړې لپاره لیږل شوی.
پرنس هاري چي څو ورځي تر مخه یې د امریکا د لاس فیګاس ښار څخه لوڅ عکسونه په داسي صورت کي نشر شوه، چي نومړي په یو شرابخانې کي لوڅ رقص کوی، غواړي چي خپل د هغو انځورونو بد اثر په افغانستان کي په خدمت تر سره کولو سره د خلګو له اذهانه وباسي.
پرنس هاري چي فعلا د هلمند ولایت مرکز ته نیژدې د برتانویانو فوځي مرکز ته رسیدلی، هغه به د اپاتشي هلیکوپتر الوتکي ددوهم پایلوټ په توګه، او هم ددغه الوتکي د ډزو کولو ماشیندار او میزایل فایرکونکي په توګه خپله دنده ترسره کوي.
نومړي چي د کال 2007 په اواخرو او کال 2008 په اوایلو کې په هلمند کې دنده ترسره کړې، په هغه وخت کې د الوتکو د ټرافیک د کنټرولر په حیث یې کار کاوه، خو برتانیا ته له تګ وروسته هغه د اپاتشي هلیکوپتر د پیلوټ په توګه تربیت کړی، او دا ځل به د یو پيلوټ په توګه خپل د څلور میاشتي موده پوره کوي.