نظــر

برېښنايي پېژندپاڼه، د افغانانو چيغي او د واکمنو کاڼه غوږونه؟!

لیکوال: عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

دا ډاکټر صاحب اشرف غني هم یو نمونه سړی دی. د خپلو انتخاباتي هلو ځلو په وخت کي يې څومري غورځي پرځي وکړې ، په خبرو کي چي به یې پرغاړه زور کړ ښارګونه به يې داسي وپړسېدل چي تاویل وبه چوي. زه ورسره وېرېدم چي نه چي کومه روغتیا يي ستونزه ورپېښه نه سي. هغه ډېري وعدې وکړې. زه هغه مهال لا په پوهېدم چی سړی بس همدغه خبری دی او نور هیڅ ! دوی به ویل چي دا په ګرده نړۍ کي دوهم متفکر دی؟! خو دا خبره ماته هغه مهال هم ټوکه ښکاېده او اوس خو دا دی ټول پوه سوو چي سړی د متفکر ترڅنګ لا هم نه دی تېر سوی. لومړی خو رشتیانی متفکر ډېری خبري نه کوي او نه خلکو ته د درواغو دومره وعدې ورکوي. ځکه متفکر خو فکر کوي چي که دا دومري وعدې خلکو ته ورکړم او بیا يې تر سره نه کړم، خلک به څه فکرکوي او زما متفکرتوب به څه سي؟

په هر صورت دغه متفکر هغه وخت ډېري خبري او د هر چا دا ډېري ښې اورېدې، خو اوس لکه چي د پښو پر تکلیف سربېره د غوږو تکلیف هم ور پېښ سوی دی. نو کاشکي یو ځل د خپلو غوږونو د درملني لپاره بیا هم جرمني ته ولاړسي.

که داسي نه وي، نو ولي يې هم فکر کار پرې ایښی، هم غوږونو. دا د فکر ځای دی چي دی دونه فکر لانه سي کولای چي اسلامیت او افغانیت د افغانانو دوه داسي ارزښتناک ارزښتونه دي چي که دا ځني لیري کړای سي هیڅ معنوي پانګه به ورپاته نه سي. او بیا که ده ډېر عمر په بهر کي تېر کړی دی او يا زموږ د هیواد، اسلامیت او افغانیت سره په جګړه کي ښکېلو کورنيو او بهرنيو دښمنانو ده ته بل ډول فکر پیدا کړی دی او د دې خبرو په ارزښت يې فکر نه رسيږي ، نو په پېژندپاڼو کي د افغانیت او اسلامیت د خانو د ورزیاتولو په باب د هیواد په ګوټ ګوټ او ان له هیواده بهر د افغانانو پر دې دونو نارو سورو، چيغو او اعتراضونو يې ولي غوږونه له اورېدو لوېدلي دي او دی او حواریون يې صم ، بکم، عمی فهم لایرجعون ګرځېدلي دی؟

زه چي فکر کوم سړی دومره بې تفکره هم نه دی. دی په دې اړه زموږ د افغانولۍ او اسلامولۍ د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له خوا تر فشار لاندي دی. زموږ دغه دوه ښکلي ارزښتونه هر وخت او په تاریخ کي زموږ د دښمنانو سرونو ته مرګوني سوکان او د هغو د تاريخي ماتي او خسران لامل ګرځېدلي دي. نو ده ته که څه هم افغانانو رایه ورکړې ده، خو اصلي ټاکنه، معاش، احسان، زور، شهرت ورکول، په ټول ټاکنو کي بې خرته لګښتونه او نور هرڅه يې د افغانانو د دښمنانو له خوا دي.

نو څرګنده ده چي دغه ښاغلی زموږ په خوله نه کوي، بلکي زموږ د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په خوله دی او د هغو له مراعته هیڅ نه سي وتلای. بیا نو د دې چاره دا نه ده چي موږ له دغسي سړي یا عبدالله عبدالله سره چي دواړه جان کیري مقرر کړي دي د هري کوچنۍ او غټي خبري پر سر چيغي او نارې جوړي کړو . ښه داده چي ټول ولس په ګډه او په یوه خوله په عدم تشدد او مسالمت آمېزو لارو چارو ګردسره د همدې راباندي تپل سوي ملي وحدت ضد حکومت استعفا وغواړو، پردو ته ټول په یوه خوله نه ووایو، هر یو يې له ځانه پیل کړو او تر چوکيو، امتیازونو او معاشونو، موټرونو او نورو يې تېر سو، هر څوک دي فکر وکړي چي که حکومت یا پردو غلیمانو څه ورکړي وي ایسته يې وروغورځوي او هر يو ووایو چي:

د افغان په ننګ مي وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

بې له دې دا وړۍ نه شړۍ کیږي والسلام.

ستاسو همت.

د لیکوال نوري لیکني په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/himat_leekani

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

که رښتیا ووایم نو د ډیری بوختیا له امله نشم کولای چی په دی اړه خپل مکمل نظر ولیکم خو دا لاندی لیکنه د اجمل عالمزی په نامه چا کړی چی زما نظرته ډیر ورته والی لری زه په تذکره کې د افغان دکلمی مخالف نه یم بلکی په تذکره کې د ملیتونو د لیکلو مخالف وم یم او اوسم به د ظاهر خان او داود خان په وخت کې په تذکره کې د افغان کلمه نه وه لیکل شوې او نه تراوسه په تذکره کې چا لیکلې، خو موږ پخوا هم افغانان وو اوس هم افغانان یو. یو ټوکه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x