افغانستان

کابل ښار کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې د کابل ښار نادرپښتون واټ کې چاودنه وشوه.

د کابل امنيتي چارواکي د پېښې پخلی کوي او وايي، چې چاودنه د چسپکي ماين په واسطه شوې ده.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند عبدالله کريمي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې چاودنه د پوليسو پر رينجر شوې ده.

د پېښې يو عيني شاهد نن ټکی اسيا ته وويل، چې صديق عمر مارکيټ مخته يې د درنې چاودنې غږ واورېد او له پېښې وروسته يې يو شمېر ټپيان هم وليدل، مګر د پېښې د قربانيانو دقيق شمېر نه دی معلوم.

په دې وروستيو کې په کابل کې د سپکو او درنو چاودنو پېښې زياتې شوي او تر اوسه په کې ګڼو دولتي مسؤولينو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x