افغانستان

فراه: د مسلکي او تخنیکي لیسې لپاره ستره ودانۍ جوړه شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): په فراه ولایت کې د مسلکي او تخنیکې لیسې ستره ودانۍ نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ چې ۲۲ کوټې لري او د شاوخوا ۱۴ ملیونه افغانیو په لګښت جوړ شوې، نن یې پرانېسته د فراه والي محمد اصف ننګ وکړه.

د فراه د والي ویاند جواد افغان نن ټکی اسیا ته وویل چې د پرانېستنې په غونډه والي، ولایتي شورا مرستیال، غړو او یو شمېر رییسانو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې د ودانۍ چار چاپېره دیوالونه به هم لنډه موده کې ورغول شي.

افغان له قوله یاده مسلکي او تخنیکي لیسه په دیرش جریبه ځمکه کې د شیر لوګر ودانیز شرکت لخوا جوړه شوې.

اوسمهال په دغه لیسه کې ۱۰۰۰ تنه زده کوونکي زده کړې کوي.

په دغې ستره ودانۍ کې ۱ عمومي اداره، ۱ کتابتون، ۴ د استادانو کوټې او ۱۶ صنفونه لري.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په فراه ولایت کې د دولتي پوهنتون د تاسیس ډبره هم کېښودل شوه. ولایتي چارواکي وايي چې د فراه پوهنتون ودانۍ به په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x