
کرزی: پاکستان د ډیورنډ کرښې رسمي توب غوښت
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي چې پاکستان ترې په رسمي ډول غوښتنه کړې وه چې د ډیورنډ کرښه د دواړو هیوادونو ترمینځ د رسمي پولې په توګه ومني.
نوموړي نن په کابل کې د ډیورنډ په اړه جوړ شوي علمي سینمار ته په وینا کې زیاته کړه چې د پاکستان دغه غوښتنه یې په خپل وخت کې رد کړې او منفي ځواب یې ورکړی.
دا لومړی ځل نه دی چې کرزی د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستان له پټو ارادو څخه پرده پورته کوي، نوموړي تل په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان ترې د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندل او د افغانستان په بهرنۍ تګلارې د پاکستان د نظارت غوښتنه کړې، خو هغه د پاکستان دا غوښتنې رد کړې دې.
کرزي د ۲۰۱۳ په می میاشت کې هغه مهال چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ راکټي بریدونه کول او پوځي تاسیسات جوړول، په لومړي ځل د ډیورنډ موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل چې پاکستان د دغو اقداماتو په مټ غواړي «افغانان مجبور کړي چې د ډیورنډ کرښې پر سر خبرو ته کښیني او په رسمیت یې وپیژني». خو نوموړي زیاته کړه چې افغانانو ته د ډیورنډ تحمیل شوې کرښه هیڅکله د منلو وړ نه ده.
تېره اوونۍ حامد کرزی له طلوع نیوز ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستان په دریځ غږیدلی و او ویلي یې و چې «پاکستان غوښتل دغه کرښه په مونږ د رسمي پولې په توګه ومني او لږ تر لږه د هند په اړه زمونږ بهرنی سیاست کنټرول کړي، پاکستان زمونږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق غوښت چې مونږ کله هم نه دی منلی».
په داسې حال کې چې پخوانی ولسمشر کرزی د پاکستان په خلاف په توندو مطبوعاتي دریځونو شهرت لري، د ګډ حکومت دواړو مشرانو د واک په لومړیو میاشتو کې له پاکستان سره د استخباراتي همکارۍ جنجالي تړون لاسلیک کړ چې د کرزي په باور د ډیورنډ او ګندمک له شرمناکې معاهدې څخه کم نه دی.
یاده دې وي چې ګڼ کتونکي د پاکستان او افغانستان ترمینځ د خپلمنځي تاوتریخوالي او امنیتي ستونزو لامل د ډیورنډ کرښه بولي.
دديورند كرشه دفشتون اولس فه سينه ديوه تيغ دوهلو حيثيت لري كرزي صاحب ملي مسايل فه نظر كي نيول اما غني كاكا له عبدالله سره ملي مسايل فه نظر كي نه نيسي جه داددوي فه كم تجربه كي او كم ظرفيتي دلالت كوي ملت له دي دوارو نه سخت ناراضه دي
کرزي اوس دملت په زړه کي ځای پیداکول غواړي او دملت په سترګوکي خاور ورشیندي په اول ځل یی دجمن سرحد دڅونقدیو په مقابل کی وپلورلو اوس ،دا پیرودنه ډیره مرموزه وه ځکه چي انګریزانو د کرښي په بدلون سره داولس احساسات اوجزبات او دطالبانو غبرګون تیست کولو هم ملت پټه خوله شو اوهم سرتیرطالبان داعمل یالومړی اقدام خپله کرزی وکړ دکرزی وروسته ځای به هم پاکستان وي اسلام باد وي کنی وبه ګورو
حیرانوونکی !!!!!! او حیرانوونکی ….. کرزی چه دغه څه نا څه خپلواک افغانستان د امریکا په مشری د نړی ۵۰ هیوادو ته وسپارلو هغه غلامی د پاکستان د ډیورنډ په پوله پټوی ، له خرزی څخه پوښتنه وکړی چه د خرمل په شان د امریکایانو په اسانو سپور د همدغه ډیورنډ د اکازامنو په اوښانو او اسانو ډوولی کی راوستل شوی ، هماغه انګریزانو درته همدغه بوله جوړه کړی چه نن تاته معاش درکوی او دغه د غلامی پاجاهی یی درکړی او دا خبره چه پاکستان د ډیورند د کرښی په رسمیت پیژندلو مطالبه لری ، هم د انګریزانو په… نور لوستل »
کرزی صاحب پاکستان ته د ډیورنډ لاین ور کول دشرم ځای بولي ، خو دټول افغانستان وجود دامریکایانو او متحدینو په غیږ کي ور غورځول ورته هیڅ هم ښکاري ، عجیبه انصاف دی ، شرم ددې دنیا دټولو غلامانو څخه کډه کړی ده .
واقعا کرزی غواړی چې په یو ډول افغانان وغولوی او خپل ځان د ملت خواخوږی ښکاره کی دی داسی فکر کوی چې ملت ته دده کړنې نه دی معلومې اوس خپله مرداری په پوچو خبرو پټوی — خذله الله تعالی وقاتله
رښتونی ازاد مشر داسي وي لاندی لینک وګوری پری وویاړی.
د پاکستانى اجير حکومت د يوه ستر لېډر (اسفنديار ولى خان ) دا ويډيو چې و نه ګورئ ؛ نو د (عمرثالث) له يوه لوى اسدى خاصيت څخه به بې خبره پاتې شئ ؛ نوره مو خوښه !
https://www.facebook.com/pages/%D8%AF-%D8%B9%D9%85%D8%B1-%D8%AB%D8%A7%D9%84%D8%AB-%D8%B5%D9%81%D8%AD%D9%87-%D8%AF%D9%87-%D9%84%D8%A7%D9%8A%DA%A9-%D8%BA%D9%88%D8%A7%DA%93%D9%89/765026043624407