نظــر

د سوريې وېش، د عربي هېوادونو په مرسته

ليکوال: غازي دحمان- سوريايي ليکوال او څېړونکی

 

ژباړن: احمدالله احمدزی

سرچينه: الجزيره.نت

لا هم ځينې لګيا دي، د سوريې د وېش خبرې کوي او ځيني نور بيا د سيمه ييزو او جغرافيايي حالاتو له امله د سوريې تقسيم ناشونی بولي. د بشارالاسد رژيم عملاً د سوريې د وېش لپاره داسې ګامونه پورته کړي، چې دغه ناشونی او ناوړه کار يې حقيقت ته نږدې کړی او له تېرو څو کلونو راهيسې يې د خپل ولس د ځپلو، وژلو او له هېواده په شړلو يې د سوريې تقسيم هڅې پيل کړي دي.

ليکوال: غازي دحمان- سوريايي ليکوال او څېړونکی
ليکوال: غازي دحمان- سوريايي ليکوال او څېړونکی

ډېر لږ وخت پاتې دی، چې بشارالاسد د تلويزون پر پرده راښکاره شي او د اوسنيو ستونزو په اړه له نړۍ سره د خبرو اترو لپاره تياری وښيي او په دغه وخت کې به تهران او روسيه د بشارالاسد وړ انديز د سوريې د کشالې مثالي او تر ټولو غوره حل بولي.
په دغه حال کې به د سوريې ولس او ځيني بهرني هېوادونه د نړيوالې ميډيا هغو تقسيمونو له امله په شش او پنج کې پاتې وي، چې د سوريې ځمکه د مخالفينو او بشار تر منځ وېشي او ځيني به يې وايي، چې بشارالاسد يوازې د سوريې پر اتلس سلنه برخه حاکم دی او کله به خلک د روسيې پر وړانديزونو او طرحو خبرې کوي، چې د سوريې کشاله د ښکېلو اړخونو تر منځ حل کړي او دغه وخت کې بيا مسکو دا هم وايي، چې دوی د رژيم ملاتړ او مرسته کوي، نه د اشخاصو.

همدا رنګه وسله وال مخالفين به هم هڅه کوي، چې د خپل ځواک د زياتوالي او نړيوالې ټولنې په موقف کې د بدلون پر لور وګوري او دوی په دې لټه کې دي، چې د سوريې کشاله کې د تلې پله پر خپل لور زياته وښيي او يا دا چې د سوريې په راتلونکي کې د بشارالاسد مداخلې او ونډې ضد دريځ باندې ټينګ پاتې شي.

د سوريې رښتينی او حقيقي راتلونکي په اړه بايد وويل شي، چې ايران او ګډونوال يې اوس پر دې خبره پوه شوي، چې د سوريې مسئله اوس د اور په لمبو کې ده او دا مسئله د سياست پر ځای د جګړې د زور او قوت په ښودلو د حل پر لور ځي. له همدې امله ايران، بشارالاسد او حزب الله په سوريه کې خونړۍ جګړې کوي او د جګړې ټولې سيمې د خپل خيالي دولت د قايمولو ارمان بولي او بالاخره نړۍ به هم دوی د دغه ارمان په پوره کېدو مرستو او خبرو اترو ته تياره شي.

د دمشق له سويل نيولې جغرافيايي حدود، چې په دې کې سهل، حوران او د قنيطره ډېرې برخې هم په کې راځي تر زبداني، قلمون تر قصير سيمو پورې د هغه خيالي دولت حدود دي، چې ايرانی ايتلاف يې د قيام لپاره جګړه کوي او په مقابل کې يې نړيواله ټولنه له حمص او د دمشق له ځينو سيمو نيولې تر حماة، اللاذقيه او طرطوس پورې د بل دولت د جوړولو په لټه کې دي.
د نظام چارواکو نړۍ ته دا اعلان کړی، چې خپله جګړه د ستراتيژيکو موخو لپاره دغو سيمو ته انتقالوي او د دوی په ګومان دغه سيمې د نورې سوريې په پرتله ډېرې مهمې دي او په عملي توګه هم ټولې جګړې او نظامي فعاليتونه په همدې سيمو کې روان دي.

دا چې بشارالاسد د سوريې تقسيم لپاره خپله دنده تر ډېره ترسره کړې، دمشق او شاوخوا سيمې تر ډېره له پاڅونوالو او ولسي خلکو پاکې شوي او هغه په همدې طريقه غواړي، چې قلمون، قصير او زبداني کې دغه طرحه عملي کړي او له هغې وروسته به هڅه کوي، چې د دمشق لويديځ کې «مضايا، سرغابا بردي دره» او ورپسې ختيځه غوطه، دوما، عربين او جوبر سيمې او د دمشق سويل کې يرموک، بيت سحم او ببيلا سيمې هم له ځايي اوسېدونکو او پاڅونوالو پاکې کړي او د دې لپاره يې عملا کارونه پيل کړي دي او هره ورځ ترې سلګونو کورنۍ په سرو سترګو کډه کيږي.

دې کې شک نه د بشارالاسد پر نظام دا ډول حالات څه نوي نه دي او د پېښو څارونکي وايي، چې دا کار د بشار لپاره هغه د بديل په توګه د منلو دی، چې د ټولې سوريې له کنټرول او واکه عاجز شي، مګر د سوريې د تقسيم تر ټولو لوی غوښتونکی هېواد امريکا ده، چې ايران ته يې سيمه کې د مداخلې بشپړه ازادي ورکړې، د سوريې کشالې په اړه يې اولوياتو کې بدلون راغلی او د اسلامي دولت ډلې په پرتله بشارالاسد کم ګواښ بولي.

د امريکا دغه ګام د ايران لپاره د شنې بتۍ په معنا دی، چې د سوريې پر سياسي او جغرافيايي ارزښتونو لوبې وکړي او ايران د دې پلان د عملي کولو لپاره له هېڅ وحشي ګامه مخ نه اړوي او هڅه کوي، چې دغه سيمې د جګړو، بمباريو او قتلونو په زور له خلکو خالي کړي او د دغه شوم پلان له امله نږدې پنځه ميليونه سوريايي وګړي در په در خاورې په سر شوي دي او اوس د ايران ايتلاف سيمه کې د نوي سوريايي دولت د جوړولو په لټه کې دی.

د اوباما د واکمنۍ له پيله ايران او پلويان يې هڅه کوي، چې د سوريې حقيقي جغرافيه بدله کړي او همدا رنګه سيمه کې د روس مناورې هم د دغه پلان په عملي کولو کې مرسته کړې او ټوله هڅه يې دا ده، چې د سوريې ستونزه د بشارالاسد په ګټه حل و فصل شي، چې هغه د سوريې وېش دی.

همدا رنګه د وسله والو پاڅونوالو تېروتنو هم د دغه خونړي پلان د عملي کولو لپاره ډېر خام مواد برابر کړي دي؛ هغه دا چې د مخالفينو تر منځ د نظم او يووالي کمښت، ځينې يې د بهرنيو هېوادونو سره تړلي او د دغو هېوادونو د مرستو لپاره ځينې کارونه کوي، چې دا ټول د ايران د شوم پلان په عملي کولو کې مرسته کوي.

دغو پاڅونوالو دغه سيمې ټولې په داسې حال کې پرېښودې، چې هېڅ ګټه يې ترې تر لاسه نه کړه، د وخت په تېرېدو د پاڅونوالو مشران د جګړې د قوماندانونو په څېر ښکاري، په داسې حال کې د سوريې د اوږدې او عميقې ستونزې له فهم او ادراکه عاجز دي.

د ساري په توګه جنوبي جبهې د دې دردناک حقيقت ښه مثال دی، چې غرفة الموک سيمه يې د بشارالاسد رژيم ته پرېښوده او هغوی په کې د خپلې خوښې حدود او پلانونه جوړوي.

دا هم بايد وويل شي، چې دا هرڅه د عربي هېوادونو په مرسته او دسيسه روان دي او دوی کولای شوای، چې د جدي مداخلې او ګامونو په پورته کولو يې د دغه شوم پلان مخه نيولې وای او د سوريې د دغه اوسني مسير مخنيوی يې کړی وای او دا هم شونې وه، چې د ايران د پلان مقابل کې يې خپل سالمه ستراتيژي جوړه کړې وای. د دغه هدف لپاره يې ډېر زيات وسايل او اسباب هم درلودل، مګر د عربي هېوادونو نه پلان او جرئت او تر څنګ د هر هېواد لنډ تنګ نظر له امله دا زرين چانس له لاسه ووت.

دا خبره تر دې ځايه هم نه وه، بلکې مصر کې له پوځي کودتا وروسته عبدالفتاح السيسي خپله ټوله هڅه وکړي، چې د سوريې مسير د بشارالاسد په ګټه راوڅرخوي او په ټولو ډيپلوماتيکو، سياسي او نظامي ډګرونو کې يې د بشارالاسد د رژيم هر ډول ملاتړ وکړ او همدا رنګه يې هڅه وکړه، چې د مخالفينو تر منځ ستونزې او اختلافات نور هم ژور کړي او ګڼو عربي هېوادونو د بشارالاسد د ژغورنې هڅې د دې لپاره وکړې، چې د سوريې او سيمې اسلامي ډلې ښې وځپل شي.

سربېره پر دې د سوريايي ولس د ځپل، وژلو او شړلو لپاره د بشارالاسد لوجستيکي، امنيتي او نظامي مرستو د ايران د ګټو لپاره سوريه له خلکو خالي کولو کې ډېره ونډه لري او بشارالاسد په دې اړه څه موده وړاندې «منار» تلويزون سره په خپلو خبرو کې په دې خبرو اعتراف وکړ او همدا رنګه د مصر نظامي چارواکو هم دا منلې، چې د طرطوس سمندري بندرګاه ته يې د بشارالاسد د ملاتړ لپاره وسلې او نورې نظامي مرستې لېږدولي دي.

نن سبا سيسي هم هڅه کوي، چې د سوريې کشاله د ايران په ګټه وڅرخي او سيمه کې د دوی خيالي شيعه دولت قايم شي، په داسې حال کې، چې بشارالاسد ته يو نوی دولت له پوره واک سره وسپارل شي، چې عربي هېوادونو کې ځانته څه ووايي او د سوريې ولس له دې ټولې پروسې بې برخې پاتې شي او دوی به يا سره وېشلي وي او يا به هم داسې ځاي کې محاصره وي، چې هېڅ دولت ونه لري.

ايا د سوريې تقسيم په رښتيا نږدې شویی او ايا د سوريې خلک به يې ومني؟ موږ نن سبا په يو سخت خطرناک حالت کې يې يو. واک کې د بشارالاسد پاتې کېدل او د سوريې تقسيم چانس پنځوس سلنه دی او همدا رنګه دا چانس هم پنځوس سلنه دی، چې پاڅونوال دې بريالي شي او د بشار ټول پلانونه شنډ شي.

يا به بشارالاسد د ايران او روس د ورکړل شوي پلان له مخې له دغه حالته کامياب تېر شي او يا به د روانو ستونزو او کړاوونو له امله له واکه لاس پر شي او پاڅونوال خپلې تېروتنې سمې او د ايران پلان شنډ کړي، مګر که حالات همداسې روان وي، چې اوس څنګه دي، هغه دا چې بشارالاسد په واک کې پاتې شي او په خپلو پلان شوو سيمو کې ځانونه نور هم ټينګ او قوي کړي، نو بيا د پاڅونوالو بريا او د سوريې راتلونکی راته له اندېښنو او ګواښونو ډک ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x