
د کابل پر څلورو دروازو امنیتي سکینرونه نصبیږی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د کابل د امنیت د تامین لپاره ددغه ښار پر څلورو دروازو امنیتي سکینرونه نصبیږي.
په کابل کې د چین سفیر دنګ شیوجنګ د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په یوه لیدنه کې ویلي چې د کابل ښار د امنیت د تامین لپاره دوی امنیتي سکېنرونه چمتو کړي دي او تر راتلونکو څلورو اونیو پورې به یې افغانستان ته راولېږدوي.
د ملي امنیت د سلاکار دفتر خبرپاڼه وايي چې دا امنیتي سکېنرونه به د لویو وسایطو او نورو د پلټنې وړ موادو په پلټنه کې له ملي امنیتي ځواکونو سره مهمه مرسته وکړي. د چین هېواد متخصصین به د دې وسایلو په نصیب او له هغو څخه د استفادې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې هم مرسته کوي.
په دغه لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار د چین هېواد له مرستو او همکاریو د قدردانۍ تر څنګ ویلي چې چین يې نېږدې ملګری او همکار دی او د چین خلکو او دولت په تېرو دولسو کلونو کې پر خپلو پراخو مرستو او همکاریو دا دوستي لا ډېره ثابته او واضحه کړې ده.
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې د کابل ښار د څلورو دروازو د امنیتي سکېنرونو د انتقال لپاره به د ملي امنیت شورا دفتر له اړوندو ادارو سره لازمه همغږي وکړي.
د کابل په څلورو دروازو کې د امنیتي سکینرونو د نصبولو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې طالبانو موده وړاندې په کابل کې په بهرنیانو څو چاودنې ترسره کړې او په جنوب و شمال ولایتونو کې يې ډيری سیمې له دولته ونیولې.
چین او روسیه غواړی چي دغرب مستعمل یوز جاسوسان خپل کړي ترڅو دراتلونکی نو ی جګړی مخ پر ډب کړي خو داجګړه تر نورو توپیرلری دزړو جاسوسانو کار یی نه دي .