fbpx

طالبان :دحقاني شبکه هیڅ وجود نلري ،دادامریکالخوا یوخودساخته نوم دی

تیره ورځ دامریکادبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې امریکا دحقاني شبکې په نامه ډله دامریکا دتروریستي ډلو په لیست کې شامله کړه ،دبهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټون وویل امریکا به دحقاني شبکې په غړو بندیزونه ولګوي او په خارجي بینکونو کې به دهغوۍ شتمني کنګل او اکاونټونه به یي بند کړي. دامریکا دې اعلان ته نن طالبانو ډیر سخت غبرګون وښود او داکار یې دامریکایانو یوه تبلیغاتي جګړه او دمجاهدینوپه منځ کې ددرز اچولو  یوه ناکامه دسیسه وبلله ،په غبرګون کې ویل شوي ،دحقاني شبکې په نوم په افغانستان کې هیڅ ډله وجود نلري دادامریکا لخوا یو خود ساخته نوم دي

چې دخپلو شومو اهدافو دترلاسه کولو لپاره یې استعمالوي،په غبرګون کې یادونه شوې مولوي جلال الدین حقاني صاحب داسلامي امارت یو پیاوړي ،منلي جهادي شخصیت او تکړه قومندان او عالیقدر امیرالمؤمنین ته ډیر نژدي ،وفادار او اعتمادي شخص دي،دحقاني صاحب ترقومنده لاندي داشغال په وړاندي جنګیدونکي افراد داسلامي امارت سرښندونکي مجاهدین دي .

داغبرګون چې دطالبانو دفرهنګي کمیسیون دنشراتي ارګانونوله لوري رسنیو ته لیږل شوی یوه کافي یی نن ټکي اسیاهم ترلاسه کړې چې دموضوع اهمیت ته په کتوسره دمینوالو دنورو معلوماتودترلاسه کولو په وجه کټ مټ نشر ته سپارو .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دامریکا لخوا دحقانی په نامه دمستقلې شبکې خودساخته نوم کارول اوبیایې په تورلست کې دشمولیت په اړه

دافغانستان داسلامی امارت  اعلامیه

چاچې دامریکااستعماري ځواک غوښتنواو هوسونوته غاړه نه ده ايښې او په وړاندې يې  داقدام   او مشروع مقابلې ملاتړلې ، نوامریکایې تل دشيطاني حربو په کارولو سره  په وړاندې شيطاني عمل کړی،په دي سلسله کې یې  تيره ورځ په افغانستان کې دهيواد دغښتلي جهادي شخصیت  محترم مولوی صیب جلال الدین حقاني  نامه ته له خپله لوري منسوبه  کړي شبکه په تور لیست کې په داسی حال کې شامله اعلان کړه چې ، په افغانستان کې نه دحقاني صيب په نامه کومه  جلا اداره شته او نه هم کومه جلا شبکه ، محترم مولوي صيب جلال الدين حقاني  داسلامی امارت درهبري شورا غړی او عالقدرامیرالمؤمنین ته خورا نږدي ،وفاداراو اعتماد ي شخصیت ده او هغه مجاهدين هم چې قومانده يې  دحقاني صیب زامنوته سپارل شوي داسلامی امارت سرښندونکي مجاهدين دي چې لکه نور مجاهدین دعالیقدر اميرالمؤمنين کلک اطاعت کوي او په هيواد کې دیرغلګرو په خلاف جهاد او مبارزه پرمخ وړي، داچې امريکا دخپلې شيطاني دسيسې  په کارولو سره غواړې داسلامی امارت په واحد او منظم صف کې دحقاني شبکې په نامه کومه ډله جوړه کړي او بيا هغه په تور لیست کې داخله کړي  او ورسره يرغل پلوه ميډيا هم دغه نوم بي له کوم خارجي جلا وجوده تبليغوي  داسې عمل ديرغلګرو په تورتاريخ کې کومه بي سارې او نوې پيښه نده ، دغه مشهوده دسيسه له کلونورا هيسي له نامرادۍ سره مخ شوي او امريکا په خپل دغه  شوم عزم کې نه ده بريالۍ شوې،  همدالامل ده چې دښمن  دستونزې د واقعي حل پرځای داراز ازمويل شوو او ناکامواقداماتو ته اړشوی ، امریکابایدپوه شي چې په خپلو دغه راز کړنو سره به  دځان په وړاندې  دمسلمانانو لا کرکه او نفرت وپاروي  او ددغه راز کړنو ټول ناوړه عواقب به هم  دهمدې مکارې امريکا او هغو څيرو په غاړه وي چې داسلامی امارت په وړاندې غير انساني او ظالمانه اقدامات کوي ، اسلامی امارت ددښمن تور او سپين لیست ته هيڅ ارزښت نه ورکوي بلکي دغه راز بي نتيجې او بي ګټې  اعلانونه څوارلس کاله مخکې لا پیل شوي او دجناب حقاني صاحب په شمول داسلامي امارت ډیر لوړ پوري مسئولین په یوه او بل لست کې دا خل شوي او اعلا ن شوي خو زموږپه روانه مبارزه یې هیڅ ډول منفي اثر نه دی کړی ،تراوسه یې نه کومه  مطلوبه نتيجه لرلي او نه به يې هم له دې نه هيسته ولري لهذا دا وروستي اعلان به یې هم دتیرو هغو په څیر بي نتیجي او بي اثره وي او اسلامي امارت یې په کلکه ردوي ،  داسلامي امارت مجاهدین نه دامریکایي کمپنیواو اشخاصو سره راکړه ور کړه لري او نه هلته مالي زیر مي لري چي دوی یې کنګل کړي ، ستاسو دغه له بزدلي اوله ويرې ډک عمل چې داسلامی امارت  مجاهدین په اصطلاح په خپل تور ليست کې داخلوي  ستاسو په پوره وارخطايي او ماتې دلالت کوي ، دغه اقدام به کله هم زموږ دولس او مجاهدینو ارادې کمزورې نکړي بلکې له پخوانيو هغونه به لاهم   قوي او پیاوړي شي چې ستوغې پايلي او دپيښماني  دروندپيټی به يې بيا هم دامریکا دغاړې طوق وي  .

دافغانستان  اسلامی امارت

۱۴۳۳/۱۰/۲۱هق

۱۳۹۱/۶/۱۸هش ــ ۲۰۱۲/۹/۸ م

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د