ټکنالوژي

۵۰ ډالره بیه لروونکی ټبلېټ وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): امازون کمپنۍ اعلان کړی چې دغه کمپنۍ غواړي ۶ انچه ډسپلې لروونکی ټبلېټ وړاندې کړي.

امازون کمپنۍ د دغې ټبلېټ په اړه رسنیو ته وویل چې دغه کمپنۍ غواړي خپل دغه ارزانه ټبلېټ د همدې کال په ژمي کې نړیوالو بازارونو کې د دغې کمپنۍ کاروونکو ته وړاندې کړي.

اوسمهال هم زیات شمیر ټبلېټونه په بازارونو کې شتون لري چې په ټیټه بیه کاروونکو ته وړاندې شوي خو د امازون کمپنۍ په وینا دغه ټبلېټ به یوازې ۵۰ ډالره په بیه کاروونکو ته وړاندې شي.

د دغې ټبلېټ دغه ټیټه بیه همدا اوس هم توانیدلی د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي او زیات شمیر نړیوالو کاروونکو د دغې ټبلېټ ترلاسه کولو لپاره غواړي خپل نومونه د امازون له کمپنۍ سره ثبت کړي.

دغه ټبلېټ چې د امازون کمپنۍ لخوا فایر ایج ډي ۶ نومول شوی د ساده کارونو لکه د توکو انلاین پیریدل، ویډیو او تصویرونو کتلو لپاره ډیزاین شوی. د دغې ټبلېټ بیټرۍ نشي کولی د اوږدې مودې لپاره چارج وساتي او یوازې محدوده اندازه فایلونه ثبتولی شي.

دغه ټبلېټ به له ۶ انچه ډسپلې سره وړاندې کیږي. دغه ټبلېټ د سیم کارت قبلولو وړتیا نه لري او کاروونکي د دغې ټبلېټ په مرسته غږیزې اړیکې نشي ټینګولی.

امازون کمپنۍ غواړي ۸ او ۱۰ انچه ډسپلې لروونکي ټبلېټونه هم وړاندې کړي. له دې وړاندې امازون کمپنۍ غوښتل ۱۴ انچه ډسپلې لروونکی ټبلېټ وړاندې کړي خو ماتې خوړلو له ویرې د دغې ټبلېټ وړاندې کول يي ځنډولی.

د امازون فایر ایچ ډي ۶ نومې ټبلېټ یوازې د هغو کاروونکو لپاره چې په انلاین بڼه تجارت کوي یوه غوره انتخاب دی خو د هغو کسانو لپاره چې د نورو کارونو لپاره ټبلېت کاروي دغه ټبلېټ به تر ټولو بد انتخاب وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x