نړۍ

ترکيه کې چاودنې څوارلس پوليس ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): ترکي رسنۍ وايي، چې نن له غرمې وړاندې د هېواد ختيځ کې يوې چاودنې لږ تر لږه څوارلس پوليس وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

د ترکيې کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې چاودنه د هېواد ختيځ کې د ارمينيا سرحد سره نږدې شوې ده.

د چارواکو په وينا چاودنه ځمکه کې د خښ شوي ماين په واسطه شوې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې کيږي، چې تېره ورځ هم کردي ياغيانو په يو وسله وال بريد کې شپاړس ترکي عسکر وژلي وو.
تېر جولايي راهيسې يو ځل بيا ترکي جنګي الوتکو د کردي ياغيانو پر ضد بريدونو پيل کړي او کردي ياغيانو د دغو بمباريو د غچ اخيستو په موخه پر ترکي عسکرو بريدونه او چاودنې پيل کړي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان او لومړي وزير احمد داود اوغلو دغه بريدونه په سختو ټکو غندلي او هوډ يې څرګند کړی، چې د ياغيانو د ځپلو لپاره به ټولې لارې په کار واچوي او د ترکيې امنيت ته د هر پېښېدونکي ګواښ د مخنيوي لپاره بشپړ تياری لري.

تېره ورځ د ترکيې دفاع وزارت ويلي و، چې د کردي ياغيانو پر ديارلسو مهمو مرکزونو يې درنې بمبارۍ کړي او ګڼو ياغيانو ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x