کابل : سیاف دمسعود دنمانځنې په غونډه کې کفریات ویلي
پخواني جهادي مشر او دنظار شوری حلیف عبدرب الرسول سیاف نن په کابل کې دوژل شوي جګړه مار احمدشاه مسعود دیوولسم تلین دلمانځنې په مراسمو کې خورا هیښوونکې وینا کړې او په ځین برخو کې یې ښکاره کفریات غږولي .
دسیاف دنننۍ وینا ډیر تمرکز په فدایي مجاهدینو او استشهادي عملیاتو وو ، ده وویل چې دابریدونه حرام دي ، دافغانستان حکومت که دا ډول کسان نیسي باید چې سمدستي یې اعدام کړي او دکابل په دروازو یې راوځړوي .
سیاف چې خورا قهروړی ویې ویل (پنج انتحاری را در پنج دروازه آویزان کنید، اگر دیگر انتحاری در کابل پیدا شد مرا به جای شان جزا بدهید )
سیاف دغه راز وویل چې په افغانستان کې دبهرنيو راغلیو حربي کفارو او دهغوی دکینول شوي حکومت په ضد جګړه دده په خبره له خدای او رسول سره جګړه ده .
ده وویل چې دا ډول کسان دده دفتوا له مخې چې کله نیول کیږي ، باید لاسونه او پښې ترې غوڅ شي او راوځړول شي .
سیاف دغه راز وویل چې استشهادي عملیات هیڅ جواز نلري ، ده استشهادي مجاهدین دخطابې له میز څخه مخاطب کړل ، او دهغوی په باب یې څو نادرې سپکې سپورې وویلې .
عبدالرسول سیاف چې وروسته یې نوم دسعودي داستخباراتو مشر ترکی الفیصل وربدل کړ ، او عبدرب الرسول شو ، دپخواني جهاد یو وتلی مشر بلل کیده ، نوموړي هغه مهال نه یوازې نړیوال کفري طاقتونه محکومول بلکې داسلامي نړۍ حاکم رژیمونه یې هم بلا استثناء طاغوت بلل .
نوموړی تردې حده سخت وو چې دتنظیمي جګړو په مهال یې داکابل په افشارو او دشتي برچې کې دپرتو اهل تشیع افغانانو په خلاف جهاد فرض باله او مسعود ته دافشارو دقتل عام فتوا هم ده ورکړله .
دغه راز چې کله دطالبانو تحریک کابل ته ورسید نو نوموړي مسعود او نورو کابل میشتو ته وویل چې له طالبانو سره جنګ فرض عین دی .
سیاف چې پخوا یې ظاهرشاه واجب القتل باله ،هیوادته دظاهرشاه له راتګ وروسته یې نوموړي ته په پغمان کې لویه میلمستیا وکړه او خپلې پخوانې فتواوې یې هیرې کړې .
دسیاف نننۍ لیونۍ فتواوې له دې امله شاید دهيښتیا وړ نه وي ، چې نوموړی تروروستۍ کچې احساساتي او په خپل دريځ کې افراطي سړی دی ، ډیر زر دکفر او قتل فتوا ورکوي ، او دنیا په ځان پورې خندوي .