اقتصاد

اقتصادی هڅې

لیکوال: خالقیار احمدزی

وړمه ورځ افغانستان د ریکا اقتصادی سرمشریزې کوربه وه او د نړۍ د څو هیوادونو د استازو په شمول ډیرۍ لوړپوړی چارواکی اقتصادپوهان او دخصوصی سکتور ګڼو سوداګرو پکې ګډون درلود.

غونډې ته افغان ولسمشر هم خپله ترتیب کړې وینا وا وروله او د تیر په څیریئ بیا دنړیوال بازار په نرم،اوستنډرد وغږیده .

د غونډې بل وینا وال دبهرنیوچارو وزیر اود فقید ربانی ځوی ښاغلی صلاح الدین ربانی وه چې دغونډې ټول جالبیت د ده غیر متوقع خبرو ځان ته راجلب کړی وه .
نوموړی چې سیاسی لیدلوری یئ هم په ستاینه نه ارزی په اقتصادی چارو کې هم تجربه نلری ځکه چې تعلیمی سویه، سیاسی مخینه ،او د یو څرګند لیدلوری په نه درلودلوسره، د وراثت،او نیم واکۍ پخاطر په یو غیر مترقبه څوکۍ ګمارل شوی شخص دی .. .)

نوموړی د غونډې د ستایلو ترڅنګ د داډول غونډو د تداوم غوښتنې ترڅنګ ، خصوصی سکتور هم وهڅاوه. او په هیواد کې یئ د پانګونې هیله ترې وکړه

راځم اصلی خبرې ته !

که د دې غونډو په شالید څیړنه وکړو ډیری یئ تبلیغاتی وعدې، او یا هم د موقت وخت لپاره پلې شوی دی .

په ۲۰۱۳ کې کرزی چې د نړیوالو مشرانو څخه په موثقو وعدو د مرستې غوښتنه کړې وه تر اوسه یئ دریمه برخه هم افغانستان ته نده راغلې .

دا غونډې د څه پخاطر؟

او ولې کومه مثبته لاسته راوړنه نلری ؟

دچاروشنکونکی،او د پیښو څارونکی پدې باور دی. چې نړیوالو کله چې د افغانستان لاچاری او اړتیا محسوس کړه نو یئ د دا ډول ژمنو ،تشو وعدو پخاطر د کنفراسونو ، نړیوالو سرمشریزو په دایرولو مټې را ونغاړلې .

ترڅو دافغان لوری سره دځینو شرایطو په تعمیل خپلې بسپنې ولوروی.

هغه شرایط: چې ډیرۍ یئ د تروریزم د مخنیوی او د طالبانو،القاعدې په ضدهڅاند رول لوبول.

د نشه یئ توکو له منځه وړل.

او د اداری فساد مخنیوی په ګوته شوی .

چې تر دمګړۍ افغان لوری په هر شق كې په وروسته پاته کیدو خپلې منظورشوې بسپنې بیرته د نړیوالو تر در درشل ورسولې .

د امریکایئ سرپلټونکې ادارې یا سیګار مشر جان سپکو ویلی چې د امریکایئ مرستو ډېرۍ برخه یئ بیرته له هیواده بهر په مختلفو لارو وتلې .

پداسې حال کې چې امریکا او نړیوالې ټولنې پراخ لګښتونه په افغانستان کې وکړل .

د شنونکو په باور تمویلونکو هیوادونو ۴۰ فیصده وارده شوې مرسته له افغانستان څخه بیرته له ځانه سره وړې.

د سیګار له قوله دهر امریکایئ فوځی ورځنۍ لګښت له ۵۰ تر ۱۰۰ ډالرو پورې رسیږی پداسې حال کې چې لوړپوړی افغان چارواکی هم دا ډول بی ساری لګښت نلری.

ګډحكومت هڅې پیل کړې ترڅو بهرنۍ بسپنه په ښه توګه تمویل او د هیواد اقتصاد ورغوی .

دیو نوی راپور په بنسټ جمهور غنی په یو نوی فرمان کې ویلی . د نسبتا ارام ولایاتو د مختلفو شعبو د عسکر تنخوا باید ۵% ښکته شی . او د نا امنه سیمو د عساکرو باید تر ۱۰% فیصده تنخوا کې زیادت راشی.

ولسمشر پداسې حال کې دا فرمان صادروی چې اولس له فقر سره لاس اوګریوان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x