افغانستان

«اتیاسلنه افغانان په نوو پېژندپاڼو کې یوازې د ملي هویت یادونه غواړي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په نوو برېښنايي پېژندپاڼو کې د ملي هویت ذکر هغه وخت لانجمن شو چې د نفوسو د ثبت د قانون مسوده ولسمشر ته د توشیح لپاره په داسې بڼه استول شوې ده چې د ملي هویت ذکر په کې نه کېږي.

د پلازمېنې کابل په ګډون په ننګرهار، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې فرهنګیانو، د مدني ټولنو غړو، لیکوالو او عامو افغانانو لاریونونه وکړل او په برېښنايي پېژندپاڼو کې يې د اسلام د مبارک دین او افغان ملي هویت یادونې غوښتنه وکړه. دغو لاریونونو اوس د هېواد بهر ته هم لاره کړې ده. ښايي په راتلونکو څو ورځو کې لندن مېشتي افغانان هم په نوو پېژندپاڼو کې د افغان ملي هویت د درج په موخه لاریون وکړي.

تېره اوونۍ هم په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان د یادونې په موخه زرګونو کسانو د ارګ مخې ته لاریون وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دوی غوښتنې ته دې مثبت ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت دویم اړخ غواړي چې نوې پېژندپاڼې د دین او ملي هویت له یادونې پرته ووېشل شي. اجراییه ریاست ته نژدې ګڼو څېرو په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د «افغان» او «اسلام» یادونې ته اړتیا نه شته. د کورنیو چارو وزیر، نورالحق علومي، چې په ګډ حکومت کې د اجراییه رييس د ټیم غړی دی، هم په نوو پېژندپاڼو کې د «افغان» هویت له یادونې سره مخالفت کړی. servay

پرون پژواک خبري اژانس یوې داسې سروې خپره کړه، چې ښيي له اتیاسلنو زیات افغانان په نوو پېژندپاڼو کې د ملي هویت د یادونې غوښتنه کوي. دغه سروې چې په پرلیکه ډول ترسره شوې ده، ۲۰۷۰ تنو په کې برخه اخیستې ده.

د ګډونوالو له ډلې، ۸۴سلنه (۱۷۳۲تنو) ویلي چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې دې یوازې «افغان» ملت هویت یاد شي او ۱۰سلنه نورو (۷۳تنو) بیا ویلي چې دواړه، ملت او قومیت دې یاد شي.

په دغې سروې کې یوازې ۳سلنه (۷۳تنو) په پېژندپاڼو کې یوازې د قومیت (پښتون، تاجک، ازبیک، هزاره…) غوښتنه کړې او ۳سلنه نورو بیا د دواړو غوښتنه کړې ده.

د پژواک خبري اژانس مشر، دانش کړوخېل ویلي چې د دغې سروې د ترسره کونې موخه د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه د خلکو د نظر پوښتل دي تر څو څرګنده شي چې خلک له کومو ځانګړنو سره پېژندپاڼې غواړي. کړخېل زیاته کړې، دغه سروې په پرلیکه ډول په خواله رسنیو کې د وږي پر اوومې د ماسپښين له ۱۲ د بلې ورځې د سهار تر ۱۱بجو ترسره شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x