د نن سرلیکنه

بهرني ځواکونه ولي داخلي عسکر وژني ؟!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: (سه شنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ یوځل بیا د هلمند په ولایت کې د ناټو هوايي ځواکونو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پر ځانګړيو ځواکونه بمباري کړې او د هغوی له جملې څخه یې ۱۷ تنه وژلي .

دا پیښه د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د ریګ په سیمه کې رامنځته شوې او د سیمې ځینې امنیتي چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط په یاد برید کې د وژل شویو پولیسو شمیر ۳۱ تنه ښیي ، دا چارواکي وايي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې قطعي ۳۵ تنه پولیس د یکشنبې په ماښام د یوه وظیفه وي مأموریت په مهال د ناټو ځواکونو لخوا تر برید لاندې ونیول شول چې د هغوی له جملې ۳۱ تنه مړه او څلور تنه ژوندې پاتې يي بهرنیو ځواکونو له ځان سره بندیان کړل.

تر اوسه پوري چې د یادې خونړۍ حادثې له پیښیدو څخه تر دوو ورځو هم زیات وخت تیریږي په سیمه کې دولتي مسؤل چارواکي د پیښې له جزئیاتو او د هغې د رامنځته کیدو له څرنګه والي څخه ځان ناخبره ښیي او نه غواړي په دې اړه رسنیو ته واقعي معلومات ورکړي.

د لویدیځې حوزي دولتي چارواکي د دې په ځای چې له بهرنیو ځواکونو څخه د دغه ستر جنایت په اړه معلومات او د هغه د تر سره کولو لامل وغواړي د هغوی لپاره په دې پیښه کې د برائت پیدا کولو هڅه کوي .

هغوی یواځې دومره وايي چې برید د امریکايي ځواکونو لخوا تر سره شوی ، خو په کابل کې د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ دوی په یادې سیمې کې هیڅ ډول عملیات نه دي تر سره کړي .

یوه نیمه میاشت وړاندې د لوګر په ولایت کې هم بهرنیو ځواکونو د ملي اردو پر پوځي مرکز باندې د یوه هوايي برید په ترڅ کې ۱۲ تنه داخلي پوځیان ووژل.

هغه مهال هم نه د ګډ حکومت مشر نه د دفاع وزارت او نه بل دولتي چارواکي د ناټو ځواکونو د دغه جنایت په اړه کوم غبر ګون ښکاره کړ او نه يي له خارجي ځواکونو څخه په دې اړه د تحقیقاتو تر سره کولو جرأت وکړ.

ناټو ځواکونه په داسې حال کې افغان امنیتي ځواکونه یو په بل پسي وژني چې د تیر کال د د سمبر په آخیر کې یې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته رسیدلي اعلان کړي .

خو له هغه راهیسې یې دا دریم ځل دی چې په مختلفو مواردو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بمباري کوي او هر ځل په درجنونو داخلي عسکر له هیڅ قانوني مبرر پرته وژني.

د ګډ حکومت چارواکو چې وhر ترمخه يي د امنیتي تړون په لاس لیکولو سره خارجي ځواکونو ته د هغوی د هر ډول جنایت د ترسره کولو په مقابل کې قضايي حصانت (خوندیتوب ) ورکړی نه د هغوی د محاکمې او نه هم له هغوی څخه د هیڅ ډول پوښتنې کولو توان لري .

د خارجي ځواکونو د ښکاره جرائمو په مقابل کې د هغوی محاکمه کول او یا له هغوی څخه د پوښتنې توان څه چې د هغوی د دغه ډول وحشیانه کړنو د غندلو جرأت هم نشي کولای.

خارجي ځواکونه ځکه په مکرر ډول افغان دولتي ځواکونه بي صرفي وژني تر څو افغانانو ته دا ور ,پوهوي چې په افغانستان کې د وژلو ، ژوبلولو او بندي کولو اصلي صلاحیت له خارجي ځواکونو سره دی ، هغوی که د خپل لزوم دید له مخې هر څوک د ځان په مقابل کې تهدید وبولي هغه سمدستي له منځه وړلای او وژلای شي ، هغه که ولسي کلیوال ، که دولتي لوړ پوړي چارواکي او که افغان امنیتي ځواکونه وي.

نه له امریکايي ځواکونو څخه څوک د هغوی د وژنې د پوښتلو حق لري او نه هم د هغوی د دغو وحشیانه کړنو د غندلو صلاحیت …

همدا دی په افغانستان کې د امریکایانو په وساطت د رامنځته شوي ګډ حکومت اداري او قانوني حیثیت او صلاحیت !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کشکی دغه غلامه اداره او دغه غلامه اردو ، پولیس او امنیتی عمله افغانان نه وی څومره به ښه وو ، د افغانانو دنوم سره دغه ذلت (چه دوی ورسره مخ دی ) زیب نه کوی . په نوم یی اصلی افغانان شرمیږی . دغه غلامه اداری ، دغه د ماشومانو او بی کفایتو مفسدینو د فساد ادارو ته د دفاع ، داخله ، معارف او نورو نورو ویل دغه نومونو ته توهین دی . او دغه پوليسو ، امنیت او اردو ته ملی یا افغانستان نوم اخستل ناروا خبره ده . حتی هماغه اشغلکر هم ورته نه نور درناوی… نور لوستل »

حامد

داحالت دموجوده مزدور نظام هغه انتهايي ضعف اودغلامي اندازه شي جه امريكايان ورته ددوي عسكر وزني اودوي حتي دشكايت كولو حق او جرات هم نلري دغني اودعبدالله دنامتحد شرميدلي نظام د تاسس فه سبا فه ديري بيغيرتي او عجلي سره دامنيتي ترون فه نامه له امريكا سره معامله وكره دوي فه دي كار سره امريكايانو ته قانوني حق وركر جه هر كار جه كوي ازاد او بيغمه يي كوي امريكايان اوس دهمدي فرصت نه فه استفادي سره اوس هر نوعه جنايت جه كوي هغه كوي داحالت افغانان نه شي زغملاي كيداي شي دجهاد صفونه وسعت فيداكي أودّ موجوده نظام دسقوط… نور لوستل »

afzalbarak

حامد جانه ده ارمان به دی پوره نه سی.زکه ستاسو یم جهاد صافه نه دی

عبید

دلیوه په دفاع کی خو کله داسی هم پیښیدلای سی چې مدافع هم وداړی نو په دې دوی ولی خواپدوی صلیبیان چی نو رافغانان سوځی شکنجه کوی یی په شهادت یی رسوی دشهیدانو دجسدونو توهین کوی هم دغه عسکر یی ورښیی کورونو ته یی په خوشحالی ورسره ځی اول شکنجه دوی ورکوی او بیا یی امریکایانو ته په ډيرفخر په لاس ورکوی ددغه عسکرو ضمیر مړ احساس یی مړ وطنی جزبه یی مړه او اسلامی روح یی مړ نو دا تش جسدونه په بلاووهه دا دی هم دهغوی ظالمانو په لاس ووژل سی هیڅ پروا نلری ، ښه دی داپاتی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x