افغانستان

تخار: خاوند خپله ناوې د واده په ورځ وژلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د تخار ولایت چارواکي وايي چې یوه خاوند خپله ناوې د واده په ورځ وژلې.

د تخار سرپرست والي ویاند سنت الله تیمور ویلي چې د وژل شوې انجلې نوم فریبا و او تېره ورځ یې د واده مراسم وه.

هغه زیاته کړې چې مېړه یې د واده د ورځې په ماښام يې چې کله مېرمن کور ته ویوړه، د کلاشکوف پر ډزو وویشتله.

تیمور له قوله دغه پېښه د فرخار ولسوالۍ په دن زره سیمه کې رامنځته شوې او د انجلۍ خاوند له سیمې تښتېدلی دی.

د والي ویاند ویلي چې پولیس د قاتل د نیولو کوښښونه پیل کړي دي.

تیمور د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی ښيي خو د فرخار ځايي اوسیدونکی میرویس بیا پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دغه واده د انجلۍ له خوښې پرته شوی و.

یاد کس زیاته کړې چې دغه واده اجباري شوی و او کله چې ناوې د خاوند کور ته راوړل شوې سمدستي په کلاشنکوف ویشتل شوې ده. «دغې انجلۍ له یوه بل هلک سره واده غوښتلو».

د تخار د ښځو چارو ریاست د معلوماتو پر بنسټ په روان کال کې دغه ریاست د ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۰ پېښې ثبتې کړي چې دوه یې د قتل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x