فټبال: افغانستان د جاپان په وړاندي په ۶ ګولونو ماتې وخوړه – (د ګولونو ویډیو) – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان ملي لوبډلي نن د سې شنبې په ورځ د تهران د ازادۍ په میدان کې د جاپان سره د فټبال په لوبه کې مخ شو، چې په شپږ ګولونو یې دغه لوبه بایلوله.

د افغانستان دلوبي بایللو لویه وجه د افغاني لوبډلي ضعیفه دفاع وه، چې جاپانیانو په ډیره اسانۍ سره ماتولای سوای او د ټولو افغاني مدافعینو تر شا یې ځان رسولای سوای.

دغه لوبي چې د کال ۲۰۱۸ نړیوال جام (روسیه) ته د لاري موندني په خاطر ترسره کیږي، او تر اوسه په لومړي پړاو کې دي، افغانستان د جاپان، سوریا، کمبودیا، او سنګاپور سره په یوه ګروپ کې لوبیږي.

افغانستان په خپل ګروپ کې ۳ لوبي کړي، چې د هغو څخه یې یوه د کمبوډیا څخه ګټلې، د سوریا او جاپان په وړاندي یې په شپږ شپږ ګولونو ماتې خوړلې.
ددې تر مخه افغانستان د کمبوډیا څخه په یوه ګول لوبه ګټلې وه.

افغانستان چي د امنیتی وضعیت او همداسي د میدانونو او خدماتو د کموالي له کبله په طهران کې د جاپان کوربه توب وکوی، د راتلونکي کال (۱۳۹۵) حمل میاشتي په پنځمه به د جاپان څخه د هغوی په هیواد کې د غچ اخیستلو موقع ولری.

د افغانستان راتلونکي لوبي په دې ترتیب دي:

د سنګاپور خلاف: دوشنبه ۱۳ تله, ۱۳۹۴

د سوریا سره: سې شنبه ۲۱ تله, ۱۳۹۴

کمبوډیا سره : پنجشنبه ۲۱ لړم, ۱۳۹۴

جاپان سره: پنجشنبه ۵ غویی ۱۳۹۵

سنګاپور سره: سه شنبه ۱۰ غویی ۱۳۹۵

——-
د ننۍ لوبي انځورونه:

afghanistan_vs_japan (8) afghanistan_vs_japan (7) afghanistan_vs_japan (6) afghanistan_vs_japan (5) afghanistan_vs_japan (4)  afghanistan_vs_japan (2) afghanistan_vs_japan (1)

afghanistan_vs_japan (3)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د