نظــر

د شمال ټلواله او شهیدان یی!

shamali talwala(دوی خپلو غدارو مړو ته چی د کفارو په خدمت کی مړه شویدی  د شهیدانو دروند لقب ورکوی)

د جبهی ملی په ملا تړ څه موده وړاندی د افغانستان په شمال کښی د یوڅو ډالرمارو ډلو لخوا یوه مظاهره او غونډه وشوه چی شعار یی وه، ((( دست آورده های امروز و حکومت امروز بهای خون هزاران شهدأ جهاد ومقاومت ما است))). او دوی دا هم ویل چی دا نه شو منلی چی اوس دی طالبان حکومت ته راګډ شی او د دوی په تعبیر طالبان جنایت کار دی معاف شی او په اصطلاح تش په نوم د سولی پروسه دی خپلو اهدافو ته ورسیږی…: خبره داده چی دوی ولی پدی تشویش کښی دی چی ګواکی طالبان به هم د دوی په څیر ټیټ فطرته خلک وی او داسی حکومت ته به ورګډ شی چی یرغلګر کفار یی اصلی واکداران وی،

یو داسی تش په نوم حکومت چی په کښی کفار د افغانانو په دین، خاوره، ناموس، سر او مال هره ورځ وحشی بریدونه کوی،… مګر د دوی د تشویش په اساس به طالبان هم خدای مکړه د دوی په څیر خپل ایمان داسی له پښو لاندی کړی لکه دوی شمال ټلوالی چی تر پښو لاندی کړ او په غټ زړه د یرغلګرو یهودو او نصاراو د واک او استعمار لاندی نظام کی وردننه شول، او خپل آرمانونه یی پوره کړل چی دوی یی په اصطلاح د خپلو شهدأو د وینو لاسته راوړونکی نظام او حکومت بولی، خبره خو داده چی دا د دوی او د امریکایانو د ګډو وینو لاسته راوړنو نظام او حکومت دی خو دوی یی صرف د خپلو وینو لاسته راوړنه بولی او دا انصاف نه دی، دغه خبره چی د دوی وینی ګډی دی، د دی نظام بعضی مشران لکه عبدالله ، قانونی ، امرالله، بسم الله، فهیم، کرزی ، شیرزی، محقق، سیاف، مجددی، مرحوم ربانی، استاد عطأ ، خلیلی ، اونور مکار او چالاکه اعضأ په ډاګه نه وایی خو د دوی په منځ کښی په زړه ساده دوستم ملیشه دا خبره په یوه غونډه کی واضحه کړی ده چی د ا نظام او حکومت د امریکایانو د شهدأو او زمونږ د شهدأو د ګډو وینی لاسته راوړنه ده، د شمال ټلوالی مهم او دایمی غړی دوستم په دغه غونډه کښی چی د دوی د بادار امریکا د ضعیف او په ګونډو شوی حالت او تیښتی په ناورین او ماتم باندی جوړه شوی وه، وویل چی ((( امریکایی ها در اینجا بسیار مصارف کردند و شهید دادند، اینها نباید از افغانستان بیرون شوند ونه باید ما را تنها بګزارند)))، دغه وړاندیز یی هغه د روسانو د وتلو پر وخت د کارمل وړاندیز سره ورته وه چی کارمل روسی جنرال له ګریوانه راونیوه چی تاسو ولی له افغانستان ځخه زی، ډیرو ته به هغه قیصه معلومه وی؛ دوی ویل چی اوس داسی باید ونه شی چی په اسانی سره بعد له یوولسو دامریکایی ملاتړی مقاومت کلونو ځخه طالبانو ته تسلیم شو یا دوی ته حکومت وسپارو او یا هم دوی په حکومت کی راګډ کړو… دوستم او د دوی نور جاهل ضمیر پولورونکی پدی نه پوهیږی چی د دوی وحشی باداره امریکا ولی د سولی شعارونه سر کړیدی؟!. ولی یی په لمړیو کلونو کی داسی څه نه ویل ؟! ولی اوس دا شعارونه بعد له هغی جګړی چی د دوی په تاریخ کښی د بی ساری اوږدی او ستړی کوونکی جګړی لقب یی خپل کړ ؟!!… د امریکایانو ځمکنی پوځ (شمال ټلواله) پدی هم سمه نه پوهیږی چی امریکایانو ته د افغانستان د یوولس کلنی جګړی هر ساعت په څومره لوی قیمت سره پریوتی دی او لا هم دغه د زهرو جام په سر اړوی، د افغانستان جګړه د امریکایانو لپاره په تاریخ کی تر ټولو اوږده جګړه وختله او هغه خوبونه چی دوی د افغانستان په اړه لیدلی ول، سرچپه تعبیر شول، دوی به اوس ډیر دا سوڅونه کوی چی کاشکی مو د ګوربه چوف هغه نصیحت منلی وای چی مونږ ته ویل چی افغانستان ته مه زی….امریکایان به پریږدو چی د روسانو په سرنوشت اخته شی بیا به یی عقل سر ته راشی خو رابه شو دیته چی د روسانو پرونی اجنټان چی کله پټ پروتوکولی او کله ښکاره خدمتګاران یی ول او واقعی مجاهدینو ته یی پاکستانیان او امریکایان ویل خو نن بیا همدوی د امریکایانو او ورسره د پنځوس نورو کفری یرغلګرو په ډاګه مخښکاره خدمتګاران وختل، د کفارو غلامان باید پدی پوه وی چی د دوی مقاومتی مړه او د طالبانو شهدأ سره ډیر توپیر لری، د طالبانو د پاکو شهدأو د قربانیو په نتیجه کی مخکی هم د امن خالص، خپلواک اسلامی نظام رامنځته شوی وه او انشأالله چی بیابه هم دغه سپیڅلی جهاد او قربانی په اسلامی شریعت سمبال او د خپلواک حاکم نظام رنګ راوړی… خو ددوی په اصطلاح مقاومتی شهدأ چی یو وار یی ورته د شر او فساد د چور او چپاول دوران ور کړ او بیا یی ورته د امریکایانو د چطر لاندی د پریمانه ډالرو او نمایشی قدرت میدان ورکړ، اوس چی د دوی غربی بادارانو ماته خوړلی ده او وروسته له یوولسو د وحشت، دهشت، کفری یرغل او د داخلی مرتدانو په ملاتړ کلونو کی یی د مجاهدینو د دوامداره بریالیو بریدونو له لاسه د یوه ساعت ارام ونه کړای شو او نه یی خپلو غلامانو ته یو حکومت ورجوړ کړ چی د دوی نه وروسته به بقأ ولری او د نړی د کفارو د شومو اهدافو د باقی ساتنی وړتیا دی ولری.. خو د الله ﷻ په نصرت سره د سپیڅلی روان جهاد په مټ او د سپیڅلو شهدأو د سپیڅلو وینو په برکت سره نن امریکایان او ټول بهرنی او داخلی همکاران یی په شرمیدونکی حالت سره په ګوډو شوی دی ، نو راتلوونکی د مؤمنانو ده چی د کفارو سلاطت او وساطت به پکښی بیخی نه وی او بیا به هم انشأالله هماغسی د امن اوخپلواکۍ خالص اسلامی نظام وی چی د افغانستان د واقعی مسلمان ملت غوښتنه ده او تل یی د همداسی نظام د راوستلو لپاره بیشماره قربانی ورکړی دی.

چا د پت عزت او د غیرت ویاړونه وګټل
چا د غلامی لوښی له شرم سره وڅټل
چا د تاریخ پاڼو کی زرینی کرښی زیاتی کړی
چا په عار پیغور باندی لمسی کړوسی ونتل

——————

لیکنه: – افغان طرف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x