نړۍ

امریکا د حماس درې مشران په تور لیست کې شامل کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فلسطین د حماس جهادي ګوند درې مشران یې د ترهګرۍ په تور لیست کې شامل کړي دي.

د نوموړي وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو کسانو نومونه «یحیی سنوار، روحي مشتهی او محمد ضیف» ښودل شوي، چې لومړني دواړه کسان په ۲۰۱۱م کال د حماس او اسرائیلو ترمینځ د بندیانو د مشهورې تبادلې په ترڅ کې ازاد شوي وو. په دې تبادله کې د یو اسرائیلي عسکر «جلعاد شالیت» په بدل کې ۱۰۲۷ فلسطیني بندیان د اسرائیلو له زندانونو څخه ازاد شول.

د امریکا له خوا په تور لیست کې شامل کړل شوی دریم کس «محمد ضیف» د حماس ګوند د پوځي او نظامي څانګې چې د «عزالدین القسام عسکري لواوو» په نامه یادیږي، د مشرۍ دنده په غاړه لري. نوموړی اسرائيلو ته تر ټولو ستر مطلوب شخص بلل کیږي. اسرائیلو په ۲۰۱۴ کال پر غزې د برید پر مهال د نوموړي د وژنې هڅه هم کړې وه.

د امریکا د قانون له مخې د ترهګرۍ په تور لیست کې د شاملیدونکي شخص په امریکا کې ټوله شتمني کنګل کیږي او هیڅ امریکايي وګړی له نوموړي سره د تجارتي راکړې ورکړې اجازه نه لري.

د حماس جهادي تنظیم ویاند «سامي ابو زهري» د امریکا دغه اعلان غندلی او هغه یې یوه «بېهوده» پریکړه بللې. نوموړي ویلي چې دا پریکړه د اسرائیلي ترهګرۍ د هڅونې په هدف ترسره شوې خو زیاتوي چې هیڅکله به د حماس ګوند د دغو اقداماتو له امله د فلسطین د ازادۍ له مبارزې څخه راونه ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x