سوریه: په یوه میاشت کې په ولسي وګړو ۱۶۰۰بیلري بمونه غورځول شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د سوریې د بشري حقوقو ټولنې ویلي چې یوازي په تیر اګست میاشت کې د سوریې د واکمن بشار الاسد ځواکونو پر ولسي اهدافو ۱۶۰۰ بیلري (بوشکه یي) بمونه غورځولي دي.

دغه ټولنې بشار الاسد په دې سره په جنګي جرمونو او په بشر ضد جنایتونو تورن کړی.

د راپور سره سم په دغه بیلري بمونو باندې ۱۱۵ ولسي کسان وژل شوي دي، چې د هغو څخه ۳۷ ماشومان او ۳۱ یې میرمني دي.

دبشري حقوقو ټولنې په راپور کې راغلي چې ددغو بریدونو زیات ترکیز په لومړي ګام کې د دمشق په شاوخوا کلیو و، چیرې چې د بشار الاسد ځواکونو د الوتکو په ذریعه په ولسي وګړو او اهدافو ۸۹۴ بیلري بمونه وغورځول، له هغه وروسته د «درعا» سیمه راځي چیري چې دغو ځواکونو تر ۳۰۰ زیات بیلري بمونه د الوتکو په واسطه پر ولسي وګړو وغورځول.

راپور وايي چې د بشار الاسد د نظامي ځواکونو د بیلري بمونو په واسطه زیات شمېر مسجدونه، مدرسې، کلینیکونه، بازارونه او د تیلو پمپونه له منځه تللي، چې له کبله یې د دغو سیمو زیربناوې سختي زیانمې شوې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې پر نظام باندي بندیز لګولی و چې د ولسي وګړو پر کلیو به بیلري بمونه نه غورځوي، خو د بشري حقوقو ټولنه بشار الاسد د امنیتي شورا د پریکړي خلاف عمل باندې تورنوي او زیاتوي چې د بشار الاسد نظام په لسګونو داسې بشري جنایات ترسره کړي چې شواهد یې موجود دي او انسانیت ځینې شرمیږي.

د بشار الاسد ځواکونه له ډیره وخته خالي بیلرونه د انفجاري موادو څخه ډکوي، او بیا یې د چورلکو او جنګي الوتکو په واسطه پر هغو سیمو غورځوي چیرې چې د نوموړي مخالف ولسي وګړي ژوند کوي، چې له کبله یې په زرګونو ولسي وګړي وژل شوي او د دې هیواد اکثره زیربناوي له منځه تللي دي.

د بشري ټولني له راپور سره سم د بشار الاسد ځواکونه دغه ډول بمونه تر میزایلو غوره بولي ځکه چې دغه بمونه په سوریه کې دننه جوړیدای شي چې په قیمت ارزانه او په تخریب کې ډیر پياوړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د