د ۲۰۱۵ کال له پیله تر اوسه ۲۸۰۰ مهاجرین په سمندر کې ډوب شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د یوې تازه احصائیې سره سم یوازې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې په تیرو اتو میاشتو کې ۲۸۰۰ کسان په مدیترانه سمندر کې اروپا ته د رسېدو په ارمان ډوب شوي.

د مهاجرینو د نړیوال سازمان نړیوال مرکز چې دوه ورځې وړاندې په جرمني کې پرانیستل شو، مشر «فرانک لاسکو» الجزیرې تلویزون ته ویلي چې هغه سوریايي ماشوم «ایلان عبد الله کردي» چې د ترکیې پر ساحل په مړ حالت کې پړ مخي وموندل شو او د خپلې مور، ورور او لسګونو نورو انسانانو او ماشومانو په ګډون په اوبو کې غرق شوی و، د هغه زرګونو خلکو یو وړوکی مثال دی چې په مدیترانه سمندر کې غرق شوي دي.

نوموړي وویل چې د ۳۶۴ زرو مهاجرینو څخه چې اوروپا ته رسیدلې، ۲۸۰۰ کسان یې یوازي سږ کال په مدیترانه سمندر کې ډوب شوي، چې د هغو څخه د شاوخوا اوه سوه (۷۰۰) کسانو مړي موندل شوي، پاته ټول نادرکه دي.

فرانک لاسکو وویل چې په انسانانو او مهاجرینو تجارت کونکي قاچاقبران یوازي پیسې پيژني، او د پیسو لپاره خلک له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوي، هغوی له ځانه سره د مهاجرینو هیڅ ثبوت نه پریږدي، چې له کبله یې د یو آفت راتلو په صورت کې د وژل شوو کسانو هویت او کره شمېره معلومه نه وي.

نوموړی زیاتوي، که فرض کړو چې د هرو لسو مهاجرینو څخه یوه مهاجر ډوب شوی، نو په تخمیني توګه به دیرش زره انسانان داسې وي چې د غرقیدو له کبله یې د کورنۍ یو غړی له لاسه ورکړی وي.

باید وویل شي، هغه غیر قانوني مهاجرین چې غواړي له سوریې، افغانستان، عراق، ایران او نورو هیوادونو څخه ځانونه اروپا ته ورسوي، د ترکیې له لاري یونان ته په داسي کښتیو کې سفرونه کوي چې د ځان ژغورنې هیڅ اسانتیاوي نه لري او نه هم د سمندري سفرونو وړتیا لري.

دا قاچاقي پنا غوښتونکي له دې ویرې چې د ترکیې سرحدي ځواکونو لخوا ونه پیژندل شي، په غیر مجهزو کښتیو کې په ډله ییزه توګه سپریږي چې ډیری وخت د اوږد سفر لپاره دغه نا مناسبه کښتۍ په اوبو کې غرقیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د