نړۍ

د امريکا پر هوايي ډګر د برتانيې مسافر وړونکې الوتکې کې اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د امريکا لاس ويګاس ښار پر هوايي ډګر د برتانيې مسافر وړونکې الوتکه کې اورلګېدلی دی.

د لاس ويګاس هوايي ډګر چارواکي وايي، چې د اور لګېدو له امله د الوتکې څوارلس مسافر ژوبل شوي او پاتې نور يې خوندي ژغورل شوي دي.

د امريکا د هوانورۍ فدرالي اداري وياند اين ګوروګر رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې الوتکې، له پرواز لږه شېبه وړاندې اور واخيست، مګر مرستندويه ډلو په بېړنۍ توګه ټول مسافر له الوتکې خوندي راووېستل او يوازې لږ شمېر د اور لمبو سوځولي دي او دمګړۍ په روغتون د درملنې لاندې دي.

د چارواکو په وينا په دغه الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۷۲ تنه سپاره وو او له لاس ويګاس ښار څخه لندن روانه وه، چې ناببره په کې اور ولګېد، مګر اطفايې په ډېره بيړه ځان تر الوتکې ورساو او په لږ وخت کې يې اور مړ کړ.

د لاس ويګا هوايي ډګر چارواکو په خپل رسمي ټويټر پيغام کې ويلي، چې د الوتکې عملې پر ځايي وخت ماذديګر څلور بجې دوی ته خبر ورکړ، چې الوتکه کې اور لګېدلی او له هغې سمدستي وروسته يې الوتکې ته ژغورونکې ډله او اطفاييه ورولېږله.

د لاس ويګاس هوايي ډګر د امريکا تر ټولو بوختو هوايي ډګرونو کې شمېرل کيږي او يوازې تېر کال له څلوېښت ميلونه زياتو مسافرو له دې هوايي ډګره سفرونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx