نظــر

سیاف، له پروني سوکه تر نننۍ فتوا

Sayyaf1شهرت ننګیال لیکلي  ، دپیښور په تنظیم بازار کې دسیاف په مشرۍ دسرتاسري اتحاد لومړي وختونه وو داتحاد جریدې لپاره داختریز پیغام داخیستلو په نیت دنوي عمومي قائد ( سیاف ) کورته ورغلم ، سیاف دپیښور په تاکال کې د دریو کوټو په یوه سپیره کورکې اړولي وو ورور یې له دروازې سره په یوه شلیدلي کټ ناست وو ، نور نه پیره وه نه تلاشي ، سیاف چې تازه دپل چرخي له محبس څخه راستون شوی وو، دننه له خلکو سره په مجلس وو ، دکور فرش او ظرف یې خورا سپیره وو دډبګرۍ دلیلامي فروشیو زړې سطرنجۍیې  په  خونه کې اوارې وې ،  سیاف راته  داختر پیغام ولیکه او بیا یې ډوډۍ ته معطل کړم  ، چې ګورم دمجاهدینو داتحاد دمشر په دسترخوان  دچڼو دال کاسې کتار شوې  ، سیاف غږ کړل  پیاز راوړئ ،

یوه ځوان څو غوټې پیاز په لمن کې راوړل او به دسترخوان یې راورغړول ، سیاف په کې یوه لوی پیاز غوره کړ ، سوک یې ورسره خیر کړاو د دسترخوان په منځ یې دانه دانه کړ ، وروسته یې دپیاز ټوټې دټولو مجاهدینو مخ ته کيښودې  ، ننګیال وایي کله مې چې دټول افغانستان دمجاهدینو دمشر دامتواضع اوبې تکلفه حال ولید بیخي یې تراغیز لاندې راغلم .

سیاف رښتیا هم په پیل کې دومره متواضع نما وو چې پیاز یې په سوک وړول ، مګر ډیر زر جوته شوه ، چې نوموړی  دوه مخ او غولوونکی دی .

ځکه نوموړی ترپایه دتاکال په همغه زاړه کور کې  تم نه شو، بلکې دپبو او جلوزو سرمایه ګذارۍ شروع شوې ، خبره له زړو توشکو او خامو کوټنیو  قصرونو او موټرو ته لاړه  ، جهاد په تجارت بدل شو ، چې بالاخره یې دادی ده خپله هم نتیجه ولیدله ، چې نږدی دې به صریح کفر ځان ورګډ کړي .

سیاف په افغانانو کې په دومخۍ داسې نوم ګټلی لکه ګیدړ چې په څالاکۍ مشهور دی ، اوس هم  زموږ په سیمه کې چې څوک  دوه یادری مهمانخانې ولري ، خلک یې په تمسخر  ( سیاف ) بولي ، ځکه سیاف دوه مهانخانې درلودې  چې یوه یې خاص ددې لپاره جوړه کړې وه چې عرب اود نورې نړۍ صادق مسلمانان به یې په کې ځبیښل .

دده د دوه مخۍ په اړه یوه بله ټوکه دامشهوره ده  چې یوځل یې په لمانځه کې ښي څنګ ته افغان حنفي مجاهد او چپ طرف ته کوم عرب سلفي مسلک والا ولاړ وو ، نو ده ښاغلي به د دواړو دطبیعت ساتلو په هڅه کې درفع الیدین په ځای چپ لاس  جګاوو او ښی به یې په خپل حال نیولی وو .

سیاف په تنظیمي دور کې ځان خورا ټینګ مسلمان او نه ماتیدونکی  مجاهد باله ، دده بیانیې په شدت او صلابت مشهورې  وې ،  کوم خبریال ترې افغانستان دظاهرشاه دراتګ په اړه پوښتلي وو چې په اړه یې ستاسو دریځ څه دی ، ده ورته ویلي وو  : نستقبله  ( موږ به یې استقبال وکړو ) او کله یې چې خبریال ښه حیران کړی وو بیا یې په غرور ورته ویلي وو چې  : نستقبله  لکی نقتله ( استقبال یې ددې لپاره کوو چې دلته یې ووژنو )

سیاف په همدې چالاکیو افغان اولس خطا کړ ، مګر الله تعالی چې ریاء خفي شرک بولي ، او دروغ یې په نزد دمنافقت علامه ده ، دبل هر ریاء کار ، دوه مخي او له دین سره جفاکوونکي غوندې یې دده  دریاء پردې هم ورڅيرې کړې ، او په سختو امتحاناتو کې دراګیرولو په توسط یې  مؤمن او ساده زړي اولس ته وښود چې نوموړی  باز نه بلکې ټپوس  دی .

هغه مالونه ، جایدادونه ، قصرونه ، وسلې او بانکی حسابونه  چې دغه  دروغجن رهبر دخپل مظلوم  ملت او نړیوالو مستضعفو مسلمانانو له وینو او اوښکو څخه  ځبیښلي او جمع کړې وو په اخر کې د نوموړي  لپاره داسې پيټی شول چې دغه  ددیني علم دعوه دار یې  دګمراهۍ په یوه عبرتناک سټیج باندې ودراوو.

سیاف چې خپلې بې روحه معنوي مور ( جامع أزهر شریف ) ته یې له دې امله پیغورونه ورکول چې ولې یو کمونیست  مشر ترې لیدنې کړې ده په پای کې دخپل ساده زړي اولس اوښکو او آزار داسې لاهو کړ ، چې له ټولې علمي او جهادي دعوه سره په کابل کې له کمونیستانو ، ګلم جمو او پخوانیو افغان کشه ملیشو سره په یوه  دسترخوان کیناست  .

خو دنوموړی ګمراهي په دې ځای ختمه نه شوه ، نوموړی په یولوی قاتل واوښت چې  دکابل  دجګړو یو لوی جنګسالار ته یې دخلکو دوژلو ، لوټلو او بي عزته کولو فتواوې ورکولې ، دکابل په لویدیځ کې دنوموړي جنایات تردې تیر دي چې دقلم څوکه یې ولیکلی شي .

وروسته چې دطالبانو په لاس په هیواد کې شرعي اسلامي نظام چې سیاف یې همیشه چیغې وهلې نافذ شو ،  سیاف یو ځل بیا هماغې دارایۍ چې دمظلومانو درګو  له وینواو دغاړې له ګیڼو نه یې ځبیښلې وه ، ډیکه کړ ، نه یوازې یې ځان تباه کړ بلکې دمسعود غوندې یې نور هم په دې دلیل دطالبانو مقابلې ته وتړل ، چې دخپل مال (!!) ساتنه فرض ده  .

 سیاف دماسکو ، دوشنبې او بالاخره امریکا تر وزر لاندې دګلبهار په نساجي فابریکه کې دپردیسۍ او بغاوت تریخ  او ګریزي ژوند غور کړ ، خو دیوه شرعي نظام له منلو او ورسره له همکارۍ څخه یې غاړه وغړوله .

په لبلبو دې خولګۍ ورکړه

ظالمې مابه شفتالو درکړی وونه

دملت ددې ازار وهلي ، ګمراهي هغه وخت تر لمر روښانه شوه کله چې په افغانستان امریکایانو یرغل وکړ ، نوموړي دا مهال دسي آی اې خدمت ته داسې ځان وقف کړ چې بیخي یې تصور نه کیده ، دنوموړي هغې وسلې چې ده له طالبانو سره پرې جهاد فرض باله ، ټولې یې  سربسته  د امریکایانو ډي ډي آر ته وسپارلې  ترڅو یې له منځه یوسي .

له هغه وروسته سیاف ددیموکراسۍ په سایه کې چې پخوابه ده  صریح کفر باله  او همیشه به یې ویل چې  اسلام وایي چې ( ان الحکم الا لله ) او دیموکراسي وایي  چې ( ان الحکم الا للشعب )  دهمدې دیموکراسۍ خدمت ته یې  کار ووایه .

ظاهر شاه چې ده یې په مرګ داستقبالولو ټټر وهلی وو په پغمان کې یې غوړه میلمستیا ورته وکړه ، داحمدشاه احمدزي په وینا یې  داتحاد اسلامي  ټوله سرمایه په منځ دوه ځایه کړه  نیمه یې په خپل نامه کړه او نوره یې په احمدشاه احمدزي او نورو  وویشله ، دهمدې  سرمایې  په لړ کې ورته دکابل انصاف هوټل هم ورسېده .

خو په دې ټولو ګمراهیو سربیره هغه ترټولو خطرناکه ګمراهي چې شاید نوموړی دکفر پولې ته ورسوي ، دنوموړي لخوا دقران کریم دآیتونو غلط تفسیر او تشریح دی ، چې نوموړی همیشه دامریکایانو دخوشالولو لپاره ترې کار اخلي .

سیاف تېر کال په لویه جرګه کې  په دې حدیث په استناد سره  چې ( سباب المسلم فسوق وقتاله کفر )  وویل چې دطالبانو لخوا دیرغل په خلاف روان جهاد  دده په خبره صریح کفر دی  ( العیاذ بالله ) ځکه ده ویل چې طالبان له مسلمانانو( کابل حکومت ) سره جنګیږي .

 سیاف بله خطرناکه وینا چې دنوموړي دابدي تباهۍ سبب کیدلای شي  ، همدانن دمسعود  دوژل کیدو دیولسم تلین دلمانځلو په مراسمو کې  اورولې ده ، نوموړي ویلي  دامریکا او دکابل دامریکایي حکومت په خلاف روان جهاد  له خدای او رسول سره جګړه ده (العیاذ بالله )

نه پوهیږم سیاف  اوباما خدای او کرزی یې پیغمبربولي او که څنګه ، ځکه په دې خو ماشومان هم پوهیږي ، چې روان جهاد دحربي کفارو په خلاف یو فرض عین  اسلامي جهاد دی  ، چې نه یوازې دیني بنیاد لري بلکې خورا لایتناهي فضائل هم لري .

راځم هغې خبرې ته چې ښایي دسیاف دنننۍ غوسې او فتوا اصلي لامل وي ، په دې وروستیو دکابل امنیت ملي وویل چې داسې کسان یې نیولي چې غوښتل یې په سیاف باندې فدایي برید وکړي ، دې خبرې سیاف ته سخت اندیښنه وراچولې اوځکه یې نن ترډیره  خپله وینا دفدایي مجاهدینو په اړه وکړه .

سیاف  مجاهدین  او خصوصا فدایان  دده په خبره مفسدین وبلل ، چې دده په فتوا باید لاسونه او پښې ترې پرې شي او په دار وځړول شي ، نوموړي په پوره لیونتوب شرط کیښود چې تاسو پنځه تنه فدایان دکابل په پنځو دروازو راوځړوئ ، که بیا فدایي حمله وشو نو بیا ما په دار کړئ .

که سیاف  هسې له ژونده په تنګ وي او دځان په دار کولو ته  بهانه ګوري خو سمه ده ، کنه دا خبره به یې هیڅوک هم ورسره ونه مني ، ځکه دفدایي معنا داده چې هغه ددین په خاطر ترخپله سره تیر دی ، نو آیا داسې څوک به په مرګ وویرول شي .

  د نننۍ فتوا په اړه باید سیاف ته ووایو چې تاسو یو وخت خپلو ملګرو ته اعلان کړی وو چې که ما بالفرض المحال  دامریکا ملګرتیا وکړه نوزه به یا لیونی شوی یم او یا به هم له ایمانه وتلی یم ، نو ستاسو خوښه چې هریوځان بولئ ، په هرتقدیر ددې وړنه  یاست چې دلیل درته ووایو ، ځکه له دلیل وړاندې باید لومړی دخپل عقل یا عقیدې علاج  وکړئ .

خو دومره درته وایو ، چې تردې حده ګمراهي او دکفریاتو په ویلو سره ځان کفر ته نږدې کول دهغو دروغو او ریاکارۍ نتیجه ده چې تاسو له ساده زړي اولس او مجاهدینو سره کوله ، اوس له تاسو نه یوازې دهمداسې خبرو او کفر ته دچوپړ تمه کیږي ، تاسو باید پوه شئ چې داخرت غوندې په دې دنیا هم تاسو دعزت فرصت نه لرئ ، ستاسو پای به له دې نه هم ډیر ذلیل او خوار وي ، ځکه تاسو له دین او جهاد څخه دخپلو شخصي ګټو کارخانه جوړه کړې وه ،  تاسو څو لسیزې ددې مظلوم اولس دشهیدانو کونډو او یتیمانو په هیلو او ارزوګانو باندې لوبې کړي دي ، جهاد چې د ځاني او مالي قربانۍ ډګر دی تاسو په کې انصاف هوټل او له  کوتل خیرخانې بیا تر ارغندۍ  پورې ځمکې ، کورونه  او ښارګوټي  وموندل .

الله تعالی خو سمیع او بصیر دی ، هغه ذات جل جلاله خو علیم بذات الصدور دی ، ستاسو په ټولو نیاتو او اعمالو خبردار دی ،  هغه به ستاسو انتقام وځنډوي خو پای به ترټولو سخت انتقام درنه اخلي  .

دغه فدایان چې نن ترې تاسو ګبڼۍ نیولي یاست او دارام خوب یې درباندې حرام کړی  ، همدغه دالله لښکر دی ، همدوی الله تعالی  ددې لپاره درته پیدا کړل ، چې په تاسو ددې  دنیا مزې او عیشونه زهر کړي ، تاسو اوس په ذلت محکوم یاست ، په  داډول   فتواګانو باندې نور هیڅوک هم نه شئ غولولئ ، ستاسو سره به الله تعالی هغه معامله کوي چې الله تعالی  دبي عمله عالم لپاره کوم دردوونکی عذاب ټاکلی دی .

په یاد ولرئ چې نور ستاسو دغولوونکی او ریاکارانه کردار لپاره  دچلښت کوم فرصت نشته ، نور افغانان هغه ساده ګان نه دي چې تاسویې دسوک په واسطه دپیاز په میده کولو سره تیر باسئ او خپله بزرګي ورباندې تسلیم کړئ افغانان اوس ستاسو ورځني کردار ته ګوري ، چې دچا په غېږ کې پروت یاستې او په کوم موږي غورځئ .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x