ورزش

انګلینډ له استرالیا څخه خپل غچ واخیست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د انګلینډ او استرالیا تر منځ درییمه یوه ورځنۍ لوبه د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې انګلینډ د استرالیا پیاوړې لوبډلې ته په ۹۳ منډو ماتې ورکړه.

د انګلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د انګلینډ لوبډلې یو شمیر توپ وهوونکو خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه غوره پریکړه ثابته کړه.

انګلینډ په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رای، ټېلر او مورګن غوره توپ وهنې په مرسته ۳۰۰ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لپاره ټېلر په ۱۱۴ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۱۰۱، رای په ۴۵ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۶۳ او مورګن په ۵۶ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د استرالیا لپاره کمینس دوه، میکسویل دوه، سټارک یوه او اګر هم یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د استرالیا لوبډلې توپ وهوونکي د ټاکل شوی هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل او د استرالیا لپاره یوازې فېنچ غوره توپ وهنه وکړه.

استرالیا په ۴۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۷ منډې جوړې کړې او د انګلینډ په وړاندې په ۹۳ منډو ستره ماتې وخوړه.

د انګلینډ ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه. د انګلینډ لپاره پلنکېټ درې، معین علي درې، فېن دوه او راشد هم دوه ویکټې واخیستې.

هیره دې نه وي چې له دې وړاندې په دوو یوه ورځنیو لوبو کې انګلینډ په پرلپسې ډول ماتې خوړلې وه. تر دې مهاله د انګلینډ او استرالیا تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو لړۍ د ۲-۱ په توپیر سره د استرالیا په ګټه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x