ورزش

د ویسټ انډیز لوبډله په ۴۴ ورځنۍ سفر سریلانکا ته ځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د سریلانکا کرکټ بورډ رسنیو ته وویل چې د ویسټ انډیز لوبډله په ۴۴ ورځنۍ سفر سریلانکا ته ځي. ویسټ انډیز به د سریلانکا په وړاندې دوه ټیسټ، درې یوه ورځنۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي.

د ویسټ انډیز او سریلانکا تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه به د اکتوبر د میاشتې په څلورمه پیل کیږي. له دې وړاندې ویسټ انډیز په دغو لوبغالیو کې په ۲۰۰۱ او ۲۰۱۰ زیږیدیز کلونو کې دوه لوبې ترسره کړې وې.

د سریلانکا د کرکټ بورډ دغه ټاکل شوې انتقالي کمیټې همداراز رسنیو ته وویل چې د سریلانکا کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې د دغو لوبو لګښت کمه کړي چې له همدې امله د ویسټ انډیز لوبډلې لوبغاړي به د لومړۍ ټیسټ څخه وړاندې خپل ډیر وخت په کولمبو ښار کې تیروي. د سریلانکا د کرکټ بورډ په وینا د ویسټ انډیز لوبډله به خپل د تمرین کولو اوه ورځې او یوه درې ورځنۍ لوبه په کولمبو کې ترسره کوي.

له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته به د ویسټ انډیز لوبغاړي بیرته د کولمبو ښار ته ستنیږي چیرې چې دغې لوبډلې له دې وړاندې هیڅ کومه لوبه نده ترسره کړې. د ویسټ انډیز لوبډله به دغې ښار کې درې ورځې تمرین کوي او د ویسټ انډیز او سریلانکا تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه به د اکتوبر د میاشتې په ۲۲مه پیلیږي.

د ویسټ انډیز لوبډلې هیڅکله هم د سریلانکا لوبډلې ته د ټیسټ لوبو په لړۍ کې ماتې نده ورکړې. ویسټ انډیز له سریلانکا سره د ۱۹۹۲ او ۲۰۱۰ ټیسټ لوبې مساوي کړې وې او د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۵ز کلونو په ټیسټ لوبو کې يي د سریلانکا په وړاندې ماتې خوړلې وه.

د دوو هیوادونو تر منځ یوه ورځنۍ سیالۍ به د نومبر په میاشت کې پیل شي. لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه به د نومبر په لومړۍ او دوهمه لوبه به د نومبر په څلورمه ترسره کیږي. وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه به د نومبر په اومه ترسره شي او د ویسټ انډیز لوبډله به د لومړۍ شل اوریزې سیالۍ لپاره په همدغه ښار کې د دوو ورځو لپاره پاتې کیږي. ورستۍ شل اوریزه لوبه به د نومبر په ۱۲مه پریماداسا ښار کې به ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x