افغانستان

طالبانو د يو قوماندان په ګډون د ملي اردو څلور عسکر ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): هرات ولايت څخه ترلاسه شوي خبرونه وايي، چې د ملي اردو د ټولي قوماندان په ګډون څلور عسکر طالبانو ژوندي نيولي دي.

افغان اسلامي اژانس د هرات امنيتي سرچينو له قوله ليکلي، چې تېره شپه د کرخ ولسوالۍ «خواجه چهارشنبه» سيمه کې طالبانو له يو موټره څلور تنه ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل.

افغان اسلامي اژانس د يادې سرچينې له قوله وايي، چې نيول شوي کسان په ملکي لباس کې وو، مګر وروسته څرګنده شوه، چې دغه کسانو کې يو د ملي اردو د ټولي قوماندان او درې عسکر و، چې له هراته بادغيس ته د رخصتۍ تېرولو په موخه روان وو.

تر اوسه د تښتول شوو کسانو هويت او د دندې دقيق ځای نه دی معلوم شوی.

د هرات ولايت چارواکو او طالبانو تر اوسه رسما د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم طالبانو بدخشان کې د کوهستانات ولسوالۍ د امنيت مدير ژوندی نيولی و، له ځان سره يې خوندي سيمې ته بوولی و او طالبانو يې رسما د نيولو مسؤوليت منلی و او په سبا يې وواژه او طالبانو يې مسؤوليت هم منلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x