روسي پوځیان په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي (انځورونه)

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): یوې روسۍ ویب پاڼې د هغو روسي سرتیرو انځورونه خپاره کړي چې په سوریه کې د بشار الاسد له جنګیالیو سره اوږه په اوږه جنګیږي.

د «by24» په نامه انټرنټ پاڼه لیکي چې دغه انځورونه روسي سرتیرو له سوریې څخه د خواله رسنیو له لارې په پراخه کچه خپاره کړي. ویب پاڼه زیاتوي چې «دې کار یو ځل بیا ثابته کړه چې روسي سرتيري د خپلې دندې اسرار نه شي ساتلی او له خواله رسنیو سره خپله لیونۍ مینه نه شي کابو کولی».

د دغو انځورونو چې شمېر یې ۴۰ ته رسیږي، د اخیستلو پر مهال روسي سرتیرو تخنیکي تیروتنه کړې او د موقعیت غوراوی یې بل پرې ایښی، چې له کبله یې په سوریه کې د هغوی د ځای ځایګی په اړه معلومات هم خپاره شوي. سربېره پر دې، په انځورونو کې د سوریې بیرغ هم لیدل کیږي.

د انځورونو له موقعیت څخه څرګندیږي چې روسانو خپل سرتيري د سوریې په مختلفو برخو کې ځای پر ځای کړي. همدا راز په انځورونو کې د روسي پوځیانو بشپړ ټولي لیدل کیږي چې په وسلو او مهماتو سنبال دي.

مخکې برتانوۍ ورځپاڼې «ټایمز» راپور ورکړی و چې روسي ځواکونه په سوریه کې د بشار الاسد له جنګیالو سره اوږه په اوږه جنګیږي. ورځپاڼې د یو سوریايي تلویزون هغې ویډیو ته اشاره کړې وه چې په کې ځیني کسان لیدل کیږي چې د روسي ساخت پوځي ګاډي له شا څخه په روسي ژبه د جګړې قومانده ورکوي.

تبصرې (2)