ادبي لیکني

ادبي ليكونه: ته نه وې !

دا رښتيا ده کله، چې اراده  کمزورې شي؛ نو د انسان چاپېريال(ماحول) بېوسي ونيسي اوغم ته ډگر(ميدان) تش(خالي) شي. بيا؛ نو د عقل  او فکر کيزه  وشليږي او د انسان په واک کې نه وي. مينه او محبت پرعقل او فکر هغه څه کولى شي، چې غواړي يې. عقل او فکر د مينې او محبت لاره نه شي نيولى؛ ځكه، چې مينه او محبت په زړه کې اوسيږي  او زړه  له عقل سره  په  يوه لار نه  درومي.

په ما هم دا کانه شوې وه؛ له هرې خوا غم اومصيبت دردولم او سر مې په گريوانه وردننه کړى و. کله به مې، چې زړه وپړسيد؛ نو په داسې اندازکې به مې سر رااوچت کړ لکه، چې له درانده خوبه د چا په ناڅاپي کړيکه راويښ شي

  او په خوب کې ووېږي. د سر له راپورته کولو سره به مې سم سوړ اوسيلى له خولې وايست او د کوټې تيران به مې شمېرل او له دې سره به مې سوي چلم ته گوگړ وواهه؛ نه کوټې ځاى راکاوه  او نه مې  په سړاوو ځوريدلو آهونو د زړه  سود کيده. هيڅ نه پوهيدم، چې دا ولې ؟

د دې پته راته هم لگيده، چې زما دومره ناکراري او لا لهاندي د څه او د چا لپاره ده .

کله به، چې د غم  درنده څپه راباندې راغله؛ نو، چې سربه مې له گريوانه راهسک کړ په تا به مې سترگې ولگيدې زړه به مې تسل شو او غمونه به  رانه په څنگ شول ….
افسوس ….
هو! ډېرافسوس، چې نن شپه  زما هرنظرمايوس و او د مايوسۍ درندې څپېړې يې زما د زړه پرمخ خپوړې کولې.

له ځايه  درپورته شوم؛ کوڅه په کوڅه درپسې وگرزيدم، ستا د ناستې ځايونه به مې ټول ولټول، د ډېرو دروازې مې وټکولي، ډېرو دېرو او حجرو  ته مې سر وردننه کړ، خو ستا درک  او پته هيچا را نه کړه.

چېرې و هغه هميشه پسرلى، چې د ځوروونکي خزان په څنگ کې يې گاونډيتوب نه مانه ….څه شوه ستا هغه له خندا ډکه خوله، چې د زخمي زړه ټکور پرې کيده  او د درديدلي زړه دردونه  يې کمول.

ما، چې څومره ځان ستړى کړاو هر څومره لا لهاندۍ مې وگاللې؛ بيا هم په نظر رانغلې.

هيڅ نه پوهيدم،  چې څه راباندې وشول؛ خو لکه ليونى له ودانۍ  بهر شوم؛ تلم او دهغه ځاى په تکل روان وم، چې د يوه ارام درياب په غاړه د ځنگل د گورو، گورو ونو په منځ کې له هرچا پټ ناست و له همدغې ورځې څخه وېريدو .
شپه  روښانه وه ….تلم او په تلوتلو کې ستا د خوږې مينې خوږې خاطري را سره وې او ستا ښکلى بشره به مې  تر سترگو سترگو کيده …هلته ورسيدم …! خو هلته، چې ما او تابه له خلکو پټه د خوږې مينې  مرکه کوله. د گڼو ونو په منځ کې ورننوتم؛  خو ته مې ونه ليدلي .

داسې څه مې وليدل، چې د مينې اومحبت له خوندورو کيفونو ډک درسونه يې راکړل او ماته يې دا راوښودل،  چې په مينه کې د پتنگ مذهب غوره کول د برياليتوب غوره لارده .

هلته به، چې تا څنگل وهلي وه  او ما به درته د زمانې له خلکو گيلې کولي؛ يو شهيد بلبل، چې روح ترې وتلي و، پروت و او ستا د څنگلي په نښه يې سر لگولى و.

د شهيد بلبل په ځوانمرگۍ مې يو څو سړې سړې او غټې غټې اوښکې تويې کړې؛ هغه مې  د يوه شهيد په نامه په همغه ځاى کې ښخ کړ او په مات زړه  ترې روان شوم. پوه شوم،  چې د مينې آغاز له انجام سره سرنه خوري؛ پيل( آغاز) يې هغه او پاى( انجام) دادى.

په درنښت
قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x