
د نندارچیانو تر منځ نښته د مالیزیا او سعودي عربستان لوبه ودروله (تصویرونه)
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): تیره شپه د مالیزیا او سعودي عربستان تر منځ لوبه د نندارچیانو تر منځ له نښتې وروسته ودرول شوه. اوسمهال د هیوادونو تر منځ د راتلوونکی نړیوال جام ته لارموندنې په موخه سیالۍ ترسره کیږي.
میلمه هیواد سعودي عربستان دغې لوبې کې د ۲-۱ له توپیر سره د مالیزیا په وړاندې ښه موقعیت درلود خو کله چې د لوبې پای ته یوازې درې دقېقې پاتې وې لوبڅار د نندارچیانو تر منځ نښتې له امله دي ته اړ شو چې لوبه له وخت پوره کیدو وړاندې پای ته ورسوي.
کله چې د دواړو هیوادونو لوبډلې له لوبغالي څخه ووتل نو پولیسو د اوښکې بهوونکی بمونو په وسیله په نندارچیانو حمله وکړه او غوښتل يي په دغه ډول نندارچیان د لوبې له میدان څخه وتلو ته اړ کړي.
تر دې مهاله د دغې لوبې د پایلې په اړه څه نه دي ویل شوي. د لوبڅارانو په وینا په نژدې راتلوونکي کې به د فوټبال نړیواله اداره یا فیفا (FIFA) د دغې لوبې د پایلې په اړه پریکړه وکړي.
د لوبې لومړی ګول د مالیزیا په ګټه د لوبې په ۲۰مه دقېقه کې د محمد شفیق رحیم لخوا ترسره شوه خو د سعودي عربستان لوبغاړی تیسر الجاثم یوازې درې دقېقې وروسته یعنې د لوبې په ۲۳مه دقېقه کې دغه لوبه بیرته مساوي کړه.
د لوبې د دوهمې نیمايي په ۷۶مه دقېقه کې د سعودي عربستان بل لوبغاړی محمد الشعلوي وتوانید د سعودي عربستان لپاره دوهم ګول ترسره کړي او خپل د بریا چانس نور هم پیاوړی کړي.
مالیزیا وروسته له هغې چې د متحده عربي اماراتو په وړاندې د ۱۰-۰ په ستر توپیر سخته ماتې وخوړه خپل د ګروپ وروستی مقام خپل کړی.
د مالیزیا لوبډلې روزونکی دوالله صالح تیرې جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو په وړاندې له سختې ماتې خوړلو وروسته له خپلې دندې استعفاء وکړه او د مالیزیا د فوټبال فدراسیون اونګ کېم سوي د نوموړی پر ځای د لوبډلې مشر روزونکی وټاکه.
د راپورونو پر بنسټ که څه هم اونګ کېم سوي غوښتل د خلکو مخه ونیسي خو یوې مالیزیایۍ ډلې وروسته له هغې چې پوه شول دغه لوبه بایلي نندارچیان يي احتجاج کولو ته اړ کړ.
له کړکیچ زیاتیدو وروسته اضافي پولیس هم لوبغالۍ ته واستول شول خو بیا هم ونتوانیدل د نندارچیانو مخه ونیسي.
د مالیزیا د ځوانانو او ورزش وزیر خیري جمالدین له مالیزیايي نندارچیانو او د دغې هیواد د فوټبال له فدراسیون څخه د دې لپاره چې ونشو کولی حالات کنټرول کړي نیوکه وکړه.
مالایشیا خیلو شه لغمانی چل کړی