دیني، سیرت او تاریخ

حج او عمره – دریمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

څلورمه برخه

دراشده خلفاوو له دوره وروسته کعبه شریفه یوځل بیا داختلافونو،جنګونو او طبعی ګواښونو لامله ترمیم ته اړ شوه، سیدنا حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنهما په داسی حال کې چې دی دمکی او سیمی امیرو، کعبه شریفه ترمیم کړه او داځل يې درسول الله صلی الله علیه وسلم  دامید په برابر داسی جوړه کړه چې څرنګه دسیدنا حضرت ابراهیم خلیل الله  نه پاتی وه، حطیم يې په کعبه کې شامل او کعبی ته يې دوه ورونه کیښودل ، یويې ختیځ اوبل يې لویدیځ لورته هغه هم دزمکي له سطحی سره برابر، خو ډیره موده نه وه وتلې چې یو ځل بیا خپل منځی جګړو اور واخست ، د حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنهما له شهادته وروسته حجاج بن یوسف د عبدالملک بن مروان رضی الله هنهما په هدایت او لار ښو ونه کعبه شریفه بیرته په هماغه حال ترمیم کړه کوم چې قریشو  ودانه کړي وه ، اوس هم په هماغه حالت کې قرار لري، او په همدی حال په تر هغه وي چې تر کومی د دنیا عمر اخر وختونو ته نه وي رسیدلی، او ددنیا په وروستي عمر کې یو حبشی سړی به راوچت شي او کعبه شریفه به ړنګه کړي!! همدا مطلب درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک حدیث کې بیان شوی.

صحیح مسلم روایت کوي،چې فر مایلي دی رسول الله صلی الله علیه وسلم : یُخَرِّبُ الکعبةَ ذوالسویقتینِ من الحبشةِ.  یعني کله چې ددنیا عمر تقریباً آخر ته ورسیږي ،کعبه شریفه به یو حبشي سړی خرابه کړي ،چې ددوولینګکیو خاوند به وي.

سره له دې چې دکعبي په جوړښت کې اختلاف دی، خو دا مبارکه ودانی دټولو پیغمبرانو کعبه او دطواف مرکز و، سیدنا ادم علیه السلام  ۴۰ ځله له هندوستان څخه پیاده دحج لپاره دلته سفر کړی!

ادم علیه اسلام لمړنی انسان دی او زمونږ دانسانانو پلار، دهغه مبارک په بابله چې داحقیقت وی چې ده مبارک حج کړی له دینه جوتیږی چې دامبارکه ودانی له پخوا موجوده وه ،که ددی مبارکي ودانی په زینتی نوښت کې ادم علیه السلام زیار ویستی وي نوداهم ممکن دی او له همدی کبله په انسانانو کې ادم علیه السلام لمړنی شخص دی چې کعبه يې دنوښت په اړوند جوړه کړې، ولله اعلم،

دکعبی په اړوند یو څو قرانی ارشادات او نبوی لار ښونې، چې همدا له اختلافه محفوظ دي نور اقوال داختلافونو څخه خالی نه دي.

الله سبحانه وتعالی دقرانکریم العمران سورت ۹۶ ایت کې فرمايې: إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكاً وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ.

ژباړه: یقیناً لمړی کور ،چې دخلکو(عبادت) لپاره وضع شوی همغه دۍ چې په مکه کې دۍ،مبارک او دنړۍ والو لارښود.

کعبه شریفه دزمکې پرمخ اوله خونه دی چې دعبادت لپاره غوره شوې، دادم علیه السلام دزمانې څخه تر ننه اوتر قیام دقیامته په ان شاألله دعبادت ځای وي، دابیله خبره دی چې دتاریخ په بیلا بیلو وختو کې  ددي مبارکې خونې عبادت چا په شرعی  او چا په غیر شرعی ډول تر سره کړی.

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x