شعـــــرونه

ھره لمحه په امتحان کی

شاعر: مستفید

ده ژوندون ھره لمحه په امتحان کی
کاشکی نه وۍ پیدا سوۍ په جھان کی.

ده دا غمه چی به څه راسره وسی
ھمیشه ګرزوم اوښکی په ګریوان کی.

ستا دیدن ته به په کمو سترګو ګورم
چی می سترګی ړندې نه سوې په ھجران کی

له ارحامه در دنیا او در برزخه
سل فکرونه سی راجمع په یو آن کی

دا سپیره دنیا په مثل ده زندان ده
ده سړی حالت به څه وی په زندان کی

احسانات ده رب او زما عمل نیمګړۍ
مستفید یه شکمن کړی یم په ځان کی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x