نړۍ

پاړه چنار درنې چاودنې ولړزاوو

دپاکستان په شمال لویدیځ سرحدي ښار پاړه چنار کې نن  دوشنبه دموټر بم درنه چاودنه رامنځته شوې چې دلومړنیو معلوماتو له مخې یې   ۱۰ تنه وژلي او ۴۵  نور یې ټپیان کړي دي .

دپیښې په اړه لومړني اطلاعات وایي ، چې چاودنه خورا زوروره  وه او شاید د تلفاتو شمیر تردې هم زیات وي .

پاړا چنار دپاکستان په کورمه ایجنسۍ  کې دافغانستان له  پکتیاسره په پوله پروت سرحدي ښار دی ، چې زیاتره اوسیدونکي یې شیعه مسلکي  پښتانه دي ، دغه سیمه پخوا هم دفرقه ایزو تاوتریخوالو تود ډګر پاته شوی ، داوسنۍ درنې چاودنې  مسؤلیت تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x