نظــر

په بریښنایې تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمو د لیکلو مخالفت افغانان کوی که خارجیان؟

لیکنه / حشمت سنګروال

لومړی غواړم یو څه نور زیات ولیکم وروسته به راشم خپلو خبرو ته د طالبانو د اسلامی امارت سقوط او د امریکا نظامی یرغل پر افغانستان دوه سترې پیښې وي.

د طالبانو د سقوط سره افغانستان یو ځل بیا د پخوانیو ټوپکسالارانو لاسته ولویده او ترمنځ یې وویشل شو . شمال کې بیا ټلوالې خپله پاچاهي اعلان کړه ، ختیځ د پخوانیو جنګسالارانو تر منځ تقسیم شو ، جنوب کې بیا د هر قوم مشر راپاڅیده او ځان یې پاچا اعلان کړ ، لویدیځ کې پخواني جنګسالار اسمعیل خان او ملګری یې د واک په ګدي کیناستل .

جنګ یو ځل بیا زور واخیست ، شمال کې ټلوالې پښتانه وهل او برعکس په جنوب کې پښتنو د غیری پښتنو په ډبولو شروع وکړه ، یو ځل بیا د نفاق او شقاق تخم په زرغونیدو شو او وده یې پیل کړه .

امریکا د خپلو کروز توغندیو او بی باون الوتکو سره حامد کرزي هم تر کابله راوست او د کابل په لالهانده ګدي یې کیناوه ، حامد کرزي هم د ارګ ولسمشر شو خو تر ارګ هاخوا یې یو قدم هم امر نه چلیده ، خو په لږ وخت کې د امریکا ډالرو او بې حسابه پیسو ټول جنګسالاران او ټوپکسالاران تر ولسمشر حامد کرزي راچاپیر کړل ، امریکا هم له حامد کرزي څخه د یو مداری په صفت کار واخیست ، کرزی هم خپل مداریتوب ښه څرګند کړ ، او ټول یې په دندو وګمارل د شور او غوغا خولې یې وربندی کړي نور نو جنګسالاران د ډالرو په سمندر کې غرق او نشه شول ټول په قراره کیناستل د ټوپکسالارانو چاپیره خلک هم په قراره شول ځکه که په مشرانو یې وریدل نو په دوی خو څڅیدل. پاتی شو څو بی وسه او خوار افغانان هغوی چا د ریاست او ماموریت ترڅنګ هم نه پریښودل نه یې غږ، ژړا او فریاد د چا تر غوږو رسیده خوار په هندوستان هم خوار وی.

ډګر خالی شو اوس نو د لوبې اصلی لوبغاړی امریکې ډګر ته را ودانګل او خپله لوبه یې شروع کړه امریکا ډیره په قراره لوبه وکړه او ځان یې تر یوه وخته نه سوزیدلی افغانانو ته ورمعرفی کړ د بیا رغاونې تر عنوان لاندی یی د خلکو د آرامه او بوخت ساتلو لپاره د سرکونو، پلونو، ښونځیو، روغتونونو…………. او نورو پروژو په عملی کولو سره ملت غلی کینوه امریکا د خلکو د مشغول او مصروف لیدلو څخه اعظمی ګټه پورته کړه او په خپلو اصلی پروژو یې کار شروع کړ د امریکا په اصلی پروژو کې د افغانانو په کلتور، مذهب، دین او ملی یووالی ملنډې وهل او ذهن ورخرابول وو.

۱:کلتور : لومړي یې هم د افغانانو د کلتور خلاف ستره جګړه پیل کړه په ډیر لږ وخت کی یې د هیواد په لر او بر کې په بی شماره تلویزیونونو د لاری د هندی، ایرانی او ترکی سریالونو په واسطه د افغانانو د کلتور د له منځه وړلو لپاره مټې را ونغاړلۍ افغانۍ زیره خورو یې هم د بی چمه ډالرو په واسطه هر څه په پټه ومنل او نشر ته یې وسپارل خو استثنا د یو څو کسانو څخه.

۲: مذهب: د امریکې د یرغل څخه مخکې ډیر افغانان دیو یا دوه مذهبونو پیروان وه حنفی او شیعه مذاهب د افغانی ټولنې ستره برخه وه د ۲۰۰۱ لمړی کال څخه د امریکې په سترو پروژو کی دا هم وه چی باید په افغانستان کی د مذاهبو ترمنځ د اختلاف اچولو پروژه عملی شی نو لومړی خو یې د شیعه او سنی ترمنځ د دښمنی اور تازه کړ، سنی یې په شیعه او شیعه یې په سنی بی باوره کړ، د یو بل دښمنی ته یی تیار کړ، ددی ترڅنګ یی د عیسویت، یهودیت، اسماعیلیان، آغاخانیان……………. او نور مذاهب هم په افغانی ټولنه کی وکرل.

۳: دین: امریکا د خپلې دغې پروژې عملی کولو لپاره تر ډیر سوچ وروسته لمړی د افغانانو د ذهن خرابولو او عقیدی کمزوری کولو او بیا وروسته ددین څخه د اړولو کار پیل کړ د ذهن او عقیدی د خرابولو لپاره یی هم لومړی د خارجی هیوادونو څخه بربنډ فلمونه، بربنډ عکسونه او داخل کی د رسنیو له لاری د فحاشی موسیقی نشرول او نیمه لوڅ سریالونو وړاندی کول وو ددی ترڅنګ یی د ډالرو د سمندر څخه هم کار واخست بیچاره، خوار او بی وسه افغانان یی تیر باستل او د اسلام څخه منحرف کولو ته یی اړ ویستل چی مثالونه یی ټول ولس او ملت په راډیو او تلویزیون کی واوریدل او ولیدل د خوار ولس یو څو تنه و چی اسلام پریښدلو ته تیار شوخو مشران یی د هماغه لومړی ورځی راهیسی کوم چی د اروپا او امریکا څخه راغلی و د پیسو او وظیفی مقابل کی د خپل دین او مذهب څخه تیر شوی وو خو ددی پرځای چی په راډیو او تلویزیون کی اعلان کړی بر عکس یی پټ وساتل ترڅو د ملی پاڅون مخه ونیسی.

۴: ملی یووالی: د نورو پروژو ترڅنګ یی د ملی یووالی د له منځه وړلو لپاره یی کوشش پیل کړ لومړی یی هم پښتون په تاجک تاجک یی په هزاره هزاره یی په پښتون…….. بی اعتماده کړل په موقته اداره کی هم سر کی پښتون او وروسته بیا د ازبک، تاجک او هزاره ځای وو وزارتونه هم تقسیم شول په لوړو پوستونو کی غیر پښتانه وګمارل شول پښتانه له دی حق څخه محروم وګڼل شول ولایتونه یی ترمنځ وویشل د پښتون میشت ولایت لپاره یی پښتون د تاجک لپاره یی تاجک ……….. چی دا پخپله هم د ملی یووالی د له منځه وړلو یوه ستره هڅه وه.

هیڅ پښتون نشو کولای چی په غیر پښتون ولایت کی ستره دنده ترسره کړی او همدارنګه هیڅ تاجک، هزاره او ازبک نشو کولای چی په پښتون میشت ولایت کی ستره دنده مخی ته یوسی پښتانه یی ټول د طالبانو خواته مایل کړ او غیر پښتانه یی د دولت ملاتړی کړل د ملی یووالی او اتحاد د زیانمنولو لپاره یی په ملی ترمینالوژی کی هم ګوتی وهل شروع کړل د پوهنتون او دانشګاه او د پوهنځی او دانشکدی اصلاحاتو په را پیداکولو سره یی ملی یووالی زیانمن کړ او اوس کی یی د ملی یووالی د ختمولو لپاره په بریښنایی تذکرو کی د افغان او دین کلمو لیکلو موضوع رامنځته کړه افغانانو په دی سوچ هم نه کاوه چی په تذکره کی د اسلام د مبارک دین څخه بل دین ولیکل شی او یا د هم د دین خانه ورکه شی د بدخشان څخه ترهراته د هرات څخه تر ننګرهاره د ننګرهار څخه تر کندوزه او د کندوز څخه تر کندهاره ټول افغانان د اسلام تابع وو دا کلمه یی هم د نفاق اچول لپاره را اوچته کړه. د افغان کلمه هغه ستر سمبول وو چی ټول افغان ولس پری راټول وو دیرش کاله ددی خاوری بچی د افغان په نوم یادیده او افتخار یی پری کاوه د بامیانو هزاره هم ځان افغان ګاڼه د بدخشان تاجک هم ځان افغان ګاڼه د جوزجان ازبک هم خپل ځان افغان ګاڼه ……….. هیڅ توپیر یی ترمنځ شتون نه درلود ویاړ یی دا وو چی د افغان په نوم یادیږی خو د یو یا دوه کلو موده کی د امریکی د نفاق اچولو د پروژی په پایله کی ځنی خلک یی په دی ودرول چی زه افغان نه یم زه تاجک یم زه هزاره یم او زه ازبک یم او باید افغان کلمه په تذکره ونه لیکل شی خو بل طرف ته پښتون یی په دی ودرید که افغان په تذکره ونه لیکل شی نو تذکره به وانخلی د ملی یووالی د له منځه وړلو لپاره یی دا ستره پروژه په لاره واچوله چی د افغانانو ترمنځ یی غټ درز رامنځته کړ.

اوس به راشم خپلی خبری ته؛ اوس سوال دادی چی په برښنایی تذکرو کی د اسلام او افغان د کلمو لیکلو مخالف خارجیان دی او که افغانان؟

امریکا چی په افغانستان کی څه وغوښتل ځنی یی ترسره او ځنی یی د ترسره کیدو په حال کی دی اوس نو امریکا په خپل ځای ناسته ده او د پروژو د عملی کولو او مخی ته وړلو لپاره یی افغانان نیولی په برښنایی تذکرو کی د اسلام او افغان د کلمی مخالفت په هغه اندازه امریکایان او خارجیان نه کوی په کومه اندازه یی چی افغانان کوی هغه افغانان چی تل یی خپل دین او ملت د څو ډالرو مقابل کی خرڅ کړی دی.

۱: د اسلام کلمی سره مخالفت په دی کوی چی که برښنایی تذکری وویشل شی او د اسلام کلمی ذکر هم په کی شوی او دا یی هم د یو افغان په هیس دغه پیژندپاڼه واخلی نو د ډالرو باران پری بندیږی ځکه ده خو په قرارداد کی ورسره د اسلام څخه انکار کړی او د هغوی دین او مذهب یی قبول کړی دی .

۲: د افغان کلمی څخه انکار په دی کوی که په پیژند پاڼه کی د ملت ذکر افغان راشی نو د هغه بل ملت څخه خلاصیږی او خارجیان یی خپل هیواد ته د داخلیدو څخه منع کوی ځکه چی دی خو افغان دی.

د پښتو ژبی متل دی چی یو خوا ډانګ او بل خوا پړانګ دی اوس دوی هم حیران که اسلام او افغان قبلوی نو د ډالرو او خارجی تابعیت څخه محرومه کیږی د لیکلو مخالف یی خارجی الاصله افغانی ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

اولس کشر اسلام او افغان ضد غنی ته! ګوره نور بس که د اولس په زخمونو مالګي مه دوړوه د پردیو په لمسون دبل دخندا لپاره مامه ژړوه! بس که نور مړ دی کړم ‘ یتیم دی کړم ‘ کونډه دی کړم ‘ سپین ږیری پلار او مور دی راته و غمول ‘ کور می هم دوستم او ملیشو لوټ کړ دا یو هویت او ایمانی نښه را پریږده دا می له ور نیکه را پاتی ان له هغه اولی ورځی زه مسلمان افغان یادیږم خوله دی وچه شه د بل مزدوره زما اتلان اوس د تاریخ په کتابونو کی… نور لوستل »

محمد طاهر

گرانو ورونو! دما تمع له دوی سخه شکیدلی او په حقیقت کی له اوله په دوی یعنی کرری او اشرف غنی هیس اعتبار ما نه درلود. او رابه می هم نه ده ورکری .نن له الله ج سخه شکرونه کوم سی د دوی په تاکنو کی می برخه نه ده اخبستی. د بن کنفرانس او د جان کیری منزگرتوب معلومه کره سی پریکری غربیان کوی او زمونژ په اصطلاح دولتی چارواکی یوه اجرایوی قوت ده سی د امریکایانو او اروپایانو همدا پریکری او پروژی په افغانی تولنه کی عملی کوی.په لنده توگه زمونژ چارواکی دوی ته د مامورینو حیثت لری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x